جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههند په ۲۲۸ منډو پاکستان مات کړ

هند په ۲۲۸ منډو پاکستان مات کړ

هند د کرکټ ملي لوبډلې پرون (دوشنبې) په اسیا کپ سیالیو کې پاکستان ته په خورا لوی توپیر مانه ورکړه.

د دوو ټیمونو لوبه چې د یکشنبې په ورځ د باران له کبله وځنډېده. پرون (دوشنبې) د هند لوبډلې په داسې حال کې چې یوازې ۲ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ۳۵۶ منډې وکړې.

د هند له لوري د دې ستر هدف په ټاکل وکې د ویرات کهولي او کې ایل راهول سیلزو لوی رول درلود.

له پیله څرګنده وه چې پاکستان دا لوی هدف نه شی بوره کولی.

د پاکستان ټول لوبغاړي په داسې حال کې چې یوازې یې ۱۲۸ منډې کړې وې، وسوځېدل. او په دې توګه هند دا سیالي په ۲۲۸ منډو وګټله.

هند د اتلولۍ لپاره باید سریلانکا او بنګله دېش ته هم ماتې ورکړي خو پاکستان له وړاندې بنګله دېش مات کړی او پایلوبې ته د وتلو لپاره باید یوازې له سریلانکا مسابقه وګټي.

1 COMMENT

  1. دتاند د کارکونکي دې خداى تل خوښ لرى چې دا ښه خبر چې راباندې ولوست پنجاب دې دغه ډول په هرډګرکې مات وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...