Homeخبرونهد کندهار د انارو حاصل او صادرات په کوم وضعیت کې دي؟

د کندهار د انارو حاصل او صادرات په کوم وضعیت کې دي؟

تاند: (یکشنبه، د میزان ۹ مه) په داسې حال کې، چې له پاکستان سره د افغانستان په ختیځه دروازه ( ورخم) کې د سوداګریزو ستونزو د زیاتوالي شکایتونه کیږي، په سویلي دروازه (سپین بولدک) کې بیا د سوداګرۍ د عادي وضعیت او ورڅخه پاکستان ته د کندهار د انارو د ښو صادراتو خبرونه ورکړل شوي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر صدیق مومند ویلي، چې تېره اوونۍ له دغه ولایت څخه پاکستان ته د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵۰ ټنه انار صادر شوي.

په ورته وخت کې، د کندهار د کرنې او مالدارۍ چارواکو ویلي، چې د تېر کال په پرتله د دغه ولایت د انارو حاصل ۱۰ سلنه زیات شوی.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ننګيالی سمون وایي:«سږکال د تېر کال پرتله د انارو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. ان‌شاالله سږکال د کندهار انار د تېر کال په څېر مرض نه‌لري.»

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په کندهار کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو بڼونه شتون لري چې د اټکل له مخې سږکال به ترې نږدې ۳۰۰ زره ټنه حاصلات ترلاسه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...