یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+(زۀ) دوزخ دی | سید اصغر هاشمي

(زۀ) دوزخ دی | سید اصغر هاشمي

دوزخ یوازې د اور پۀ مانا نۀ دی او نۀ د هغه ځای پۀ مانا دی چې موږ یې د هغې دنیا لپاره کاروو. د بلې نړۍ د دوزخ د تګ لپاره ډېر داسې دوزخونه شته چې پېژندل یې اړین دي.

دوزخ پۀ هغۀ څاڅکي اوبو کې دی چې پۀ ستونزو کې نطفه ټاکي او د انسان راتلونکي تۀ ستونزې جوړوي، دوزخ پۀ هغه خاوره کې دی چې یو څاڅکی اوبه ور څخه جوړېږي، دوزخ پۀ هغه چاپېریال کې دی چې د انسان د جوړښت څلور توکي پۀ کې شته.

دوزخ د انسان پۀ داخل کې دی، پۀ حال، ماضي، راتلونکي کې دی او پۀ ما او تا کې دی. پۀ ما کې د دوزخ جوړېدلو یو لامل (تۀ) یې او پۀ (تا) کې (زۀ) یم، زما اغېزې پۀ (تا) شته او ستا اغېزې پۀ ما. که زۀ بد کوم، دغه بد ستا پۀ داخلي نړۍ کې پاتې کېږي او پۀ همدې ترتیب د ټولنې پۀ میراث کې ترې یوه داسې پدېده جوړېږي چې پۀ سلګونو کلونو کې ترې ځان خلاصولای نۀ شو.

زۀ پۀ (تا) کې او (تۀ) پۀ (ما) کې تداخل لرې، (زۀ) پۀ چاپېریال کې یم او چاپېریال پۀ (ما) کې حرکت کوي، زۀ د مور او پلار پۀ وینه او روح کې یم او هغوئ پۀ (ما) کې دي، لۀ همدې لامله ویلای شو چې («زۀ» دوزخ دی!)، خو دغه دوزخ یوازې ما جوړ کړی نۀ دی او نۀ دا یوه داسې پدېده ده چې د پیدا کېدلو یوازینی لامل یې زۀ یم. (زۀ) تۀ یې او (زۀ) زۀ یم، (زۀ) هغه دی، (زۀ) هغه ده او (زۀ) هغوئ دي.

هر انسان لۀ څو خواوو پۀ زنځیرونو تړل شوی دی او فزیکي او معنوي ازادي یې سلب شوې ده. یوازې انسان ګرم نۀ دی، دغه ستونزې پۀ لسګونو نور فکتورونه لري.

هغه اور چې انسان یې د بلولو لامل دی، همدغه اور انسان کې بل شوی دی او انسان یې سوزولی دی، نو ځکه نن دغه اور نورو خلکو تۀ سرایت کوي. کله چې وایو (زۀ دوزخ دی!) پوښتنه دا ده چې کوم (زۀ) دوزخ دی؟ هر انسان د یو شناخت لري چې دې تۀ (زۀ) ویلای شو او د ټولنې هر بل انسان د یو ځانګړي (زۀ) درلودونکی دی. کله چې وایو (زۀ دوزخ دی!) پۀ دې مانا چې هر انسان ځان او نورو تۀ دوزخ دی، نور خلک د ځان (زۀ) دوزخ دي او د نورو هم دوزخ دي.

د اور دغه ستونزه چې کله پۀ یو انسان کې پیدا شي، ځان او نورو ته ستونزې جوړوي، دلته لۀ (زۀ) څخه موخه دا ده چې ډېر (زۀ) د ځان دوزخ دي، نورو تۀ زیان رسوي او ډېر نور خلک د ځان او نړۍ دوزخ دي. دوزخ یوازې اور نۀ دی، دوزخ تۀ ستونزې ویلای شو، دوزخ د بدو کولو او ښو نۀ کولو پۀ مانا دی، دوزخ هغه رواني ستونزې دي چې د انسان پۀ داخل کې شته، دغه ستونزې لومړی خپله انسان تۀ زیان رسوي او بیا یې نورو خلکو تۀ زیان رسېږي. دوزخ هغه شیطان دی چې لۀ پخوا څخه یې دښمني روانه ده او انسان تۀ زیان رسوي، د دوزخ لۀ جنت سره جګړه ده، د خیر شر مقابله ده او د هابیل او قابیل داستان دی. دوزخ د انسان پۀ داخل کې هغه پخوانی کشمکش دی چې نفس اماره یې مشـري کوي او نفس مطمینه یې پۀ مقابل کې ولاړ دی، دوزخ د اهریمن د سوبې کور دی او اهورا یې پۀ مقابل کې ولاړه اراده ده، دوزخ د انسان روان دی، تېر ـ ماضي دی، لاشعور او ټولنیز لاشعور دی.

هو! (زۀ دوزخ دی!) ځکه چې (زۀ) روان لري، ماضي لري او د لاشعور او ټولنیز لاشعور درلودونکی دی. (زۀ) سادیست دی، نارسیست دی او پۀ لسګونو نورې ستونزې لري، (زۀ) پۀ ځان کې مسافر دی، پۀ ځان کې بې ځاني ده، پۀ خود کې بې خوده ده او لۀ ځان څخه پردی کېدل دي.

(زۀ) د ځان واک نۀ لري او نۀ شـي کولای چې پۀ اسانۍ سره جنت تر لاسه کړي، لۀ (زۀ) سره پخوانۍ دښمني روانه ده، د دغې دښمنۍ اصلي لامل د (زۀ) پورې اړه نۀ لري او نۀ دغه دښمني یې ځان تۀ جوړه کړې ده؛ دغه دښمني پۀ ټولنې کې ده، مور او پلار کې ده چې پۀ غیر ارادي ډول (زۀ) تۀ انتقال شوې ده او د سلګونو کلونو مخکې ماضي کې شته، نو ځکه یې تجربه کوو. پۀ انسان کې د ځان، چاپېریال او کورنۍ دښمني شته چې انسان یې د جبر پۀ زنځیرونو تړلی دی، اختیار یې سلب شوی دی او بې اختیاره ژوند کوي. هر انسان ځان ته پۀ لوی لاس دوزخ نۀ جوړوي، دوزخ ورته جوړ شوی دی. دی اختیار لري چې ځان لۀ دوزخ څخه وساتي، خو پۀ اختیار کې بې اختیاره دی او پۀ یو نۀ یو ډول د دوزخ اور پرې تپل شوی دی.

(زۀ دوزخ دی!)، خو دغه دوزخ موږ خپله جوړ کړی نۀ دی، دوزخ لۀ مخکې څخه جوړ دی او موږ پۀ کې اچول شوي یو، اړتیا دا ده چې لۀ دوزخ سره مقابله وکړو او ځان ترې خلاص کړو.

(زۀ دوزخ دی!)، خو (تۀ) هم دوزخ یې، (تۀ) زما دوزخ یې او (زۀ) ستا دوزخ یم، تۀ زما ستونزې یې او زۀ ستاسو ستونزې یم. هر انسان غواړي چې د نورو لپاره د جنت لۀ باغونو څخه لوی باغ شي، خو ستاسو کړنو (زۀ) دوزخ جوړ کړ او (زۀ دوزخ شو!)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب