دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغانستان سپین زر دولتي شرکت په لومړي ځل اروپا ته وچ...

د افغانستان سپین زر دولتي شرکت په لومړي ځل اروپا ته وچ شوي رومیان واستول

 تاند:( یکشنبه، د میزان ۹ مه) په کندوز کې د سپین زر دولتي شرکت له لوري د هېواد له کروندو د راټولو شويو ۱۵۰ ټنه وچو رومیانو لومړۍ محموله اروپا ته واستول شوه.

 د دولتي شرکتونو لپاره د طالبانو د رژیم عمومي رئیس مولوي عبدالحميد اخندزاده وویل، دا د دوی د رژیم لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده، چې د هېواد سبزیجات او ترکاري یې اروپایي هېوادونو ته استول کېږي.

اخندزاده زیاته کړه، د طالبانو رژیم غواړي د واخان له لارې هېواد له اروپا او آسیا سره وصل کړی دی.

 د سپین زر دولتي شرکت رئیس عبدالحفیظ فریاد وویل، په وچو رومیانو سربیره د افغانستان لاسي صنایع هم نورې نړۍ ته صادرې شوې دي.

د طالب چارواکو په وینا، سپین زر دولتي شرکت د تېرو ۲۱ کلونو راهیسې غیر فعال و، چې د دوی په بیا واکمنیدو سره بیا فعال او اوسهال په کې پنبه، د پنبې غوړي، کونجاړه او کاغذي دسمالونه جوړ او پروسس کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب