Homeخبرونهپه عراق کې په یوه واده کې اورلګېدو تر ۱۰۰ ډېر کسان...

په عراق کې په یوه واده کې اورلګېدو تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه کړي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۵ مه) د عراق په شمال کې په یوه واده کې د اور لګېدو په پېښه کې تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د عراق دولتي رسنیو د چارواکو په قول ویلي چې دا پېښه هغه مهال وشوه چې د واده برخوالو په سالون کې اورلوبه کوله.

دا پېښه د عراق د موصل په ختیځ کې په جمدانیه سیمه کې شوې ده چې اکثره اوسیدونکي یې مسیحیان دي.

ویل کېږي چې د واده سالون له داسې موادو جوړ شوی و چې په اسانه یې اور اخیست.

ویل کېږي چې په وژل شویو کسانو کې زوم او ناوې هم شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پوهنې اتل او غوره مدیر | حبیب وقار

نومیالی هغه دی چې په بهرنیو ماڼیو کې د اوسېدو پر ځای د خپل کور او کلي د خټینو کورونو پر ماڼۍ کولو فکر...