جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله پاکستان څخه د ملا متقي غوښتنه؛ ستونزې مه رسنیزوئ، په دیپلوماتیکو...

له پاکستان څخه د ملا متقي غوښتنه؛ ستونزې مه رسنیزوئ، په دیپلوماتیکو لارو یې حلوو

تاند:( یکشنبه، د میزان ۹ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د ستونزو پر مهال د رسنیزو څرګندونو پرځای له دیپلوماتیکو لارو کار واخلي.

نوموړي دا غوښتنه د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي آصف علي دراني څخه د روسیې فدراتیف په تاتارستان جمهوریت کې د لیدنې پر مهال کړې ده.

د متقي مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل ویلي، چې هغه او آصف دراني د افغانستان په اړه د ماسکو فارمټ د پنځمې غونډې په څنده کې سره لیدلي.

د سرچینې په وینا، د دغې لیدنې پر مهال د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی هم موجود و.

ویل شوي، چې هغه د طالبانو د رژیم او پاکستان اړیکې ستایلي او د خبرو له لارې یې د دوی د ستونزو پر هواري ټینګار کړی.

په وروستیو کې د طالبانو د رژیم او پاکستان ترمنځ رسنیزې ناندرۍ بیا زیاتې شوي.

پاکستان ادعا لري، چې مخالفې ډلې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه یې پر ضد بریدونه سمبالوي، خو د طالبانو رژیم دا ادعاوې بې اساسه بولي.

2 COMMENTS

  1. مټکي نه خو اورته هم پنجابي یرغمل کړې. دغه موزیان افغاني وینه په بدن کې نه لري د خنزیر 🐖بلا په موزي مرتد د پنجام طالب وګرزه 😡

  2. لکه څنګه چې دا مرتد آصف علی دراني د پنجاب له ډګې لوېدلی ، داسې معلومیږي چې د موټکی په وجود کې به هم د پنجاب مرداره وینه بهیږي .
    خدای د ورته هدایت وکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب