یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد دوه کلنې چوپتیا پای ؛ ډاکټر فضلي: جګړه حل لاره نه...

د دوه کلنې چوپتیا پای ؛ ډاکټر فضلي: جګړه حل لاره نه ده، روڼاندي دې تر یوه چتر لاندې را ټول شي

تاند:(شنبه، د میزان8مه) د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام یوه مطرح چارواکي ډاکټر فضل محمود فضلي، چې د ولسمشر غني له تر ټولو نږدې کسانو ګڼل کیږي، د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته په لومړنۍ مرکه کې پر افغان روڼاندو د یو لاس کیدو غږ وکړ.

هغه په یوه تلویزوني مرکه کې د طالبانو واکمني «استبدادي» ګڼلې او ویلي، چې په اوسنۍ بڼه دوام نه کوي، خو روڼاندي باید تر یوه چتر لاندې را ټول او له جګړې او نیابتي لوبو د افغانستان د ویستو لپاره لاس په کار شي.

فضل محمود فضلي په دې مرکه کې د جګړې له لارې د افغانستان د قضیې د حل مخالفت هم کړی او ویلي، چې د جګړې انتخاب ته مخ اړول، سیمه ییزو استخباراتو ته د جګړې د تمویل او ملاتړ لپاره په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د مخته وړلو فرصت برابروي.

ډاکټر فضلي، چې د افغانستان د چارو ادارې لوی رئیس و، د جمهوري نظام د پرځیدو په اړه هغه ادعاوې بې بنسټه ګڼلي، چې د دغه نظام مخالفانو پر ولسمشر غني او د ده په ګډون پر نږدې کسانو یې اچولې ده.

فضلي په دې مرکه کې طالبان او نور افغان سیاسي لوري د سولې د هڅو ناکامونکي بللي او ویلي، چې جمهوري نظام د سولې هڅو د بریالیتوب کوښښ وکړ، خو طالبانو او سیاسي ډلو د خپلو ځاني ګټو لپاره دا هڅې له ناکامۍ سره مخ کړې.

بي بي سي پښتو، چې له فضل محمود فضلي سره یې د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته په لومړي ځل مرکه کړې، ویلي چې نوموړي پر بېلابېلو مسایلو نورې خبرې هم کړي، چې د مرکې له خپریدو سره به څرګندې شي.

د ډاکټر فضلي دغې مرکې ته د نوموړي مخالفانو او پلویانو بېلابېل منفي او مثبت غبرګونونه ښودلي دي.

5 COMMENTS

  1. ممکن ستا روڼ اندی څه وکولی شی؛ماضی او مستقبل کی یی ځواب لټوو ،نور منتظر یو . والله اعلم

  2. فضلی ګله نه پښتون نه مسلمان یې xxxx خوشې غلد دبیابان یې!
    په کوسونو دځان موړ که xxx د تیر وخت په ارمان یې
    زه دغواړمه قضاته XXX ستا د تیر وخت جزا ته
    که زما لاسته راشې xxx بیا به و ژاړې جزا ته

  3. مطرح شخصیت هههههههه
    دا د کوڅه ډب بچی خو هیچا نه پیژانده او اشرف غني او محب د کومې سوړې نه راپیدا کړ، خو په لږ وخت کې په غلا، فساد او فحاشئ کې مطرح شخصیت شو.

  4. د حقانیانو له دلی خو هم یو حقاني لاس په لاس له شرابو او نجونو سره د پاسپوتونو په دفتر کی ونیول شو، نو هغه حنگه شو؟
    که محب او اشرف غني فضلي له کومی سوری را پیدا کر أو دلته يى راويت، نو دا بل چا او له کوم حايه راپیدا کر أو دلته يى مقرر كر؟
    د شریعت د تطبیق او د سزا پته خو یی ونه لگیده.
    اخلاقی کمیانی خو بیا هر چا کی شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب