پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، بې اسناده کډوال صرف یوه اوونۍ وخت لري

پاکستان وايي، بې اسناده کډوال صرف یوه اوونۍ وخت لري

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲ مه) د بلوچستان ایالتي حکومت وايي، که افغان کډوال تر ټاکلې نېټې، یعني د راتلونکې اوونۍ تر سې شنبې پورې له پاکستانه ونه وځي، د قانون پر اساس به ونیول شي.

پاکستان د روان اکتوبر په پیل کې اعلان وکړ چې د دې میاشتې تر پایه بې اسناده افغان کډوال وخت لري چې له پاکستانه ووځي، کنې وبه نیول شي او په زوره به وایستل شي.

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویندوی خان جان اڅکزي وویل:«بې اسنادو افغان کډوالو ته د ټاکل شوې مودې یوازې یوه اوونۍ پاتې ده، له یوې اوونۍ وروسته هغه کډوال چې پاکستان یې غیرقانوني ګڼي، نیول کېږي او له قانون سره سم چلند ورسره کېږي.»

په داسې حال کې چې ټاکل شوې موده لا پوره شوې نه ده د پاکستان پولیس په بیلابیلو ښارونو کې د افغانانو پر کورونو د شپې له لوري چاپې اچوي او محبسونو ته یې لیږي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګټي کابو درې اوونۍ پخوا په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې افغانان په تروریستي بریدونو کې لاس لري.

بوګټي په پاکستان کې د دیره غیرقانوني کډوالو شمېر ۱ میلیون او ۷۰۰ زره وباله او ویې ویل چې که تر ټاکلې مودې افغان کډوال له پاکستانه ونه وتل شتمنۍ به یې ضبط او دوی به په زوره وایستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب