شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهانوارالحق کاکړ وايي، افغان طالبان په بیلابیلو ډلو وېشل شوي

انوارالحق کاکړ وايي، افغان طالبان په بیلابیلو ډلو وېشل شوي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۵ مه) د پاکستان صدراعظم انوارالحق کاکړ وايي، له تروریستي ډلو سره د مقابلې لپاره د طالبانو له حکومته توقع له حقیقت سره اړخ نه لګوي.

د پاکستان د لنډمهال حکومت صدراعظم د ترکیې له ټي آر ټي شبکې سره په مرکه کې وویل، د طالبانو حکومت یو لاسی نه دی چې ټول اوامر پکې منظم تطبیق شي.

ده زیاته کړه، طالبان په ختیځ، لوېدیځ، شمال او جنوب کې په څو ډلو وېشل شوي، خو د افغانستان د طالبانو تحریک په نوم یو عمومي چوکاټ هم لري چې ځان اسلامي امارت یولي او عمومي واک لري.

انوارالحق کاکړ وویل، تصور دا دی چې د طالبانو له مرکزي هستې څخه اوامر په ټول افغانستان کې په منظم او شفاف ډول اجرا کیږي، خو حقیقت داسې نه دی.

د پاکستان د موقت صدراعظم په وینا، اسلام اباد د طالبانو په عمومي جوړښت کې له بیلو بیلو او کوچنیو ډلو سره د تعامل په حال کې دی.

ده دا هم وویل چې طالبان په افغانستان کې یوه بلواګره ډله وه چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته یې واک ترلاسه کړ.

ده په عین حال کې وویل چې طالبان وخت ته اړتیا لري او دی هیله لري چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې له ننګونو سره سره د «تروریستي» ډلو د له منځه وړلو لپاره تعامل موجود وي.

3 COMMENTS

  1. د پنجابي کاکړ دا خبرې د یو مستقل هېواد په کورنیو چارو کې مخامخ مداخله ده . دې چاپلوس او غوړه مال له ملا بابر او حمیدګل نه هم ډېر مرچ بارکړیدي . عمران خان خو پړمخې ولوېد ، د تا هم همدا لار ده .

  2. واقعت هم دغسي دی طالبانو کي اکثره ګروفونه د پاکستان غلامي نه مني کم شمیر وطن پروشان سته.
    نو ځکه کاکړ حرامي بیریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب