یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهترکیه طالبانو ته؛ د نجونو او ټولو افغانانو حقونه تامین کړئ

ترکیه طالبانو ته؛ د نجونو او ټولو افغانانو حقونه تامین کړئ

تاند:( پنجشنبه، د میزان ۲۷مه)  په ملګرو ملتونو کې د ترکیې دایمي استازي سلاکار، اسماعیل ایډېل د دغه سازمان په یوه غونډه کې د هغه څه له امله چې ده په افغانستان کې د نجونو او نورو افغانانو د حقونو نقض وباله، پر طالب چارواکو نیوکې وکړې.

نوموړی وویل: «موږ په افغانستان کې بشري حقونو ته د نه درناوي له امله اندیښنمن یو او دا اندیښنه هم لرو چې په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو بنسټیزه خپلواکي له شدیدو محدودیتونو سره مخ شوې ده. د زده کړو د حقونو په ګډون باید د افغانانو ټول حقونه مراعت شي.»

د یادې غونډې پر مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق و ویل: «زموږ ډيره اندیښنه د نجونو او ښځو پر بنسټیزو حقونو د طالبانو د کړنو اغیز دی. طالبانو، پر افغاني ټولنه سیسټماټيک تبعیض او له جنسیتي پلوه شدید محدودیتونه لګولي دي. دغه اقدامات هغه لاس ته راوړنې له منځه وړي چې افغان نجونو او ښځو په تېرو دوو لسیزو کې لاس ته راوړي او د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې د ونډې لپاره د هغوی وړتیاوې کمزورې کوي.»

د طالبانو د رژیم چارواکو مخکې په دې اړه ادعاوې رد کړي او ویلي چې د ښځو په ګډون یې د ټولو افغانانو حقونه تامین کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب