چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهټي ټي پي په پنجاب کې پر پوستې په برید کې ۴...

ټي ټي پي په پنجاب کې پر پوستې په برید کې ۴ پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند(یکشنبه، د میزان ۹ مه) پاکستاني طالبانو په ختیځ پنجاب کې د پولیسو پر یوې پوستې په برید کې لږترلږه یو تن وژلی او ۳ نور ژوبل کړي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د طالبانو له بریده وروسته د پولیسو او وسله والو حملو کوونکو ترمنځ نښته وشوه چې په لړ کې یې دوه حمله کوونکي هم ووژل شول.

د پاکستان د تروریستي ضد پولیسو ویندوی عمران نواز رسنیو ته وویل، دا برید د پنجاب ایالت په میاوالي وشو.

د ده په وینا د تي ټي پي غړیو د پولیسو پر پوسته له بریده وروسته هغه محاصره کړه خو نور پولیس سیمې ته ورسیدل او محاصره شوي پولیس یې وژغورل.

ده د میاوالي د عیسي خېل سیمې پر کوندل تاڼې د حمله کوونکو طالبانو شمېر د لسو او ۱۲ تنو ترمنځ وباله او ویې ویل چې د پولیسو او طالبانو ترمنځ نښتې څو ساعته دوام وکړ.

له بلې خوا د ټي ټي پي ویندوی محمدخراساني د دې برید مسوولیت ومانه.

ټي ټي پي له ډېرې مودې راهیسي د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې بریدونه کوي خو په پنجاب کې ډېر فعال نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب