تاند، پنجشنبه، د جوزا لومړۍ: په ننګرهار کې د چپرهار پر ولسوال او د مشرانو جرګې د مشر فضلهادي مسلمیار پر ورور صدیق دولتزي باندې ځانمرګی برید شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیانی پر ښاغلي دولتزي برید تاییدوي او وایي، چې دا برید د جلال آباد ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د فارم هډې سیمه کې رامنځته شوی دی.
د خوګیاڼي په خبره ځانمرګی غالبا ۱۶ کلن خام عمر هلک و چې د ولسوال د موټریز کاروان سره یې ځان وهلی چې په برید کې خپله ولسوال صدیق دولتزی او زوی یې صادق ټپیان شوي دي.
بل لور ته د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، چې د ولسوال او ځوی روغتیایي وضعیت یې ښه دی او د مرګ له ګواښ بچ دي.
د برید مسولیت تراوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی .
کله چې د هیواد بچو ته مرګ ژوبله رسیږي، او همدغه چارواکي یې په ډیره آسانۍ سره د تلفاتو شمیره یاده کړي، او پر سبا یې هر څه هیر وي، همدا رنګه که د چارواکو خپلوانو او دوی ته کوم درد تکلیف رسیږي، نو باید هغه مهال د اولس درد هم درک کړي .