ډاکټر منقادالرحمن رودوال، کابل
ها پخوانۍ مزه دې نشته
لکه د زرو ګونګري شور به دې کوونه!
کله کله له انسانه توري او لفظونه وتښتي او د احساس د بیان لپاره هک پک شې. زه دا ځل د استاد زیار په ملاقات او خدای پامانۍ کې همداسې وم. استاد زیار ته له ورپیښې اوږدې ناروغۍ وروسته د استاد مخامخ ملاقات خصوصا اکسفورډ ته د تګ په مهال یې د خدای پامانۍ او درد شیپې کله هم داسې نه وې لکه د پخوا په څیر. د استاد دا ځل ملاقات او خدای پاماني له استاده له جلا کیدو وروسته ما یواځې له ځانه سره په هغه اوښکو بدرګه کړه چې هم مې له استاده او هم مې له خپلو ورونو او وریرونو پتې کړې خو نن مجبور شوم چې د څو تورو کرښو په کښلو یې را برملا کړم.
ډیر خوشاله وم چې استاد زیار له ډیرې مودې اوږدې ناروغۍ وروسته یو ځل بیا ددې جوګه شو چې د خپلې میرمن په مرسته له دوه کلونو ډیره موده وروسته کابل ته راغی.
بې له شکه زمونږ فقیرانه جونګړه د نورو فرهنګي دوستانو په مینه او ناسته متبرکه وي او د غریبۍ د شوتلو سابه او سوکړک راسره په مینه خوري خو د زیار صاحب په څیر مشر استاد هم چې اکثره کابل ته راغلی مونږ یې د خپل راتک له ویاړه او کلیوالې مینې نه یو بې برخې کړي.
دا ځل مشر رودوال په سفر و. زه په سویس کې وم شمس الرحمن د جلالاباد په مړي ژوندي کې ډوب و. یواځې استاد رودوال په کور و چې زیار صاحب کابل ته تشریف راوړ. ما یې له فرانکفورته د افغانستان علومو اکاډمۍ کې په فیسبوک تصویر ولید خو تلوسه مې وه چې کابل ته په داسې وخت ورسم چې استاد مخامخ وګورم.
زما له راسیدو سره سم د استاد ایله دوه نیمې ورځې تګ ته پاتې وې او دی او میرمن یې سخت سره مصروف وو خو ځان مې ورورسوه. استاد د خپل اوښي په کور کې و. ماته مې ورور استاد بیت الرحمن رودوال زنګ ووهه چې استاد مې علومو اکاډمۍ او نورو اکاډمیکو منځیو ته بدرګه کړ خو پرله پسې ستا پوښته کوي چې ډاکټر مې ونه لیده. مشر رودوال مې ونه لیده.
زه چې استاد ته ورغلم او روغتیا مې یې وکته او له میرمن مې یې پوره معلومات واخستل زړه نا زړه شوم خو ورته ومې ویل استاده اوس خو ناوخته ماښام دی. تاسو هم خپل مهالویش لرۍ ما خو درسره کیسې و نه کړې څه فکر کوې یوه غرمنۍ ماښامنۍ لا هم زمونږ پوروړی نه یې؟ که لوی کور ته نه راځې دلته لنډ به دې واورو ډير به دې نه په تکلیفوو.
استاد:-
درځم خامخا درځم سبا ماښام درځم خو لوی کور ته درځم غواړم ټول وګورم نه یواځې تا. کتابتون ته مو درځم ستاسو د ماشومانو پښتو ویل مې خوښیږي په لویو کورونو کې ماشومان ژبه ښه زده کوي. بشرا چې وړه وه هم لکه د لویانو په څير خبرې یې کولې.
لنډه دا چې سبا ماښام زه، میرمن مې( استاد شاکره) ، بشرا او الماس په استاد پسې ورغلو او خپل لوی کور ته مو راوست، په لاره کې یې خپل کوچنی بیګ پرانیست بشرا ته یې نانځکه او چاکلیټ ورکړل.
په موټر کې او په کور کې په کتابتون کې یې له ما په عمومي ډول او زما له میرمن یې د پښتو څانګې په اړه پوښتنې وکړې.
د څانګې مشر څوک دی؟
استاده استاد اجمل ښکلی.
ښه ده ښه ده تکړه هلک دی په ژبپوهنه کې هم لیوالتیا لري.ښه دا نجونې خوارکیانې به څه کوي چې پوهنتون ته نه ځي. دا څه لیونتوب دی. سړی حیران شي. ښه ته اوس پوهتتون ته نه ځې نو؟
هو استاده د حاضرۍ امضا کولو ته دوه اونۍ وروسته تر دروازې یو ځل ورځو ځو د نجونو درسونه خو نسته.
ښه ته اوس دې ته ګوره. ته دا ناروا ګوره!
ډاکټره هغه د شمس زوی چیرې دی چې هغه د پاړسیوان په وزن یې چې ویل چې زمونږ استاد پښتووان دی؟
هههههااااا په خپل درانه غږ یې وخندل. هغه خوارکی ملامته نه و ځکه د مکتب ژبه یې پاړسي وه.
ما ورته وویل استاده هغه په کمپیوټر اپلیکشن کې لسانس واخست د چانډیګر له پوهنتونه اوس ماشاالله زلمی دی. هندوستان کې دی.
رښتیا ډاکټره هندوستان دې یاد کړ نهرو پوهنتون پښتو څانګه څنګه خالق رشید دی کتلی؟. ما ورته وویل استاده هلته ماشاالله خالق رشید استاد او خیري صاحب ډیر کار کړی ۲۰۱۹ کې مونږ ورغلي وو. نهرو پوهنتون سوونه پښتو شارګردان لري پښتو ډيپارټمنټ په کانکور ازموینه کې لکه فارسي او نورې ژبې لسانس و ماسترۍ ته شاګردان جذبوي. د نهرو پوهنتون شاګردان ښیسته پښتو خبرې کوي.
څومره ښه شابس. خالق رشید تکړه سړی دی هلته یې ډیر کار وکړ ښه دی چې دا استاد خیري هم ورسره شو له یوه نه دوه ښه دي.
د استاد سره یوه ورځ مخکې ملاقات سره سم یې رانه پوښته وکړه. ډاکټره بیرن پوهنتون ته خو نه وی تللی؟؟
نه استاده بیرن ته تللی وم خو ستاسو پوهنتون ته نه وم تللی ځکه ستاسو د پروژې په اړه نه څوک پیژنم اونه یې تخنیکې او نوره پوهه لرم. (د افغانستان د ژبو د اطلس پروزه). د استاد زیار د دکتورا د وختونو د کار ستره ثمره او ددې پروژې بشپړاوی د استاد یو ستر ارمان.
استاده څنګه یې صحت دې اوس څنګه دی؟
ماشاالله ښه معلومیږي.
استاد:-
کارونه مې ډیر پاتې دي باید راټول یې کړم………
نه می هیریږي استاد زمونږ د میلمستون په لاندخونه کې ورزش کوه. ما ورته وویل ماشاالله استاده تکړه یې ویل یې باید تکړه اوسم تر ۸۸ کلنۍ باید مړ نه شم ځکه پاتې کارونه مې باید تر اته اتیا کلنۍ راټول کړم. دا مې ځان ته مومه ټاکلی. دا وخت استاد ۸۳ کلن و سږکال استاد ۸۶ کلن شو خو متاسفانه د استاد د اوریدو حس اوس کمزوری دی او استاد اوس په کیناستو پاڅیدو کې لاسنیوي ته اړتیا لري او د سفر لپاره همسفر؟؟؟؟؟؟؟.
دا ځل سفر یې له نورو ټولو سفرونو مثتثنی و او بل ځل سفر دې یې الله ج د خیر برکت او صحت سفر کړي. آمین.
استاد زیار د پښتو مډرنې ژبپوهنې په برخه کې د نن او سبا تر منځ یواځینی پل دی. استاد خوشاله و ویل یې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ځوانو شاګردانو رانه د ژبپوهنې په اړه په زړه پورې پوښتنې کولې چې زه پرې ډیر خوشاله شوم چې په ځوانانو کې مې د پښتو ژبپوهنې په اړه دومره لیوالیتا ولیده او په دې ډیر خوشاله شوم چې زما اثار یې لوستي وو.
د سویس په بیرن پوهنتون کې یې د افغانستان د ژبو د اطلس پروژې ته تشویش و. ما ورته وویل استاده زه خوشاله یم چې هلته دې دوه تکړه څیړونکې ډاکټر ظاهر شکیب او ډاکټر صاحب رفیع الله نیازی معرفي کړي. ښه ده چې هغوی ستاسو د کارونو له تسلسله په جریان کې دي.
خو استاد بیا هم خپل تشویشونه لرل ویل یې زما استاد شارل کیفر ومړ. د بیرن پوهنتون ځوان کدرهغومره لیوالتیا نه لري او نه معلومات لري په مونږ هم عمر تیر شو .خو د استاد میرمن راغبرګه کړه چې په سویډن کې مو څو تنه اروپايي ځوانان وکتل چې ډیر علاقه مند وو.
د استاد د میرمنې په وینا زیار په څنګلو او سینه ځحیدلی اوچت شوی. واسطې یې نه لرلې یو کلیوال سړی د خپل زیار په مټ نړیوال شو.
هو!
استاد په خپل همت د روداتو له یو کوچني کلي راووت او تر اکسفورډ پوهنتونه یې پښتو ورسوله او هلته یې هم تدریس کړه.
د همت، زحمت او خواریکښۍ الګو او سمبول . زیار د خپل ښکلي او نادر تخلص یواځينی مصداق دی.
د استاد زیار ډیره علاقه وه چې په جلالاباد کې په خپله یواځینۍ څو ټوټې ځمکه یو کتابتون جوړ کړي. چې ڼوی نسل ترې استفاده وکړي. ویل یې دا به د ژبپوهنی منځی وي خو مالي استطاعت یې اجازه نه ورکوله او تر ټولو سخته خو دا وه چې د مور وطن روغتیايي او چاپیریالي شرایط د درانه استاد وجود او صحت ته ښه نه تمامیدل. دا وطن دومره بې وسه شوی چې د استاد په څیر ډیر عظیم شخصیتونه او خپل اصیل بچي اوس په خپله غیږ کې نه شي پاللی او ددې وطن یو بې وسې ډاکټر ورته له درده نینې نینې کیږي.
لمر ویده دی له مداره ستوري وځي
له ماښامه تر سهاره ستوري وځي
د سپوږمۍ ساقي په غیږ کې یې درنیسه
مرور دي له خماره ستوري وځي
(کاروان)
زما سینې هغه وخت وچ درد وکړ چې دا ځل استاد د معمول خلاف د خدای پامانۍ په مهال په غیږ کې جوخت ونیوم.
ډاکټره زمونږ واټساپونه ورک نه کړې. اړیکه ساته!
ماته د پاچاخان (رح) له جدوجهد هغه لنډۍ را یاده شوه.
د زړه په باغ مې ږلۍ وشوه
دریغه چې بیا سپرلی راځي سپړي ګلونه
سلامونه،
خدای تعالی ته ډېر د شکر ځای دی چې د استاد زیار بابا ،چې ما دویته ماما او کاکا هم ویلې، جوړ ، روغ او هماغه د پخوانیو ټوکو او لارښوونو سره ګورو. دا هم برکت د ډاکټر صیب رودوال او کورنۍ ې دی. کور ودان.
یو شي ته چې بیا دلته ګوته ورته نیول کیږي ، په هیواد کې د حقیقي استادانو، د قلم او کتاب اهل، څیړاندانو او څیړونکو ته د لازمو روغتیایی،اقتصادي شرایطو نه شتون،آکاډیمیک او د هغوی له پوهې او تجاربوڅخه د ګټې نه اخیستلو او یا په قصداََ نه برابرولو دي.
که څه هم دا تیرو شل کلونو کې له اتیا فیصده بدګڼو سره ، لس-شل په سلو کښې ښېګڼې د ښوونې روزنې او لوړو تحصیلاتو کې ځينې لاسته راوړنې شوې وې خو د غیر مترقبه ملايي بدلون رابدلون سره ټول د خلاصه ې کیداني او پنجکتاب پسې پټاو شولې!!
متل دی : سړي که غرونه دي،ښځې ېې اړمونه دي.
اوس نادان ندیم ځان له بیبی مریمې او بي بي عایشې نه فوق ګڼي !!!
دا مې په دې یادونه وکړه چې میرمن زیار هم ادیبه او د استاد د زړښت د لاس همسا ده او د دوی په باب رانازل شوې سوره النسآء ده.
زړه ته رانیژدې استاد او کورنۍ ته ېې پوره صحتونه، خوشحالئ او لا زیاتې بریاوې د اوژد عُمُر سره د یو او لوی الله له درباره غواړم
په پښتنه/افغانۍ مینه
برسلز/ ژېټ د اکتوبر لمړۍ ۲۰۲۳=د ربیع الاول ۱۶.۱۴۴۵=- د تلې یا میزان ۹مه ۱۴۰۲
منلی او ښاغلی ډاکتر صاحب رودوال السلام علیکم .
ستاښکلی او عاطفی لیکنه می ولوسته ډیر زیات اغیز یی راباندی وکړ. تا او درنو وروڼو مو چی د میلمونو کوم قدر او میلمه پالنه کړی، هیڅوک یی نه هیروی. ډیر خواږه خاطرات درڅخه لرو. پوهاندصاحب ډاکتر زیار ته دی الله پاک اوږد عمر ورکړی. ما هم دا څو کاله له نږدی ندی لیدلی، خو هغه وخت می چی د وروستی ځل لپاره ولید، صحت یی ښه و. غواړم یوه موضوع د هیچا هیره نه وی، هغه دا چې: په غالب ګومنان ۲۰۰۸ یا ۲۰۰۹ م. کال به و. استاد خپل پلرنی کلی کی د یوه و فرهنګی څیړنیز مرکز اساس کېښود . یوه ښایسته لوحه څېړنپوه عبدالغفور لیوال ورته پر سپین مرمر جوړه کړی وه: ژبه – ادب
له دی امله چی د دغه مرکز د پرانیستو په ورځ لیوال چیرته ناڅاپی سفر درلود نو دغه د مرکز لوحه یی ماته وسپارله ما او ځواب صاحب د مزینی تر کلی ورسوله .
د پرانیستو دغې غونډې ته یو شمیر لیکوال او فرهنګیان راغلی وو. یوه مشاعره هم وشوه او غرمه مو په کلی کیتیره کړه مازیګر مهال بیرته جلال اباد ښار ته راغلو استاد د خپل ورور کورکی له وراره سره پاتی شو او دوه ورځې وروسته کابل ته راغی . مطلب می دا و چی د یوه څیړنیز مرکز اقلاً یو ابتدایی اساس چې د استاد ارمان و ایښودل شوی، خدای وکړی راتلونکی کی لوی څیړنیز مرکز شی. درناوی
ښکلی نثر دی پښتووان او فارسیوان جالب بريښی