شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د هېواد سیاسي مشرانو ته مېلمستیا ورکړې ده

ولسمشر غني د هېواد سیاسي مشرانو ته مېلمستیا ورکړې ده

تاند، پنجشنبه، د جوزا لومړۍ: ولسمشر غني تېره شپه د هېواد ټول سیاسي مشران د نیک نیت له مخې په ارګ کې له خپله اړخه جوړې کړې میلمستیا ته وربللي وو.

په دغه مېلمستیا کې د مصالحې شورا رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشرحامد کرزي، د سولې عالي شورا رئیس کریم خلیلي، د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا، یونس قانوني، محمد محقق، باتور دوستم، زلمي رسول، حمد الله محب، یوسف غضنفر او نورو ګډون کړی و.

په ټولنیزو رسنیو کې له دغې لیدنې وروسته له ولسمشر سره د سیاسي مشرانو د مجلس او دلکشاه جومات کې په ګډه د تراویحو د لمونځ انځورونو د ولس تر منځ د خوښۍ څپه راپورته کړې ده.

ګڼو فیسبوک کاروونکو له ټاکنیزو جنجالونو وروسته په یوه ټغر د سیاسي مشرانو دا ډول راټولېدنه هیله بښوونکې او د دښمن لپاره زړه ماتوونکې بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د حامد کرزي او استاد سیاف په منځګړیتوب د ارګ او سپېدار تر منځ روغه جوړه وشوه او عبدالله له ټاکنیز جنجال څخه د تېرېدو په بدل کې د سولې د چارو مشري او د مصالحې شورا ریاست ومانه.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب