یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې له پاکستانه ویستل کیدونکو کډوالو ته د موقت کمپ جوړیدل

ننګرهار کې له پاکستانه ویستل کیدونکو کډوالو ته د موقت کمپ جوړیدل

تاند:(پنجشنبه، د میزان ۲۷مه)

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت په ننګرهار کې له پاکستان څخه د په زوره ویستل کیدونکو افغان کډوالو لپاره د موقت کمپ جوړولو خبر ورکړی.

د دغه وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشید ویلي چې دا موقت کمپ د ننګرهار په لعل پوره ولسوالۍ کې جوړ شوی.

د هغه په وینا، په دغه موقت کمپ کې به کډوالو ته لومړنۍ خوراکي توکي او نورې مرستې تنظیم شي.

دغه طالب مقام په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

راپورونه ښیي چې یوازې تېره اوونۍ د تورخم له لارې پاکستان نږدې ۴۰ زره افغان کډوال په زوره له دغه هېواده وویستل.

افغان کډوال هېواد ته له ستنیدو ډېرې اندېښنې لري چې په هغو کې د طالبانو لخوا غچ اخیستونکي اقدامات، اقتصادي ستونزې او نورې شامل دي.

پاکستاني چارواکو د نړیوالو سازمانونو او طالب چارواکو له غوښتنې سره- سره چې د افغان کډوالو د ژر او په زوره ویستو په اړه یې کړې، د پریکړې په عملي کیدو ټینګار لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب