جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+له ۱۰ درملو سره کافي مه څښئ

له ۱۰ درملو سره کافي مه څښئ

تاند- کافي یا قهوه د کافین د لرلو له کبله پر ګڼو درملو منفي اغیز لري او د دې سبب کېدای شي چې د بدن له لوري د درملو د جذبېدو مخه ونیسی.

اکثره خلک عادت دي چې سهار کافي څښي خو د طب څېړونکي وايي چې له درملو سره یوځای د کافي څښل په بدن کې د درملو اغېز منفي کموي.

یو شمېر څېړونکو پر یو بل د درملو او کافي د اغېز په اړه څېړنې کړي او ورته څرګنده شوې چې کافي د اکثرو درملو اغېز کموي خو دا لس درمل په ځانګړي ډول د یادولو وړ دي.

د ترایید له درملو لکه لووتیروکسین او نورو درملو سره، چې د هورمونونو د انډول لپاره خوړل کېږي، مه څښئ.

د زوکام یا الرژۍ له درملو سره یې هم مه څښئ.

د شکر یا قند له درملو سره په یو وخت د کافي څښل د دې درملو اغېز خورا کموي.

په امریکا کې څېړنو معلومه کړې چې نه یوازې کافي بلکې هر هغه شی چې د کافي په شان کافین لري، په وینه کې د انسولین او قند اندازه زیاتولی شي او د شکر ناروغ ستونزه نوره هم ممکن زیاته کړي.

د الزایمر یا هېرې د ناروغۍ له درملو، لکه ریواستیګمین او ګالانتامین سره د کافي څښل د دغو درملو اغېز کمزوره کوي.

د ساتنګۍ له درملو سره هم کافي ښه نه ده چې وڅښل شی.

د هډوکي د ورستوالي د درملو خاصیت هم تر ډېره له منځه وړي.

هغوی چې د ژور خپګان درمل خوري، پکار ده چې درمل له کافي سره ونه خوري.

د رواني ناروغیو، لکه سکیزوفرني، ذهني پریشاني او نورو ناروغیو له درملو سره هممهاله باید د کافي له ځښلو ډډه وشي.

د وینې د فشار له درملو سره هم باید کافي ونه څښل شي.

د خوب له درملو سره هم د کافي څښل ښه نه دي او د دې درملو اثر له منځه وړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب