یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د فقر او خوارځواکۍ د وضعیت په اړه د خوړو...

د افغانستان د فقر او خوارځواکۍ د وضعیت په اړه د خوړو نړیوال سازمان تازه راپور

تاند: (جمعه، د میزان ۲۸ مه)د  خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، په ۲۰۲۳ کال کې به ۲۹.۲ میلیونه وګړي، چې د افغانستان د نفوس دوه پر درېیمه برخه جوړوي، عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې موندنې ښیي چې د روان کال له مې میاشتې راهیسې په افغانستان کې ۱۵.۳ میلیونه خلک د خوړو په برخه کې “سخت ناامنه” دی.

له دې څخه ، 2.8 میلیونه د خواړو امنیت مدغم طبقه بندی (IPC) کې شامل شوی.

د خوړو نړیوال پروګرام د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې ۱۶.۸ میلیونه خلکو ته د خوراکی توکو مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال سازمان زیاته کړه چې دغه سازمان باید سږ کال لس میلیونو خلکو ته مرستې کمې کړي، په داسې حال کې چې د میلیونونو خلکو ژوند اوس هم له خطر سره مخامخ دی.

دغه سازمان ټینګار وکړ چې د خوارځواکۍ او لوږې د کچې د زیاتوالی د مخنیوی لپاره دوامداره بشری مرستو ته اړتیا ده.

په راپور کې ویل شوي چې د ۳۰ او ۵۰ سلنې تر منځ افغان کورنۍ اوس مهال نه شي کولای په کافي اندازه تغذیه شي.

د طالبانو چارواکو په مشخص ډول د فقر او خوارځواکۍ هېڅ ارقام نه دي تایید کړي، خو ځینې وخت یې له نړیوالو په دې برخه کې د مرستو غوښتنه کړې او ځینې وخت یې په دې تړاو خپاره شوي ارقام له مبالغو ډک او د دوی د رژیم خلاف تبلیغات بللي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب