یکشنبه, مې 19, 2024
Homeداسې هم شتهساینسدرې ستورمزلي په فضا کې له یو کال تېرولو وروسته مځکې ته...

درې ستورمزلي په فضا کې له یو کال تېرولو وروسته مځکې ته راغلل

تاند- لومړنی امریکايي ستورمزلی یا فضانورد، چې یو کال یې په فضا کې تېر کړ، له دوو روسي ستورمزلو سره له نړیوال فضايي تمځي څخه مځکې ته بېرته راغی.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، امریکايي ستورمزلی فرانک روبیو، له دوو روسي ستورمزلو سرګی پروکوپیف او دیمیتري پتلین سره په سایوز () کپسول کې مځکې ته راورسیدل.

مخکې تر دې چې د دوی کپسول په قزاقستان کې پر مځکه کښېني، دوی په فضا کې ۳۷۱ ورځې تېرې کړې وې.

تر پروکوپیف او پتلین مخکې پنځه نورو روسي ستورمزلو په فضا کې یو کال یا تر یوه کال ډېر وخت تېر کړی و.

د پخواني شوروي اتحاد په مهال سرګی اودیو، موسي ماناروف، ولادیمیر تیتوف او والري پلیاکوف تر ۳۶۵ ورځو زیات وخت په «میر» فضايي تمځي کې تېر کړی و.

خو له امریکايي ستورمزلي روبیو سره د پروکوپیف او پتلین ۳۷۱ ورځینی ماموریت په تاریخ کې درېیم اوږد ماموریت ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب