جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد علي وزیر ضمانت ومنل شو

د علي وزیر ضمانت ومنل شو

تاند(سې شنبې، د سنبلې ۲۱مه) د اسلام اباد تروریستي ضد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر او د پاکستان د ملي جرګې د غړي علي وزیر ضمانت ومانه.

حاضردمه د باره کهو تاڼې په دوسیه کې د علي وزیر ضمانت منل شوی خو که بله پلمه ورته جوړه نه شي، ممکن نن له زندان څخه خوشي شی.

د ده ضمانت د اسلام اباد ترهګري ضد محکمې پرون ومانه.

له علي وزیر سره هممهاله د پښتون ژغورنې غورځنګ د څلورو نورو فعالانو کامران خان، محمد نور زاده ، اولس يار او سيد بادشاه ضمانتونه هم  منل شوي دي.

على وزير، د بشرى حقونو فعاله او وکيله ايمان مزارى او د پښتون ژغورنې يو شمير نور فعالان د اګست په ۲۰ مه په اسلام اباد کي د پښتون ژغورنې غورځنګ له يوې غونډې دوه ورځې وروسته د ترهګرۍ ضد محکمې د بغاوت، ترهګرۍ او بې د اجازې د غونډې د جوړولو په تور نيولي وو.

د بشري حفونو فعاله ايمان مزارى د سپټمبر په ۲ مه د ترهګرۍ په يوه تور له نيول کېدو وروسته په ضمانت خوشي شوه.

د پاکستان د بشرى حقونو خپلواک کميسیون، د سترې محکمې د مدافع وکیلانو ټولنې، د خبريالانو ټولنو او د مدنى ټولنې فعالانو د ايمان مزارى نيول په سختو ټکو غندلي و او د هغې د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه خو د على وزير په اړه یې څه نه وو ویلي.

دوی د پي ټي ایم په غونډه کې په زور د خلکو د بې درکه کېدو او په دې کار کې د پوځ د لاس لرلو په اړه ویناوې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب