یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پخوانیو چارواکو لخوا د افغانستان د متحدې جبهې اعلانول؛ غوښتنې یې...

د پخوانیو چارواکو لخوا د افغانستان د متحدې جبهې اعلانول؛ غوښتنې یې څه دي؟

تاند:(پنجشنبه، د میزان ۲۷مه) د پرځیدلي جمهوري نظام یو شمېر چارواکو چې تر ډېره په امریکا متحده ایالاتو کې مېشت دي، د افغانستان متحدې جبهې په نوم خپل فعالیت اعلان کړ.

پخواني پوځي چارواکي: جنرال خوشال سادات او جنرال سمیع سادات، د هرات پخوانی والي عبدالقیوم رحیمي، د فراه پخوانی والي مسعود بختور او یو شمېر نور مخکیني چارواکي او د جمهوري نظام منسوبین د دغې جبهې د رهبرۍ غړي ګڼل شوي دي.

لیکوال او شنونکی نجیب ننګیال چې د دغې جبهې له غړو دی ویلي، موخې یې افغانستان کې د جمهوریت راژوندي کول، د ۲۰۰۲ کال اساسي قانون پلی کول، جمهوري او انساني ارزښتونو ته ژمنتیا او افغانستان د وسله والو ډلو له شتون څخه پاکول دي.

یو شمېر خلکو د دغې جبهې اعلان ستایلی، خو ځینو نورو منفي غبرګون ښودلی.

د دغې جبهې یو شمېر مشهورو غړو مخکې په فردي ډول د طالبانو خلاف د پراخو جګړو اعلان کړی و، خو وروسته یې عمل کې څرک معلوم نه شو.

د جبهې له لوري په رسمي ډول نه دي ویل شوي چې دوی به وسله واله که سوله ییزه مبارزه کوي؟

2 COMMENTS

  1. د افغانستان د اسلامی تیر جمهوریت ټول کار کوونکی فاسد، ټامیان او غله نه وو، ځینی پکی ښه خلک و. دهمدی ښو خلکو له برکته کنډواله افغانستان په روښانه، قانون لرونکی، دپوهتنونو خاوند او په نړیواله سطح مطرح هیواد باندی بدل شو، سړکونه، برق، روغتونونه، د اوب بندونه، لاسی صنایع او ښارګوټی ډیر نور جوړ شول چی نن موږ دا ټوله ابادی ګورو، خو یوه برخه یی یعنی مفسدین او قومی ټیکه داران وتښتیدل شتمنی یی دلته د ملت مال شوه. د هماغه رژیم خلکو او روزل شویو انجنیرانو او طبیبانو او فرامسسست او نورو باندی نننی نظام هم چلیږی. دا نوی ډله چی جوړه شوی که دی کی نیکنام کسان د علی احمد جلالی په شان خلکو تر لارښوونی لاندی جوړه او پکې ښه خلک د طالبانو د وطندسوتو څیرو سره یوځای شی طالب ته مدرسی، شوون اسلامی، حج اوقاف، قضا او دمدرسو دینی روزنی چاری ورکړل شی او دپولیسو اداره کی د امر معروف یو تشکیل دوی ته ورکړل شی او هماغه د ۱۳۸۲کال قانون ته اعتبار ورکړل شی او اداره د متخصصو خلکو لاس کی شی نو وطن ابادیږی. جنګ د حل لاره نده، باید هیڅوک بیا مهاجر او ناراض نشی ، کلی بمباری نشی دشپې چاپې بندی او یو ټکی وینه ونه بهیږی څوک سپک شنی د کلیوالو زخمونه ټکور شی او ښارونه د تجارت او پوهې مرکزونه شی اووسله نوره ونه کارول شی.

  2. دا اوس وګوره د افغانستان متحده جبهه. تاسو او خدای چې دا خلک د اعتبار وړ دي؟ دا شرابیان، فاحش، مفسد او جاسوس تش په نوم جنرالان چې نه کوم خاندان لري او نه د څه وړتیا لري د بیا غلا لپاره د امریکایانو خوصوصا سي ای ای په پښو کې ورغښته او لافې ورته ووهلې چې مونږ ملاتړ لرو او هغوی د جبهې اعلانولو اجازه ورکړه. تاسو څه فکر کوئ چې امریکایانو ته ددوی نر ښځه ندي معلوم؟ بعضې امریکایي نظامیان او قراردادیان چې یواځې په وژلو به یې پیسې ګټلې او زیات معاشونه به یې اخستل بیکاره دي او حتی بې کوره شوي نو هغوی ددوی ملاتړ کوي چې ځان ته کار پیدا کړي. لومړی دوی د امریکا نه مبارزه شروع کوي دا عقل مني؟ دوی افغانستان ته بیرته ستنیدی شي؟ هیڅ افغان ددوی ملاتړ نکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب