جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+خراسان د تاریخ په ر ڼا کې؛ ایا خراسان افغانستان دی؟   ...

خراسان د تاریخ په ر ڼا کې؛ ایا خراسان افغانستان دی؟     

                                                                    استاد شهسوار سنګروال

د خراسان په تړاو ډېرو تاريخپوهانو او څېړونکو، ډېرې څرګندونې کړیدي، ولې یو شمېر لیکنو روایتی او سیاسي بڼه خپله کړیده او په هغو روایتونو او شعرونو یې ډېر ټینګار کړي، چې د تاریخ لیکنې له مزاج سره اړخ نه لګوي.

د ساري په توګه فرهنګ د عنصري بلخي (ملک الشعرا) شعر ته په اشاره چې د غزنوی سلطان محمود په ستاینه کې ، د هغه پلاز «غزنه» په اړه کښلی ، کاږلي دي:

خدایګان خراسان به دشت پشاور

  به حمله ای بپراکند جمع آن لشکر [1]

دلته لوستونکی نپوهیږي، چې د لیکوال موخه د «خراسان» له نوم نه د دې نوم لرغونتوب دی او که د یوه دولت او هېواد نوم؟

هره خبره چې وي ویبه، خو که یوازې په شعر د یوه نوم هویت او پېژندنه د تاریخي اوجغرافیوي جوړښت له ارزښتونوپرته دیوه هېواد سیاسي  پوله ټاکي، دتامل وړ دی اوکه داسې وي،نوبیا ولې لیکوال په دغه شعر سترګې پټې کړیدي.

ابو الفرج روني پخپله قصیده کې داسې لیکلی دي:

غزوه گوارنده باد، شاجهان را

    ناصر دین، راعی زمین و زمان را

موکب منصور ا و هنوز به موهند

 برتن افغان تنیده است فغان را

مسعود سعد سلمان بیا په دې اند دی:

نه ګفتم چیز یا رب نه جستم چیز جز رستن

  نه راندم اسب جز پویه ندیدم خلق جز افغان

خاقاني په دې تړاو کښلي دي چې بختیان (پښتانه) افغان او خراسان یانې څه؟

بختیان نفس من که جرس دار شوند

          ازدهان جرس افغان خراسان یابم[2]

داسې لسګونه لاسوندونه، بیتونه او شعرونه موندلی شو، چې په هغه کې د افغان موجودیت څرګند دی، ولي د خراسان حددود او وجود نا څرګند دی … خوشحال خټک وایي:

د افغان په ننګ می وتړله توره

ننګیالی د زمانی خوشحال خټک یم

ولې ځنې نومونه کله کله د  شاعرانو لپاره د ویاړلو کلمو په بڼه یاد استورو، استعارو او کنایو په توګه، ځانګړی ریتم او ارزښت لري ، خو په تاریخي لاسوندونو کې د یوه هېواد سیاسي جغرافیه خپل تعریف لري.

په اصل کې تاریخي جغرافیه د یوه تاریخي کلتوري چاپېریال انځورول دي او معاصر تاریخپوهان، ډېر ټینګار په تعلیلي، تحلیلي او څېړنېزتاریخ کوي نه په دې چې دیوه سیلاني په څېریوازې د نوم په یادولو بسنه وکړي.

هغه تاریخپوهان، چې د اکاډيمېکې پوهې درلودونکي دي هڅه کوي، چې د ساحوي څېړنو (field-work) پر مټ د لرغوني تاریخ په رڼا کې تاریخي پېښی وسپړي او د اوسمهال له ژوند سره یې پرتله کړي، دا ځکه چې په تاریخ لیکنه کې باید له وګړ پوهنې (anthropology) توکمپوهنې (ethnology)، لرغونپوهنې (archaeology) ټولنپوهنې (sociology) او له نورو ټولنیزو او اقتصادي توکونه نه استفاده وشي.

د افغانستان د تاریخي او ملي ارزښتونو په رڼا کې، چې څومره د خراسان د نوم خبره ده، غوره به وي چې تاریخي او جغرافیوي متونو ته سرښکاره کړو:

لومړئ خبره د خراسا ن له نامه نه پیلوو او ډېر څېړونکي پدې اند دي، چې خراسان د لمر خاته (مطلع الشمس) په مانا دی. خور= خریانې لمر او «اسان» یانې ځای … مفاتیع العلوم خوارزمي په دې ټینګار کوي (۷۲ مخ) چې خراسان په پهلوۍ کې د ختیځ  په مانا دی.

د اسلامي پېر ګڼو څېړونکو او تاریخپوهانو د خراسان کلمه، چې له «خر» او «اسان» څخه جوړه ده، هماغه د ختیځ په مانا ګڼلې ده . لوید یځو تاریخپوهانوهم د خراسان نوم د ختیځې سیمی په مانا کارولی دی. دا چې د خراسان د جغرافیې په اړه کومې څرګندونې شویدي، ټول تاریخپوهان بیا په یوه خوله ندي ، ځنو دغه جغرافیه د سیمې په څو ښارونو او ولایتونو محدوده کړېده او ځنو بیا دومره پراختیا ورکړي، چې له مینځنۍ اسیا، سمرقند نه راواخله تر پارس، افغانستان او ان د هند تر نیمې وچې پورې ر سولې اویاد هېوادونه احتوا کوي.

په ارمني ژبه یوه کتاب کښل شوي او انګېرنې دا ښيې، چې موسی خورني (موسس خور ناتسي) په پنځمې زیږدي پېړۍ کې لیکلی دي، چې په بنسټيزه توګه مینځپانګه یې د بطلیموس جغرافیې سره سرخوري، چې د ایران فلات يې په څلورو برخو وېشلی دی، لومړی برخه یې پخپله لویدیځ دویمه برخه یې په سهل کې نیمروز، دریمه برخه یې په ختیځ کې خراسان او څلورمه برخه یې په شمال کې کپکاس په ګوته کړی دي.

په لږ توپير نوم ورکي تاریخپوه د «سیستان په تاریخ کې د خراسان په اړه داسې ډاګیزه کړېده:

«څومره چې شمال پلوته ځو باختر دی، که سهل خواته ځو نو نیمروز دی، ولې منځنۍ برخه په دوه برخو وېشو اول هغه دا، که څومره لویدیځ لورته ځو د ایران ښارونه دي او که ختیځ پلو ته ځو نو خراسان دی.»[3]

د افغانستان د تاریخي جغرافيې لیکوال د دایرة المعارف له قوله کښلی دي: «د خراسان کلمه په ظاهر کې د پارس د ساسانیانو له دورې راهیسې پداسې تعبیر مینځته راغلی ده چې د افغانستان د هېواد یوه برخه د پارس هېواد په ختیځ کې پرته وه، چې په هغې باندې خراسان (مطلع الشمس) نوم ايښی وو.»[4]

عربي او ایراني لیکوالو په وار وار کښلی دي. «خراسان په شپږمې زیږدي پېړۍ کې څلور موهم ولایتونه درلودل، چې اسلامي مورخینو د څلورو سترو( ربعو) نوم ورکړیدی لکه بلخ، هرات، مرو او نیشاپور «الپتګین د لومړي عبد المالک ساماني له خوا د خراسان په سپه سالارۍ وګمارل شو، د نوموړي له مرګ نه وروسته د منصور بن نوح ساماني له امره یې سر غړونه وکړه له خراسان نه د غزني او زابلستان (۳۵۰ ه) په لور رهي شو، چې دغه مهال د غزني واکمن «لویک» وو».[5]

میر محمد صدیق فرهنګ پرته له کوم لاسوند او ر یفرنس نه د خپل کتاب په ۲۱ مخ کې لیکلي دي: «د جغرافیه له مخې خراسان په څلور لارو کې پروت وو، ایران او مدیترانیوي هېوادونه، ختیځ ته هند، او بل لور ته ماورالنهر، ترکستان او چین هېواد وو.»[6]

ولې په همدغه مخ کې څو کرښې وړاندې داسې کاږلي دي، چې د ایران په فلات کې وروستئ ځمکه د خراسان وه، چې د عربو په ولکه کې پرېوته … کله چې د عباس عربو زور او به شو لومړنۍ ناحیې چې د ازادي ادعا وکړه خراسان وو. د دغې ازادۍ لویه ګټه د درې ژبې ادبیات وو، چې لومړی په خراسان او ماورالنهر کې تر سترګو شول او وروسته یې ټول فلات ته لاره پرانسته ، خو دلته دوه خبرې د پام وړ دي، لومړی دا چې د ده موخه د درې ادبیاتو پر بنسټ ښایي تخارستان او یا باختر وي . !؟ دویم دا چې دایران فلات یادوي نو بیا ولې د نیشاپور او په ټوله کې د «پارتیانو» یادونه نکوي؟ امکان ولري، چې د ده د معلوماتو کچه همدومره وه او هغه اسانتیاوي او څېړنیز معلومات چې اوس په واک کې شته، د نوموړي په وخت کې شتون نه درلود .

ولې موږ په تېر کې وویل، عباسیان څه چې امویان هم له سیستانه تر بست پورې د بشپړ واک او ځواک څښتن نه ول.

دا چې عرب جنګیالي څرنګه سیمې ته راننوتل او بیا یې لومړی کومې سیمې د خراسان په نوم ونومولې؟ ښه به وي چې لږ شاته وګورو او پدې پوه شو، چې د خراسان کلمه کله او د چا له خوا د لومړي ځل لپاره وکارول شوه؟

پارت، ساسان او خراسان

پارت (پارتیان) د افغانستان له اریایي قبیلو څخه یو موهم اصلي ټبر وو، چې په دویمه مخزیږدي پېړۍ کې د واک خاوندان شول. دوئ د ساکانو یوه څانګه او یا د هغو سکه تربوران وو.

میرغلام محمد غبار بیا په دې اند دی چې:

«په دویمې مخزیږدي پېړۍ کې دغه سلطنتی کورنۍ پارت خراسان د افغانستان، اصلي اریایان دي او یو شمېر دوئ د «داهای اسکايي» له قبیلې څخه دي. له دوئ څخه «ارشاک بلخي» خراسان ته لاړ، د یوه حکومت او دولت بنسټ یې کېښود او د پارس په هېواد کې د یونانیانو ځای ناستي شول.»[7]اوس نو له دې څخه ښکارې چې د اصلي خراسان سیمې کومې وي؟

پارتیانو چې په کومو سیمو کې واک چلوه، هغه هېواد یې د «پارتیا» په نوم یادوه، چې څلور خواوې په دې ډول وي:

له هریرود نه د خزر تر سمندرګي پورې، چې د «مد یا» له پولو نه پيلېده، په اصل کې له دوه ولایتونو «هیرګانیا» او «پارتیا» څخه، چې د اریانا په شمال لویدیځ کې موقعیت درلود ،جوړو. ولې کله کله په بیلابیلو نومونو او تر ډېره د «پارتیا» پنوم یادېده.

د پارتیا په جغرافیه کې، چې د پارتیانو د واک سیمې وې دغه ولایتونه شامل وو، نیشاپور، توس، جوین، سبزوار، شاه رود، دامغان او د پارس شمال ختیځ ته یو شمېر پرتې ځمکی د ساري په توکه یادولی شو.

دا چې غبار د «پارت خراسان» نوم د یوه مرکب نوم په بڼه کښلی دی، خپله موخه یې نده واضح کړې !؟ ښايي موخه یې دا وي، هغه مهال چې د پارتیانو د سلطنتي کورنۍ موسس «ارساس» بلخي کمزوری شو څو سیمه ییزه حکومتونه مینځته راغلل، چې یو شمېر یې په پار س (اوسني ایران )او یو شمېر نور یې په افغانستان کې جوړ شول.

د ارساس کورنۍ وروستي پاچا ساسانیانو ته د یاغي او باغي خطاب وکړ، که څه هم جنرال اردشیر لا په درې پرلپسې جګړو کې د پارت پاچا «ارته بانوس» په ځانګړي ډول په وروستۍ جګړه کې داسې ځپلی وو، چې بیا یې د «سوسیاني» له ماتې وروسته سر راپورته نه کړ ، که څه هم د پارت «ارساس» کورنۍ یو تن د خسرو په نوم په ارمنستان کې لس کاله نور هم حکومت وکړ.

احمد علي خان کهزاد د پارتیانو په هکله په دغو ټکو ټینګار کوي، چې «پارتیا ن یوه اریایي څانګه ګڼل کېږي او یو باختري (پکت=پخت=پختي) ټبر دی، چې په اوستا کې بخدي د بلخ لرغوني نوم دی .

په ریګوید کې پکهت = پخت زکر شویدی ،ددوئ استوګنځاې د اریانا په جنوب ختیځ د «سپیتاګوناګیري» (سپین غر) په مینځ کې دوی د «پکتیا=پختیا» په نوم نامتو شول …»[8]

د بیستون په ډبر لیکنو کې د لرغوني پارتیا (پرتو=پارتو) نوم د «ت» پر ځاې «ث» کښل شویدی یانې پارثیا=پرثو، چې له پختیا سره اړخ لګوي.

هېرودوت بیا پارتیان د اپاریتي په بڼه کاږلي دي، چې ښايي اوسني اپریدي (اپریتي=اپریدي) وي.

ساسان پخپل وخت کې یو نامتو شخص وه او پخپله یې له یوې نامتو کورنۍ سره تړاو درلود او ده هغه وخت له سلطنتي کورنۍ سره اړیکې ټنګې کړې، چې له هغو سره یې خېښي او خپلوي وکړه.

د ساسان دنده د مزدک خدمت وه او زوی پاپک، چې مور یې بزرنجي سلطنتي کورنۍ څخه وه، د ساسان له مرګ نه وروسته د همغه مزدک مجاور او پالوونکی شو .

زوی «اردشیر» د پوځ قومندان شو، د پارت پاچا «ارته بانوس» ته یې ماته ورکړ او هغه د پارتیا ختیځ ته پرشا شو . دلته دی چې د «خراسان» کلمه د bazrangi سلطنتی کورنۍ په دربار کې یاده شوه، خو کوم ټاکلی نوم او ځاې چې کومې سیمې سره تړاو درلود په ګوته نشو.

د خراسان نوم، د لوري او طرف په مانا وکارول شو، چې موخه ترې ختیځ وه، خو دغه ختیځ نه خارجي وجود درلود او نه جغرافیوي حدود . !؟

کله چې د عربو په برید د اسلام سپېڅلی دین سیمې ته ورسید او دریم یزدګرد له وېرې د اصفهان ختیځ ته مخه کړه، یو ځل بیا عربود خراسان اصطلاح وکاروله .

 په لومړي سر کې چې عرب جنګیالي د یزدګرد په لټه مخ په «خراسان» وخوځید او دا هغه مهال وو، چې لا یزدګرد د اوسني ایران له جغرافیې وتلی نه وه، او عربانو د خراسان پنوم خپل لومړی پوځي پلاز «نیشاپور» وټاکه  .

د ارمني ژبې په تړاو یو کتاب، چې ویل کيږي موسی خورنی (د خورناتسي موسس) چې یو ارمني تاریخپوه دی ،ده خرا سان «له همدان او کومش نه تر مروې ، هرو، کا تا شان ، بژین (ِ غر جستان)، ګوزګان، سمنګان، بامیکان او نورې سیمې په ګوته کړیدی.»[9]

یو شمېر نورو ګڼو څېړونکو له کومش او همدان نه نیولی تر ګوزګان، سمرکند او بلخ بامي پورې ځمکی د خراسان برخه ګڼي . کریستن سن بیا په دې اند دی، چې «له اوسني تهران نه نیولې تر البرز غرونو، همغسې د خزر تر سمندرګي، مرو، د پامیر غرونه، بدخشان، هرات او یو شمېر نورې سیمې د خراسان برخه وه .»[10]

په اسلامي پېر کې عجمی او عربي لیکوالو لکه ابن خرداد، مسعودی، اصطخري، ابن حوقل، احمد بن عمر، ابو زید بلخي، مطهر بن طاهر، یاقوت حموی، احمد بن ورضع یعقوبي، ناصر خسرو قباد یاني بلخی، منوچهري دامغاني او په لسګونو نورو د خراسان په اړه څرګندونې کړیدي، چې په ټوله کې دغه سیمې د خراسان برخه ګڼل شوېده ، خونه یې کوم سیاسي تشکیل درلود اونه هم دکوم هېواد نوم و،لکه خوارزم، تاشکند، سمرقند، طاربند، بخارا، بلخ تخارستان، نیشاپور، فرغانه، سغدانیه، بدخشان، واخان، زرنج، جوین، پوشنج، بادغیس، طبسین، طوس، مرو، سرخس، ماورالنهر له بخارا تر سغدانیه، ګرګان، بامیان او یو شمېر نورې لوې او وړې سیمې د یادولو وړ دی.

ولې ډېر څيړونکي او تاریخپوهان، په یوه خوله په دې ټینګار کوي، چې تر ډېره بریده د خراسان موهم ښارونه نیشاپور، مرو، هرات او بلخ دي،ولې ددغوسیمو لرغونی تاریخ له خراسا نه ډېره تاریخي دب دبه لري .

د عربو جنګیالیو مشر، چې یزدګرد یې له اصفهانه څاره وویل چې هغه مخ په ختیځ یانی خراسان مخته ځي او شاته ډزې کوي . ده  په پای کې ماته وخوړه او د نهاوند له جګړي (۲۰ ه) وروسته په مروه کې له «ماهوي» سوري نه پناه وغوښته .

هغه مهال چې عبد الرحمن بن سمره د سیستان او ارغنداو په ناوه کې پرمختګ وکړ، ولې په مروه کې امیر بن احمر (۴۵ ه) د خراسان یو شمېر سیمې لاندې کړې او یو د بل پسې ربیع بن زیاد حارثی او سعید بن عثمان د خراسان والیان وټاکل شول او له امو روده پورېوتل.

خو کله چې قتیبه ابن مسلم له سیستانه راوګرځېد د خراسان حکمران وټاکل شو او په مروه کې ځاې پر ځاې شو.

 د دې خبرې مانا دا ده چې د خراسان او سیستان سیمې سره بېلې وي او خپل بیل پوځي تشکیل او جوړښت یې درلود.

لکه څرنګه چې د خراسان حکمران قتیبه له مروی نه مخ په باختر او تخارستان پرمختګ وکړ، خو د سیستان په جبهه کې عبد الرحمن بن سمره بست، کش، کندهار، هلمند، د ارغنداب تر ناوې پورې سیمې لاندې کړي. له درېم خلیفه حضرت عثمان (رض) نه نیولې تر اموی او عباسی پېر پورې دغه سلسله روانه وه، تر هغې چې ابو مسلم، سوریان ،استاد سیس هېروي ، حریش سیستانی، محمد د شداد د زوې، او اذروبه د مرزبان زردشتي زوی، د طاهر پوشنج او نورو په مشرۍ په افغانستان کې یو د بل پسې ملي خوځښتونه او پاڅونونه مینځته راغلل د دغو ملي ازادي بښونکو اتلانو په لړ کې یو هم امیر حمزه سیستاني وو، چې د ازادۍ ډګر ته راووت.

امیر حمزه د عبد الله سیستاني زوې پداسې مهال سیاسي ډګر ته راودانګل چې سیمه له سیاسي کړکېچ سره لاس و ګرېوان وه. ده د هارون الرشید والي عیسی بن علي له واکه وشاړه او په زرنج یې بری وموند، دغه اتل چې زرنج ونیو بیا یې په نیمروز کې ځان پیاوړی کړ، نو وې پتیله چې د خراسان پوځي پلاز نیشاپور ونیسي، چې بیا عرب جنګیالی له دې لارې نه پوځی اکمالات ونشي کړي. امیر حمزه له پرلپسې بریدونو وروسته له نیشاپوره بیرته سیستان ته (۱۸۸ ه) راستون شو .

ده پدې پاڅون سره د عباسیانو واکمنۍ سخته وګواښله، نو ځکه خو په خراسان او د سیستان په پلاز نیمروز کې د ازادۍ بیرغونه رپانده شول.


) فرهنګ میر محمد صدیق افغانستان در پنج قرن اخر ۱۸ مخ[1]

) جاوید ډاکټر عبد الحمد اوستا ۱۸-۲۳ مخونه[2]

) د سیستان تاریخ ۲۳ مخ، د افغانستان د تاریخي جغرافې .  مخ[3]

) د اریانا دایرة المعارف ۵ ټوک ۴۸۱ مخ[4]

) همدغه اثر ۶۲۱ مخ[5]

) افغانستان در پنج قرن آخر ۲۱ مخ[6]

) غبار میر غلام محمد تاریخچه مختصري افغانستان ۱۵ مخ[7]

) کهزاد احمد علي د افغانستان تاریخ ۳۷۷ مخ[8]

) تاریخ تمدن ایران ساساني ۳۲۰ مخ[9]

) کرستن سن، ایران در عصر ساساني ۱۷۹[10]

3 COMMENTS

  1. هغوی چې د افغانستان له تاریخ سره مینه لري ، د داسې مستندو لیکنو لوستل ورته ضروري دي . ښاغلي سنګروال ته د الله تعالی اوږد عمر ورکړي .

  2. دسنګروال صیب دغه او دجهانی صیب د خراسان اړوند پرونۍ لیکنه د ټولو هغه ذهنی ناروغانو لپاره غوره نسخه ده چی تر دی نامه لاندی ځانته مستقل هویت لټوی او لدغی لاری خپله غلامی توجیه کوی. دپښتانه ټبر دغه قسم خوړلی غلیمان په هیڅ اړ او غوړ ندی او اوس یی ماغزه دومره خراب شویدی د غلط او سم توپیر هم نشی کولۍ فقط یوازی هره مرداری را اخلی او په پښتنو یی ورشیندی مګر بیخبر لدی چی دوی پخپله په همدی چټلۍ کی تر ستونی غرق دی. کچیری د سقاو د زوی د پاچاهۍ فرمان ته وګوری د اوسنی طالبانی کړنو سره یی یو ویښته توپیر هم نشته مګر که ګوری بیا استاد خلیلی هغه د خراسان عیار ګڼی او ددی برعکس طالبان بیا جاهل اوفاشیستان. طالبان د اوسنی افغانستان د وروسته پاتی والی لوی لامل او د جهالت د لاری لارویان دی چی هیڅوک یی هم نه منی. مګر جالبه دا ده چی غیر پښتانه لږکی بیا د سقاو زوی تبرییه کوی. دغه یو بام او دوی هواوی د دوی د جهالت غوره بیلګه ده. له خراسان څخه د دوی موخه ځانته د کونی ځای موندل دی او بس چی پدی رقم یی هیڅکله هم نشی موندلۍ.

  3. سلامونه،
    مشران جهاني ساب او ورور سنګروال صیب دا څو ورځې د خُر اسان په باره کې ځينې څيړنیزې ليکنې کوي ؛ کورونه ېې ودان .خو که فکر مو وي ، دا نور افغان دشمنه عناصر چې د پخت=پکت=پښتون/اوغان سره حساسیت لري او د بیلابیلو رسنیو او اجڼټانو له لارې خراسان استانیزم! ته پکی وهي لکه فدرام؛مهګک ،بیدانش، … هیڅکله هم نه دي حاضر شوي چې د افغان او افغانستان او پښتنو د امپراطوریو، سلطنتونو او پاچاهیو حدود په نښه یا یادونه ېې وکړي …
    زما په نظر، د دوی تبر ته باید لاستی ورنکړو ؛ یوه منطقه یا ولایت و د خر که اسپ او کچر په نوم و تیر په هیر!!
    -پارت به فکر کوم همدا فارس یا فارث وي چې معربه بڼه ې ده.او د ایران مرکزی ژبنی ایالت ده!!
    زما دپاره تر ټولو پیور او صاف اوپاک قوم د صافي یا ساپي دی ! البته نورو شعوب او قبایلو ته په درنښت ؛ چې له آسترلیا او اندونیزیا نیولې ، هند و سند و کشمیر و پیښور و سوات او کنړ او باجوړ، لغمان او کاپیسا او کوهِ صافي ، بلخ او هرات، طوس او بابوس ، اصفهان او ازمیر؛ عراق او صعودي، قدس او اسپارتا ؛ جرمن او سویس ؛ آن تر کلیفورنیا او لندن …..په ټوله دنیا کښې میشت دي. نه د خرو پروا لري او نه د کچرو…..خه حه هه هه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب