جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهترکیې د پخوانیو افغان تنظیمي مشرانو غونډه لغوه کړه

ترکیې د پخوانیو افغان تنظیمي مشرانو غونډه لغوه کړه

تاند(سې شنبې، د سنبلې ۲۱ مه) د ترکیې حکومت د افغانستان په پخواني نظام کې شاملو زورو کسانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په استانبول کې غونډه وکړي.

د عبدالرشید دوستم، محمد محقق، یونس قانوني، سلاح الدین رباني، ضراراحمد مقبل او فوزیې کوفې په شمول پخوانیو تنظیمي مشرانو او د هغوی پلویانو غوښتل چې «په افغانستان کې د تلپاتې سولې او اغېزمن سیاسي نظام» په نوم غونډه جوړه کړي.

د ترکیې حکومت ویلي چې دا غونډه یې په سیاسي او امنیتي دلایلو لغوه کړې ده.

ټاکل شوې وه چې دا غونډه پرون (دوشنبې) په استانبول کې په حضوري ‌ډول جوړه شوې وای.

د ترکیې د حکومت یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې پخوانیو افغان تنظیمي مشرانو په خپله غونډه کې پر جنګي مسایلو هم خبرې کولې.

د ترکیې د حکومت سرچینې وايي، په پیل کې ترک چارواکو له دې غونډې سره موافقه کړې وه، خو په وروستیو شېبو کې یې وویل چې د پخواني حکومت چارواکو ته د غونډې د دایریدو اجازه نه ورکوي.

د ترکیې حکومت رسماً د دې غونډې د لغوه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

عبدالرشید دوستم، محمد محقق او یو شمېر نور پخواني طالب ضد عناصر په ترکیه کې اوسي. دوی په استانبول او انقره کې لوکس او څو میلیون ډالري کورونه اخیستي او ځینو یې په ترکیه کې برنسونه پیل کړي دي.

دوی تر دې پخوا څو ځلې انلاین غونډې کړي خو دا لومړی ځل و چې په حضوري ډول یې یوه نسبتاً لویه غونډه جوړوله.

2 COMMENTS

  1. بهترین کاری کړی ده دا ټول غله او ناموس فروشان غواړی چی دافغان ملت یوار بیا د غم په ټغر کښینوی او د خلکو ځامن د مرګ کندی ته ټیل وهی او دوی خپله په اروپا او امریکا کی خپل شراب او کباب خوری ټول افغانان باید په دی پوه شی چی دا بګیل شوې ګیدړان نور د وطن په درد نخوری اول دوی خپله باید راشی او طالب سره دی مخامخ وجنګیژی بیا د دخلکو ځامن وهڅوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب