یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد میرویس ظاهر فاتحه؛ طالب مشرانو هم د یوه غیر طالب په...

د میرویس ظاهر فاتحه؛ طالب مشرانو هم د یوه غیر طالب په فاتحه کې ګډون وکړ

تاند:( یکشنبه، د میزان ۹مه) د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په لومړی ځل د دوی یو شمېر مشرانو د یوه غیر طالب افغان سیاسي څېرې په فاتحه کې ګډون وکړ.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملاخیرالله خیرخواه، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور، د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معین مولوي مخدوم عبدالحق او یو شمېر نورو چارواکو د پخواني پادشاه محمد ظاهرشاه د زوی شهزاده میرویس د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی.

سرچینه زیاتوي، چې دوی د دغو مراسمو پر مهال د پخواني افغان پاچا له کورنۍ سره غمرازي څرګنده کړې ده.

میرویس ظاهر د تېرې جمعې پر ورځ په کابل کې د ور پېښې ناروغۍ له امله ومړ.

هغه په ۲۰۰۲ کې له خپل پلار محمد ظاهر شاه سره له اوږدې جلاوطنۍ وروسته افغانستان ته ستون شوی و او تر مرګه کابل کې پاتې شو.

د طالبانو سیاسي کمیسیون هم پرون له هغو نیوکو وروسته، چې یو شمېر خلکو د نوموړي په مړینه د نه غمرازۍ له امله پرې کړې وې، د یوې اعلامیې له خپرولو سره په دې اړه غمرازي څرګنده کړه.

طالب چارواکي سره له دې، چې د افغانستان د معاصر تاریخ هېڅ حکومت ته چندان په ښه سترګه نه ویني، خو د تحریک له پيل سره یې په نویمو کلونو کې دوی د عامو افغانانو د محبوبیت ترلاسه کولو لپاره د ظاهر شاه لښکر تبلیغ شوي وو.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د دوی د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي یو ځل اعلان وکړ، چې د اساسي قانون تر جوړیدو به په موقت ډول د ظاهر شاه دواکمنۍ د ۱۳۴۳ اساسي قانون له ځینو تعدیلاتو سره نافذ شي، خو وروسته ولیدل شول، چې پر دغه اعلان عمل ونه شو.

یو شمېر خلکو د میرویس ظاهر په فاتحه کې د طالب مشرانو د ګډون هرکلی کړی او ویلي، چې دا د طالبانو په یو شمېر مشرانو کې د سیاسي زغم او شعور د پراختیا ښودنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب