یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپرون ۳ زره نور افغان کډوال هم پر تورخم افغانستان ته واستول...

پرون ۳ زره نور افغان کډوال هم پر تورخم افغانستان ته واستول شول

تاند:( جمعه، د میزان ۲۸مه) له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستو په دوام، د دغه هېواد دولتي راډیو خبر ورکړی چې پرون (پنجشنبې) د تورخم له لارې تر ۳ زره ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته استول شوي دي. 

د دې راډیو پر اساس، هره ورځ زرګونه افغان کډوال، چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي. 

دا په داسې حال کې ده چې نور راپورونه له پاکستان څخه د افغان کډوالو ویستل جبري بولي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو د پاکستان لخوا د افغان کډوالو جبري ویستل د بشري حقونو نقض ګڼلی او توند غبرګونونه یې پرې ښودلي.

د پاکستان راډیو د راپور له مخې، له کله چې له بې اسناده کډوالو غوښتل شوي چې له پاکستانه ووځي، تراوسه پورې تر ۴۸ زره ۵۰۰ ډېر افغانان خپل هیواد ته بېرته تللي دي.  

پاکستان بې اسناده کډوالو ته ویلي چې د اکتوبر تر ۳۱ پورې ووځي کنې نیول کېږي او په زوره ایستل کېږي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب