دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال: دیموکراسي موږ نه منو، مخالفانو...

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال: دیموکراسي موږ نه منو، مخالفانو سره پر څه شي مذاکرات وکړو؟

تاند:( یکشنبه، د میزان ۹ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري بهر مېشتو سیاسي او جهادي څېرو ته په خطاب کې ویلي، چې طالبان دوی سره د مذاکراتو کومه اړتیا نه ویني او په دې اړه کومه اجنډا نه ویني.

نوموړي د پکتیا لپاره د طالبانو د نوي والي د معرفۍ په غونډه کې ویلي، چې طالبان د دیموکراسۍ مخالف دي او په اړه یې مذاکرات نه کوي.

د ده په وینا، نه پوهیږي چې سیاسي او جهادي څېرې د کومې اجنډا او اړتیا له مخې طالبانو سره د مذاکراتو غوښتنه کوي.

هغه زیاتوي:«بهر کې مېشت سياسيون او جهادي مشران غواړي چې مذاکره ورسره وشي، يعنې د مذاکراتو معنا دا چې راځه حکومت راسره جوړ کړه، که دا مذاکره بل فرض اسلامي امارت ورسره ومني، نو مذاکراتو کې خو اجنډا معلومه وي، کله چې موږ په قطر کې له امريکايانو سره مذاکرات کول چې اشغال به ختميږي، اسلامي نظام به راځي… اوس به له دې خلکو سره مذاکرات په څه باندې کوو؟

دغه طالب مقام یادې څرګندونې په داسې مهال کوي، چې په وروستي ځل اوړمه ورځ د روسیې فدراتیف په تاتارستان جمهوریت کې د مسکو فارمټ د پنځمې غونډې پر مهال د سیمې بېلابېلو هېوادونو په غونډه کې له شامل طالب پلاوي څخه په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، چې په غونډه کې یې د خپل پلاوي مشري کوله، د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې وویل، چې د حکومتولۍ په اړه دې طالبانو ته نسخې نه ورکوي.

1 COMMENT

  1. وايی چې ملا غره ته نه ته او ېيږه سمې ته نه راتله او دواړه به يو له بله لېرې ګرځېدل.
    ګرانه ته چې په دې شلو کلونو کې دا زده نه کړل چې هلته خو هغوی ستاسې په شان طالبي و ملايي سيستم نه درلود، بلکې همدا سيکولر، جمهوري نظام او ديموکراسۍ باندې سره راټول او يوځای راڅرخېدل، نو اوس چې ته په ديموکراسۍ باور نه لرئ او نه يې منې، نو بيا پړ څوک دی؟
    پاکستان خو د ولسمشر کرزي او د ولسمشر محمد اشرف غني دواړو وختونو کې د افغانستان د وخت حکومتونو ته دا وړانديزونه په هسې تشو نارسمي پاڼو کول چې تاسې زموږ دا يوولس شرايط ومنئ، نو طآلبان به سملاسي جګړه بس کړي او له تاسې سره به سوله وکړي.
    نو ته د يو انسان او د مدرسې د يو لوستي په توګه خير دی که عقل نه لرې، نو لږ تر لږه شعور خو به لرې چې د دې خبرې موخه څه وه او څنګه يې توجيه کوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب