جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایران وايي، په دغه هیواد کې د افغان کډوالو شمېر ۵ میلیونو...

ایران وايي، په دغه هیواد کې د افغان کډوالو شمېر ۵ میلیونو ته رسیږي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۵ مه) د ایران د کورنیو چارو وزیر نن ادعا وکړه چې په دغه هیواد کې د دېره افغان کډوالو شمېر ۵ میلیونو ته رسیږي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، احمد وحیدي د کابینې له غونډې وروسته وویل، د کډوالو او بهرنیو اتباعو موضوع د اړوندو ادارو په اجنډا کې مهمه شامله موضوع ده خو په رسنیو کې د کډوالو د شمېر په اړه ناسم معلومات خپرېږي.

ده ونه ویل چې په رسنیو کې د کډوالو د شمېر په اړه څه ویل کېږي.

وحیدي زیاته کړه:«غیرقانوني بهرنیان باید خپلو هیوادونو ته ستانه کړای شي.»

د ایران د کورنیو چارو وزیر همداراز وویل:«په ایران کې شاوخوا ۵ میلیونه افغانان اوسي، د هغوی په اړه ارزونې روانې دي. غیرقانوني اتباع (افغانان) باید له ایرانه وایستل شي او څوک چې اسناد لري، هغوی باید منظم کړل شي.»

په ایران کې د افغان کډوالو د شمېر په اړه د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر تر څرګندونو مخکې د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر تر ۳ میلیونه ډېر وباله او ویې ویل چې د هغوی په منځ کې ۶۰۰ زره په وروستیو دوو کلونوکې پاکستان ته تللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب