یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسیاف: له افغانستانه وتونکي خپل ځان، مال او عزت خوندي نه بولي

سیاف: له افغانستانه وتونکي خپل ځان، مال او عزت خوندي نه بولي

تاند:( پنجشنبه، د میزان ۲۷مه) له افغانستانه د مهاجرتونو له دوام سره هم مهاله، د طالبان یوه مشهور مخالف جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف پر طالب رژیم نیوکه کړې چې ګواکې له واکمنیدو سره یې خلک خپل ځان، مال او عزت خوندي نه بولي.

ښاغلي سیاف د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د وژل کیدو یوې انلاین تلین غونډې ته د وینا پر مهال دا هم ویلي چې د طالبانو له لاسه نېم افغانستان تښتیدلی او داسې ورځ به راشي چې دوی لکه د زندان ساتونکي داسې پاتې وي.

دغه طالب ضد جهادي مشر زیاتوي: “چې دین یې خوندي وي، ځان یې خوندي وي، مال یې خوندي وي او عزت یې خوندي وي، نو د څه لپاره تښتي؟، اوس خو چې موږ ګورو، لکه له محبس نه چې څوک تښتي، څوک له دروازې تښتي، که دروازه پرې بنده کړي له دېوال اوړی او تښتي، نیم افغانستان وتښتېدو اخر به دوی د یوه تش محبس بندیوانان وي او بل څوک به نه وي پاتې”.

طالبانو د سیاف څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د بهرنیو چارو  وزیر امیرخان متقي ادعا کړې وه چې هېڅوک دوی سره د مخالفت له امله له افغانستان څخه نه دی وتلی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، سلګونه زره افغانان له هېواده وتلي چې د طالبانو غچ اخیستونکي اقداماتو اقتصادي او بشري ناورین او دغه راز د نجونو او ښځو پر زده کړو او فعالیتونو د طالبانو بندیزونه یې اساسي لاملونه ښودل شوي.

 

5 COMMENTS

  1. ته دی ناتو ملا ډیر منافق او ذلیل انسان یې کله چی ته په قدرت کښی وی د چا سر او مال خوندی وه ټول افغانستان تاسو غلو له لاسه په پوزه رسیدلی دماسپښن له دری بجو څخه وروسته څوک خپل کوره وتلی نشول ستاسو غلو او بی غیرته خلکو له لاسه که ته زوړ هندو دومره غیرتی یې راشه خپل کلی او کور ته بیا دا خبری کوه په ترکیه که لکه خینزیر پروت یې او له خپلی خیټی خبری کوی

  2. ددی فاسد چورکوونکی غولونکۍ درواغو جهادی او اجنبی غلام سیافګی نه پخوا افغانی غرور او غیرت درلود او نه به را تلوونکی کښی دا افغانی صفتونو خاوند شی ! دی تربیه شوی غلام د نورو تربیه شوو غلامانو سره ګډ د ګډو بادارانوپه هدایت په اتفاق سره دی زیاتره جاهلو تربیه شوو غلامو قدیانیوو طالبانو ته کابل او نور ښارونه پریښودل تاسو د اسلام او د افغان خاوری خائینینو په واسطه د غلام قاتل کمونیستی رژیم وحشت څخه هم وحشت تره دی د تاسو ټولو مضرو مکروبونو څخه باید افغانستان پاک شی ددی ټولو غمناکو مصیبتونو اساسی تهداب د لیونی حریص سرتمبه محمد داؤد خان کمونیستی کودتا په واسطه سره کیښودل شوۍ دی خدای پاک دده په شمول دی ټولو خائینینو دوزخ په نصیب کړی ځکه دوی افغان ملت ته د افغانستان خاوره په اور بدله کړیدی !!!!!

  3. ای منافقه ستاسو د کوستیزنو دلاسه خو دا وطن په کنډواله بدل شو په سلګونه زره ښځی کوندی ماشومان بی پلاره بی موره شول ته د ناټو مفتی به هم الله ته څه ځواب وایی لغنت د ستا په مردار وجدان شی

  4. سیاف ماما ته د خدی د نیکي هدایت وکړي . دا وطن خو ستاسو له لاسه په کنډوالو بدل شو. نه دین شوې او نه د سادین .
    له هغه وخته چې ستا پلار د شورای نظار مشر احمدشاه مسعود مړشو ، تاسو ټول یتیمان شوې . د ولس ښېرا درپسې دي . ان شا‌ءالله ښه ورځ به ونه وینئ .

  5. الله ټولو انسانانوته د نيکي هدايت کړی چي وجدان يي ورکړی، دا سياف څنګه مسلمان ده چي ځان, عزت او خپلي شتمني په اسلامي امارت کي په ختر کي ويني.
    داسوال پيداکيږي چي ايا دا اسلامي امارت جعلي او نه اسلامي ده که خپله سياف د شيطان په جامو کي د اسلام بغاري وهلي او وهي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب