جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنوي ډیلي د نړۍ په ښارونو کې تر ټولو د ناوړه هوا...

نوي ډیلي د نړۍ په ښارونو کې تر ټولو د ناوړه هوا ریکارډ ټینګ کړ

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲ مه) د هند د پلازمېنې نوي ډیلي هوا د نړۍ په ۱۱۰ ککړو ښارونو کې تر ټولو خرابه او زهرناکه ثبت شوه.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، نوی ډیلی د هندوانو د فیستوالونو یا مېلو د فصل په درشل کې په نړۍ کې تر ټولو ناوړه هوا لري.

د ډیلي د چاپېریال ساتنې ایالتي وزیر ګوپال رای وايي:«په راتلونکو دوو اوونیو کې فیستوالونه، چې اورلوبې او کروندو ته اور اچونې پکې شاملې دي، د پلازمېنې پر هوا لا ډېر منفي اغېز کولی شي.»

د هند پلازمېنه، چې د هوا له نظره د نړۍ په ۱۱۰ تر ټولو ناوړه ښارونو کې مضره هوا لري، د سکرو په شمول راز راز مضر سونګ مواد سوځول کېږي او دې چارې د دغه ښار هوا د ککړتیا له پلوه خطرناک حد ته رسولې ده.

په همدې حال کې بلومبرګ په یوه راپور کې وویل چې د هند اقتصادي مرکز، مومبی هم د هوا د ککړتیا له نظره د نړۍ په ککړو ښارونو کې شمېرل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب