د طالبانو د حکومت ویندوی وايي چې د ملګروملتو په پرونۍ غونډه کې د افغانستان په اړه بحث د ده په وینا د دوو کوچنیو موضوعاتو په خاطر منحرف شو.
د ذبیح الله مجاهد په وینا د افغانستان په اړه د ملګروملتو بحثونه د دې پر ځای چې په افغانستان کې عمومي امنیت، عمومي عفوې، سولې، ثبات، اقتصادي پرمختګ، د امنیتي ځواکونو جوړېدو، په داخلي عوایدو د بودجې تهیه کېدو ته ځانګړی شي، « فقط د دوه کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو کابو ټولې ښځې او نجونې له زده کړو او کاره، چې لومړني بشري حقونه ګڼل کېږي، محروم کړي دي.
ذبیح الله مجاهد په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي:«(د دې پر ځای چې) د افغانستان څوکۍ افغانانو ته په سپارلو بحث شوې وای او حل لار ورته پیدا شوې وای. دا چې په دې اړوند هيڅ یادونه ونه شوه او لاهم د فشار او تحمیل په سیاست ترکیز وشو، څرګندوي چې مغرضې حلقې لاهم زموږ سره په جګړه اخته دي او د ملګرو ملتونو سازمان يې هم یرغمل کړی او زموږ په وړاندې يې کاروي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتو د چارواکو په شمول یو شمېر هیوادونو ویلي، تر څو چې طالبانو د ښځو د تعلیم په شان اساسي حقونو ته غاړه نه وي ایښې د دوی حکومت به په رسمیت ونه پېژني.
د ملګروملتو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې روزوا اوتونبایوا هم دا موضوع یاده کړه، ویې ویل« نړیوال مشروعیت له کورني مشروعیته پرته نه شي ترلاسه کېدای.»
د بریتانیا استازي بیا وویل چې باید د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو موضوع مطرح نه شي.
که دا وړی موضوع وی، نو ستاسی یی ولی لویه وی ، دا وړی موضوع ته اولیت ورکړی او اوحل یی کړی چه د هیوادو او نورو ادارو بانی ختمی شی
دا ستاسو وحشیانو ته وړه موضوع ښکاری ټول ملت مو بیسواده کړ دتعلیم او تربیه دروازی مو د ای اس ای په امر بندی کړی د انسانانو او حقوق پوهانو پر ځای مو خر په څوکیو کښنول لاهم دا تاسو ته وړه موضوع ښکاری
د علم، زدکړې او پرمختګ دښمانانو دا څنګه وړه موضوع کیدی شي. تاسو خو د رهبانیت لاره خپله کړې چې خوارج یاست او دا د اسلام معکوس عمل دی. نه څوک تحصیل ته پریږدۍ، نه چاته کار ورکوئ او بیا پدې فخر هم کوئ چې د ښځو تحصیل نړویوالو باندې د فشار له امله کوئ. خرو په نړیوالو د فشار نورې لارې هم شته د افغان نیمایي نفوس چې ښځې دي دوی ته ولې زیان رسوئ. تاسو افغانان نه یاست کنه څوک خپلې پښې په تبر نه وهي. او د اسلام دعوه خو هیڅ ونګړئ ځکه تاسو چې هر څه کوئ دا د ګټو، پیسو او ځان مطرح کولو لپاره دي نه د اسلام لپاره. ځکه تاسو خو قران او حدیث پریښي او د حقانیه مدرسې، پاکستاني منافقو شیخانو چې تاسو ورسره رحمت الله علیه هم زیاتوئ او فتاوې لار تعقیبوئ.
الله مو و شرموه!
لنډه دا چي تر هغو چي کورنی مشروعیت لاس ته راونه وړل شي، بهرنيان که دا نظام مني، دا به د افغانستان پر مړیو د پښو ايښودل وي..
څوک چي په څه نه پوهیږی ، هغه ته ارزښت نه ورکوی لکه د علم دروازی د انسانیت پر مخ تړل .
کار او امور مسلمین نا اهلو ،جاهلانو ،اجیر ،ابن الوقت او هرزه خلکو ته سپارل .
امانات د خالق او خلکو ناکسانو ته تحفه ، شخصی او جاهلی روابطو ته ترجیح ورکول .
اوس بشریت د صحیح او احسن لاری د موندلو لپاره نصوص ،سیرت ، تاریخ خلفا او سیرت سلف
صالح او مُعتبر منل شوی کتابونه د دنیا په ټولو هیوادو کی لری پوهنتونونه او کتابتونونه پری ډک دی، که څوک غواړی چي څه زده او عمل پری وکړی نو د دی عمل د صحیح زده کړی ، عمل او اصلاح
لپاره اول کار لوستل بیا لیکل ، او له سواد او تخصص وروسته کوم څه نوی یا شرح او تفسیر لیکلی شی ، نو چا چي تقریباََ له دوه سوه رشتو نه یواځی ناتمام ملایی لوستی وی هغه څنګه کولی شی د دوه سوه متخصصینو ځای ناستی شی ؟ دا ډیر عمیق او دروند سوال دی چي بشریت یی د حل توان
نلری ؛نو څنګه کیدای شی یو مبتدی یا متوسط طالب العلم د ِ هری څانګی بار دِ امانت هغسی حمل
کړی چي مخلوق ته نافع او خالق پری راضی شی ؛ یو د ټوپک او خط وخال او لوبو نَخری او مکیزونه
دی او بله خوا دِ ظالم بربنډول ،رذایل او عواقب یی چي ملت او انسانیت ، جهل ،زجر ، تباهی ،بی عزتی او فرار ته سوق کیږی خو زموږ شرمښان د مغصوب قدرت تر نیشی لاندی حتی حیاتی ارکانو ته ،دوه وړې مسئلی وایی ـ استغفرالله و اتوب الیه
دې وحشي ځناورو ته د مسلمان په ویلو شرمېږم.
ای کاش ځان ته یې مسلمانان نه ویلی!
ای کاش د دين له نامه یې ګټه نه اخیستلی