یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهشېخ ندیم: ښځې خدای داسې د نارینه وو تابع او ورسره نابرابر...

شېخ ندیم: ښځې خدای داسې د نارینه وو تابع او ورسره نابرابر پيدا کړې دي

تاند:( یکشنبه، د میزان ۹ مه) د لوړو زده کړو لپاره د طالبانو د رژیم وزیر شېخ ندا محمد ندیم پر طالبانو د ښځو د حقونو د نقض نیوکو ته دا ځل په غبرګون کې ویلي، چې خدای تعالی نارینه او ښځینه سره برابر نه دي پیدا کړي.

د هغه په وینا، د دوی پیدایښت داسې شوی، چې نارینه به حاکم وي او ښځې به ورڅخه اطاعت کوي.

شېخ ندیم بغلان ته د یوه سفر پر مهال ویلي، چې د طالبانو مخالفان د نارینه او ښځینه وو د حقونو د نابرابرۍ په پلمه د دوی خلاف تبلیغات کوي او ښځې پر نارینه وو لوړ حسابوي.

هغه دا هم ویلي، چې د لوړو زده کړو په برخه کې د بهرنیانو فرماېش نه مني.

شېخ ندا محمد ندیم، چې د طالبانو د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده له تر ټولو نږدې کسانو ګڼل کیږي، وخت په وخت یې ویناوې جنجالي کیږي.

نوموړی د اروپایی ټولنې او یو شمېر نړیوالو سازمانونو له لوري له دې امله، چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډ ګڼل شوی، د بندیزونو په لیست کې شامل دی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی د نجونو پر مخ د ښوونځیو تر شپږم ټولګي دروازې خلاصې پریښي او پاتې نور تعلیمي فرصتونه یې ورڅخه اخیستي.

د دې ترڅنګ دوی له روغتیا او ځینو نورو محدودو برخو پرته ښځو ته د کار اجازه هم نه ورکوي، چې له امله یې په پراخه او نړیواله کچه نیوکو سره مخ شوي.

13 COMMENTS

  1. په انسانانو کې هم خدای ټول برابر ندي پیدا کړي، څه عالمان، عاقلان او په دلیل او منطق برابر خلک وي او ځینې جاهل، بې علمه، بې دینه او د عقل نه خلاص وي چې یوه نمونه یې ته یې ندا ګله.

  2. نديم ګله،
    هسې اپلتې مه وايه.
    ته چې خپله ناپوه (احمق) يې، نو په ټولو خلکو داسې ګومان مه کوه.
    تا د خپل جهالت او ناپوهۍ له امله قرآن د ځان او د خپلې ناپوهۍ تابع کړی کړی، خو داسې نه ده.
    ښځه او نارينه دواړه هر يو ځانته جلا او مستقل مخلوق دي. هر يو يې ځانته جلا او مستقل پيدا کړی او يو پر بل متکي نه دي او نه يو د بل پوره کوونکي (متمم) دي. ځان د دين تابع کړه نه د يوناني فلسفې او داسې اوتو بوتو او ګډو وډو.

    Are women inferior to men? | What the Qur’an says about women with Shaykh Akram Nadwi

    https://www.youtube.com/watch?v=qa7vLA8VPQg

  3. خدای ښځی پیدا کړی چی د نر تابع وی د قران په اساس قران کی واضع ویل چی نر د شاقه کارونو لپاره ده اوښځه یو عاجز مخلوق ده او ټول برابر حق ورکړل شوی ده ښځه باید تعلیم وکړی
    بلخصوص دصحت په بخش کښی دښځو مریضی باندی ښځی پوهیژی دا ما په ساده ژبه ولیکل چی لکه ندیم خر پوه شی
    دندیم ښځه د پنجابی د غولو لپاره پیدا شوی چی مریضه شی پنابی ته یې بوزی چی اول خپل کوتک پکی دننه کړی بیای معاینه کړی

  4. دا تور جاهل ، منافق قدیانی او تربیه شوۍ غلام قاتل سره دده نورو قدیانیو توروجاهلانو تربیه شوو قاتلو غلامانو د له مینځه وړلو لپاره باید ټول ملی او ازادی غوښتونکی افغانانی او افغانان په صادقانه اتفاق سره ددی مکروبونو له مینځه وړلو لپاره سره متحد او افغان ملت ددی وحشیانو څخه ازاد کړی !!!!

  5. له تاند نه يوه محترمانه هيله
    لوفر/ لوپر lopar بې ادبه ته
    د الله تعالی د پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم يو سرسخت بې ادبه
    د تاند له محترمې ادارې څخه احترامه هيله کيږي چې دغه لوفر/لوپر lopar بې ادبه له ډېر وخت راهيسې صراحتًا او علنًا په ډېره سپکه او له ايمان واخلاص خلاص د الله تعالی د پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم سرسخته دښمن او اهانت کوونکی په مکرر ډول د الله تعالی په پېغمبر صلی الله عليه وسلم او کله د هغه په مبارکو بيبيانو او کله ناکله د اسلام د مقدس په نورو شعايرو باندې د خپل کفري او کمونيستي افکارو او د زړه له عناده چې ذهن يې مطلق کفر او نورو ناولو افکارو او عقايدو نيولی په اسلامي شعايرو ګوزارونه کوي او د الله تعالی پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم ته ډېره سپکه لهجه کوي او په ډېره سپک سترګه ورته ګوري.
    دی سرسخته جاهل مرکب او د خدای او د رسول صلی الله عليه وسلم سرسخت دښمن او د اسلامي شعايرو سپکوونکی او اهانت کوونکی تل په مؤمن به اشياو باندې لګيږي. دا د خدای او د رسول صلی الله عليه وسلم دښمن او د هغه د پاکو بيبيانو دښمن تل د طالبانو د يو ناپوه کس څرګندونې د اسلامي مقدساتو پورې تړي او سيده (مستقيمًا) پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم ته منسوبوي او دا جاهل مرکب او د الله تعالی د پېغمبر سخت سخته دښمن او کينه ګر يې په بدل کې پر محمد صلی الله عليه وسلم بريد کوي، اخر دا ولې؟
    داسې بريښي چې دی د يوې ډېرې وروسته پاتې او د خدای او د رسول صلی الله عليه وسلم او د اسلام د مبارک دين د نورو شعايرو سرسخته دښمن او له خدای او له رسوله منکر او بې ادبه، پس فطرته او له اخلاقي او هم له رواني پلوه يو ډېر پليت انسان دی او له دغسې يو پليت موروپلاره پيدا شوی. د ده څرګندونې د ده کورني ماحول/چاپيريال background نه سرچينه اخلي. زه باور لرم که د ده موروپلار او يا يې نورې اړوندې کورنۍ ده ته کورنۍ تربيه ورکړی وای او دی يې په کور کې په هماغه پيل کې سم او با ادبه او با نزاکته تربيه کړی وای، نو ده به دغسې د الله تعالی د پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم په اړه هېڅکله داسې سپکه خوله نه ځوله.
    دی دومره بې ادبه او بې نزاکته انسان دی چې دی په دې نه پوهيږي چې :
    ډوله وهم دې چيرته او غړمبېږې چېرته.
    دا بې ادبه، بې تربيه او سپک انسان بايد پوی شي چې نديم کړنې د اسلامي ارزښتونو استازولي نه کوي.
    هيله ده چې د ده کورنۍ که ځانته مسلمانه، افغانه او هم له اخلاقي پلوه ځانته ښه کورنۍ وايې، نو دا لېونی سپی او هسې بيځايه د الله تعالی د پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم پورې غپونکی سم او لارې ته راولي.
    دا بې ادبه او بې پرنسيپه بايد سم او لارې ته راوستل شي.
    د تاند ادارې خو مخکې دی پوه کړی وو، خو دې پوه شوی نه دی او پوه کول غواړي.
    د بې ادبه زويه،
    ته په کوم دک و دليل او بشري يا انساني کرامت واخلاق په دومره سپک انداز ((محمد عرب)) لهجه کاروې؟
    تا په خپلو کمونيستي زده کړو او افکارو کې همدا لوستي، بل څه نه؟
    دا کمونيستي فلسفه او بشري کرامت وانسانيت او افغانيت دې همدا اجازه درته کوي؟
    اخر ته انسان يې او که بې شعوره ځناور او څاروی؟
    څاروی که عقل نه لري، نو شعور خو لري، خو ته هغه شعور هم نه لرې.

    • بې ادبه او بې تربيه،
      ښه به دا وي چې په سړه سينه دې له مور بي بي وپوښته چې هغه درته خپأه څه وايی؟
      اسلام پر ځای پرېږده، خو هغه به فطرتًا بله بنه له ځآن سره وزغمي، خو دا به ونه زغمي چې نهه، لس او يا دولس مېړونه ولري. ته خو نر شه يوځلې له خپلې مور هم وپوښته چې هغه درته څه وايی؟
      زه باور لرم چې ستا مور بي بي داسې نه وي لکه ته چې يې.
      ته خو امتحانًا يوځل له خپلې خور او لور دې هم وپوښته چې هغوی درته څه وايی؟
      ته نر شه يوځل دا حق دې خپلې خور، مور او لور ته هم ورکړه چې هغوی درته څه وايي؟
      ته خو د عدالت پورې نښتی يې، نو دا بيا عجيبه عدالت دی چې خپلې مور، مور او لور ته بيا د پوښتنې هومره حق هم نه ورکوې. دا ستا پښتو او منطق همدا ايجابوي؟
      دوزخ و جنت او هغه وېره مېره ټول هر څه يوې خوا ته کړه، خو ته يوځلې د خپل عدالت/انصاف له مخې چې ځان منصف بولې، نو دا حق خو د يو پښتون او انسان په توګه د خپل کور دغو نورو ته هم ورکړه. ته څوک يې چې د هغوی استازولي وکړئ. هغوی خپله د خپل حق مستحقې دي. هغوی دې په کور کېنولي او بيا راځې په رسنيو کې د الله تعالی پر پېغمبر صلی الله عليه وسلم پورې نښتی يې.
      ايا همدا انساني کرامت او خدمت دې د دين بس نه دی چې لږ تر لږه دې خور، مور او لور په مياشتېني عادت کې په امن کې ده، کنه والد صاحب به دې په مياشتينې عادت کې هم پورې لګېدلی او په تکليف کې کولی به يې.
      ته خو دې يوځل د خپلې خور، مور او لور هم وپوښتنه چې هغوی فطرتًا په خپله خوښه او يا دې له خپلې مېرمنې هم وپوښته چې په مياشتېني عادت کې څه احساس کوي؟

  6. ګرانه لوفره/لوپره،
    دا د هغه ((محمد عرب)) صلی الله عليه وسلم د راتګ برکت او زموږ ټول بشري/انساني عالم ته د هغه خير وبرکت دی چې رسېدلی دی او دا د هغه ((محمد عرب)) صلی الله عليه وسلم لارښوونه او تعليم (زده کړه) ده چې نن موږ په ګرده اسلامي او نااسلامي نړۍ کې خپلې لوڼې ژوندۍ نه خښوو.
    که دا د هغه لارښوونه او برکت نه وای، نو ستا مور ستا د مور له اړخه نېکه به هماغه له پيدايښت سره سمه په ځمکه ژوندۍ ښځه کړی وای او ته به ترې هم پيدا شوی نه وی.
    ايا دومره شعور او منطق او اسدلال هم تا کې نشته؟
    نور ته له ((محمد عرب)) صلی الله عليه وسلم نه څه غواړې؟

  7. دا خبری د اروپا د زوړ تاریخ یوه برخه وه ، کیدای شی ملا ندیم هغه لوستی وی ، اسلامی دین کی هیڅ څوک د بل تابع ندی پیدا شوی ځکه انسان اشرف المخلوق پیداشوی او صرف د الله عبادت لپاره موظف شوی دی

  8. لوپر لالا
    راځه چي جبهی سره وویشو ؛ په فضلی ته ډزی کوه چي بیا سر پورته نکړی ، دا ندیم جان موږ ته پریږده چي درس ورکړو . ډیره مڼنه
    اوس راځم ملا ندیم ته
    ملا ګله ـ لږ ځان وپیژنه ؛ ځان پیژندنه لوی علم دی ، کورنۍ ، کلی ، اقارب ، مدرسه ، اساتذه ، محیط
    د مدرسی ، لیلیه ، وظیفه ټولول ، دمدرسی اداره او اهداف یی ، له چایی اخلی ؟، څومره مصرفوی ؟
    دکانداری ده که دینداری ؟ بقالی ده که جهاد ؟ سرچینه یی الله او رسول دی که استخبارات او استحمار ؟
    که رښتیا وایی نو واوره ، دین د ټول ملت ،امت او بشریت دین دی ،اکمل دین دی ،الله جل جلاله را
    لیږلی د رحمت او بشارت دین دی ،د اخوت ،ترحم ،خدمت او عدالت دین دی ، ټول مسایل فقهاوو
    تشریح کړی ، امت د نظام ، دولت ،حکومت ، خلافت او اِمارت آفتابی او عالٙمی سابقه لری ؛اوس ملت او اُمت دی ته ضرورت نلری چی یو مجهول الهویت ،اوسنی مبتدی بدوی ملا په نامه د ښځو
    حقونه او یا نور و کی وغږیږی او نظر ورکړی ؛ملت او امت ته دا خبره علمی او اسلامی ارزښت نلری
    او د حل معتمد ، علمی او اسلامی روش دادی چي ټولو علماوو د ملت او امت ته په درنښت منحیث خادم اسلام والمسلمین دعوت ورکړی ـ په هغه صورت کی چي د انحصار ، استحمار او استخباراتی قراردادونو پړی وَشکَوِی ـ بیا دا دعوت ورکولی شی چي فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون ـ د ملت او امت معتبر علما ـ نه حکام ـ را ټول او فان تنازعتم فی شی ءِِ فردوه الی الله والرسول اِن کنتم تومنون بالله والیوم الآخر ذالک خیر و احسن تاویلا دا هم د قرآنکریم صریح لارښوونه ده خو ته انحصار او استخباراتی قراردادونه تر پښو لاندی نکوی ؛ زه نپوهیږم دا کوم اسلام دی چي د ملت او ۵۷ اسلامی ملکونو ، علما یی درسره نه منی ، ته لکه خلقی ملایانو یا لکه چرسی پایلوچانو یواځی ـ ولا تقربوا الصلاه باندی استدلال کوی ؛ د ښځو په ارتباط نور آیات ،احادیث ،فقها
    او محققین عالم اسلام څه وایی هغه سره دا بوجی پارو کار نلری او سویه یی هم لادرکه ده .
    دا ډول ښکرور روش مسلمان نور هم شادی یا بیزو د اجنبیانو ګرځوی کله د مجاهد ، کله د طالب ،کله د داعش اوپه نورو نومو به د پنجابی استخباراتو بقالی ګرمه ؛خو هری خوا ته به ، استحمار شوی
    مسلمان مری ، خو دا میدان د لوبو بندول د ملت په وینو د با هویته عاقل او متدین امیر کار دی .
    وما علینا الا البلاغ یا ایهالمومنون .

  9. لينن او ستالين که لويه منکر او دهريآن ول، خو ستا په شان بې ادبه نه ول.
    موروپلار خو به دې د کمونېزم او د لينن پیروان نه ول، که څنګه؟
    کمونېزم او د کمونېزم فلسفې درته همدا درس درکړی او همدا يې ايله درښوولي چې په هر ځای کې د الله تعالی پر پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم باندې ولګېږه او سپکه لهجه او توري ورته وکاروه؟
    ((محمد عرب …))
    که پلار ونېکه او يا موز دې په تېر کې د افغانستان د خلک ديموکراتيک ګوند غړي ول، نو ايله يې همدا زده کړي وو.
    د ثور له انقلاب مخکې او راوروسته هغه وخت چې تره کی په واک کېناست، نو هغه وخت په ګرد افغانستان او د خلق ديموکراتيګ کمونيست ګوند ټول ټال ايله اته (۸) کسان کمونيستان ول چې هغوی له خدايه منکر خلک ول. له پلار ونېکه نه دې وپوښته چې هغه څوک ول؟
    ختمي به تا ته او ستا کورنۍ ته هغه پاخه اته تنه کمونيستان او له خدايه منکر دهريان او ملحدان معلوم وي چې هغه څوک ول؟
    که ته انسان يې او لږ ذره انساني کرامت او شرافت تا کې موجود وي، نو ته پوهېږې چې دا ستا سپکه خوله او سپکه له عناد او دښمنۍ لهجه ((محمد عرب …)) کارونه ته څنګه توجيه کوئ؟ ته ولې تل د دې ((محمد عربي/عربي محمد ….)) نښتی يې؟
    ولې ته د هغه د بيبيانو پورې نښتی يې؟
    ولې ته نورو شعايرالله پورې نښتی يې؟
    تا ته پته ده چې دې ستا ناولو او بې شرفو کمونيستان څه کړي دي؟
    ته اوس هم لا رسنيو ته راوځې او پر محمد صلی الله عليه وسلم پورې نښتی يې؟
    ته اخر څوک يې؟
    شپه و ورځ خو پېژنې؟
    ځمکه واسمان خو پېژنې؟
    آب وهوا خو پېژنې؟
    اخر ته څه ډول غذا خورې؟

  10. نديمه په د ټولو تالبانو ملايانو کي داسي څوک نشته چي تا غوندي وحشي خپل سرحد ورو وښيي؟
    ستا له خبرو خو داسي بريښي چي د افغانستان اوسني زورواکي ملايان ټول ستا هم نظره دي
    الله د خير پيښ کړي چي اسلام به کومي کندي ته غورزار کړي.

  11. دایې ترټولو مهم وزیر . د عالي تحصیلاتو وزیر . له دا نورو نه به یې د افغانستان ولس څه ګیله وکړي ؟
    د پنجاب دا مزدور لکه چې د انساني مور پرځای له خرې پیدا شویدی.
    ښځه مور ده او د مور تر پښو لاندې جنت دی .
    ښځه خور ده چې کله پر یوه نارینه سخته ورځ راشي ، خور ورته دعا کوي او الله تعالی ورته ټولې ستونځې حل کوي .
    ښځه لور ده ، ستاسو پر کور د رحمت باران اوریږي . ښځه مېرمن ده ، ستاسو کورنۍ تنظیموي .
    د جاپان ، جرمني او سویس د پرمختګ او قوي اقتصاد درلودلو اصلي عامل همدا ښځې دي . دوی په خپل ټول مهارت سره د خپلو هېوادونو په اقتصاد کې قاطع رول لري . د چین د پرمختګ او قوی اقتصاد یو تر ټولو مهم فکتور په اقتصادي برخه کې د ښځو کار او برخه درلودل دي .
    دا رواني مریض باید تداوي شي ، انسانیت او اسلام زده کړي . الله تعالی د ورته دنیکي هدایت وکړي او که د هدایت وړ نه وي ، خدای د زمونږ له مخې ډېر ژر واخلي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب