جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهله مزارشریف څخه سعودي عربستان ته د الوتنو پيل

له مزارشریف څخه سعودي عربستان ته د الوتنو پيل

تاند:(پنجشنبه، د میزان ۲۷مه)  په لومړي ځل د مزارشریف او د سعودي عربستان ترمنځ دوه اړخیزه الوتنې پيل شوې.

د یاد ولایت د هوايي ډګر یوه طالب چارواکي مولوي حیات الله صفا وویل، چې د  کام ایر هوایي شرکت له مسوولینو سره یې په ګډه د دې الوتنو د ترتیب په برخه کې کار کړی ترڅو د بلخ له هوایي ډګره سعودي عربستان ته الوتنې پیل شي.

صفا زیاته کړه، چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د بلخ او سعودي عربستان ترمنځ د کام ایر هوايي شرکت دوه اړخیزه الوتنو پيل او په لومړۍ الوتنه کې ۱۲۱ مسافر د جدې ښار ته لاړل.

یو شمېر مساپرو د دغو الوتنو په پيل خوښي ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د دوی د رژیم د نه په رسمیت پېژندلو له امله ډېرو هېوادونو له افغانستان سره مستقیم پروازونه درولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...