چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهامریکایي استازې: طالبان د خلکو د ژوند ښه کیدو ادعا نه شي...

امریکایي استازې: طالبان د خلکو د ژوند ښه کیدو ادعا نه شي کولای

تاند:( یکشنبه، د میزان ۹ مه) د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې په افغانستان کې د نېمایي نفوس له حذف او د وېرې او جبر کولتور له واکمنولو سره طالبان د خلکو د ژوند ښه کیدو ادعاوې نه شي کولای.

نوموړې دا څرګندونې د طالبانو لخوا د یو شمېر نیول شویو ښځینه او نورو فعالانو د خوشې کولو په غوښتنلیک کې کړي دي.

رینا امیري پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د فعالانو نیول او بندي ساتل د طالبانو لخوا بې عدالتي ده.

په وروستیو کې د طالبانو پر ورته نیونو بیا نیوکې زیاتې شوې دي.

پرون د تعلیمي فعال مطیع الله ویسا کورنۍ خبر ورکړ، چې طالبانو د هغه له نیول کیدو شپږ میاشتې وروسته د نوموړي دوسیه خپلې محکمې ته استولې ده.

د ویسا کورنۍ اندېښمنه ده، چې طالبانو ممکن له هغه څخه جبري اعترافونه هم اخیستي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان تل د بشري حقونو د تامین ادعا کوي او خلکو سره د ناوړه چلند تورونه بې اساسه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب