یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+ګلداره فراغتونه او اغزن واقعیتونه| محب الله طارق

ګلداره فراغتونه او اغزن واقعیتونه| محب الله طارق

د فراغت وروستي جشنونه او مېلې، چې د هېواد له ښوونځيو، مدرسو او نورو تعليمي مرکزونو فارغېدونکي ځوانان يې کوي، دومره مصرف لري چې زمونږ د ټولنې له اقتصادي او کلتوري وضعيت سره اړخ نه لګوي او د زده کړو‌ اوسني کيفيت ته په کتو هيڅ ډول معنوي او اخلاقي جواز هم نه لري. د خوښۍ په مراسمو کې تر يوه حده مصرف او تفريح کول طبيعي عمل دی، خو متاسفانه زمونږ ځوانان نن سبا پدې چاره کې د افراط کچې ته رسېدلي.

فارغ شويو ځوانانو ته د ګلپوش موټرونو راوستل، د غاړې د ګلانو انبارونه جوړول، کيک پرېکول، سپينو جامو کې لاسليکونه کاږل او بيا د دغو مراسمو فېسبوکي نمايشونه او سيالي کول هغه څه دي چې زمونږ د ټولنې له عيني واقعيتونو سره په ټکر کې واقع دي.

په فراغتونو کې تر ټولو نا اړين کار همدا د پلاستيکي ګلانو او ګلپوشونو رواج دی چې د خلکو ټول فکر او توجه يې د اولادونو د زده کړو د کيفيت او د هغوی د لياقت پر ځای فقط د دوی فارغېدو او له نورو سره دغه ډول ګل‌داره رقابتونو ته اړولې ده.

د اکثرو کورنيو مشران پدې اړه هېڅ فکر نه کوي چې د اولادونو تعليمي سويه يې څه ډول ده؟ په درسونو کې زحمت باسي يا نه، ذهني وده يې مثبته ده که منفي او يا دغه دولس کالونه چې يې ښوونځي ته په تلو او راتلو تېر کړي دي، ارزښت يې لري که نه؟ خو د فراغت په ورځ به يې له ټولو مخکې خپلو بچيانو ته نوي کالي هم ګنډلي وي او موټر به يې هم ګلپوش کړی راوستی وي چې چاته کم رانشي. ښوونځيو ته د ګلپوش موټرونو راوستل سره له دې چې کوم معنوي امتياز ندی او وچه ځان ښودنه ده، په ښارونو کې د زيات ازدهام او بيروبار سبب هم جوړېږي چې عام ښاريان ورسره په تکليف کېږي او حتا ځينې وخت د ترافيکي پېښو سبب هم ګرځي.

په سپينو کالیو يادښتونه ليکل او لاسليک کول يو بل نوی دود دی چې په ډېرې چټکۍ سره زمونږ د تعليمي اقشارو په منځ کې رايج شو. دغه دود چې زمونږ په ټولنه کې ډېره مخينه نه لري، په لومړيو کې يوازې د طب پوهنځي فارغانو ترسره کاوه چې ډېر ژر نورو پوهنځيو ته هم کاپي او وروستيو دوو درېيو کلونو کې د ښوونځيو تر فارغانو پورې هم را ورسېدۀ.

په لومړي قدم کې خو د ټولو زده کوونکو اقتصادي وضعيت يو ډول ندی چې ټول يو رنګ کالي وګنډي او بيا يې په لاسليکونو او يادښت ليکلو سره له دويم ځلي اغوستلو وباسي، بلکې په ټول ټولګي کې به لس سلنه زده کوونکي هم نه وي چې د دغسې دودونو له باره دې وتلی وشي.

له بل پلوه هغه ځوانان چې پلرونه يې غريبکاران دي يا هغه زده کوونکي چې د وطن بدمرغيو ترې پلرونه اخستي او نشي کولای فراغت غونډې ته ګلپوش موټر راولي يا ډېر خپلوان او قريبان ورته ګلان واچوي، نو طبيعي ده چې د کمترۍ احساس به کوي او ځان به د نورو ملګرو او ټولګیوالو په وړاندې کم ورته ښکارېږي‌. دغه وضعيت د ناچارو او بې‌وسو زده کوونکو په رواني حالت ډېرې بدې اغېزې پرېباسي.

له بده مرغه چې غير سالمو رقابتونو، سياليو او تربګنيو د ژوند د نورو برخو په څېر زمونږ په تعليمي بهير هم سيوری غوړولی چې خورا منفي پايلې به له ځانه سره ولري.

بل تريخ واقعيت دا دی چې په تعليمي مرکزونو خصوصا دولتي ښوونځيو کې د زده کړو کيفيت او معيار نهايت ټيټې کچې ته رسېدلی چې د ډېرې اندېښنې وړ دی. که پدې برخه کې يوه دقيقه څېړنه ترسره شي، وبه موندل شي چې د يوۀ ټولګي په پنځوسو او شپېتو تنو زده کوونکو کې په سختۍ يو يا دوه تنه د عالي او پنځه يا شپږ تنه د منځنۍ کچې لياقت لرونکي دي او د پاتې نورو تعليمي سويه په تدريجي ډول دومره ښکته ځي چې ليک او لوست به هم په ډېرې سختۍ کولای شي. د تعليمي نظام دغه ډول بې کيفيته، غير معياري او غير مسئولانه جريان او ټوله کې د معارف کمزوری حالت په واقعيت کې يو ناورين دی، چې مونږ ورسره مخ يو. پردې سربېره هم دغه ډول ګرمې نمانځنې او غير لازمي کړنې چې پورته ذکر شوي دي، په ناورين کې ناورين ګڼلی شو.

يوازې ښوونځي او د عصري زده کړو خصوصي کورسونه ندي چې د دغه ډول ناقصو پروګرامونو ښکار دي، بلکې د ديني زده کړو مدرسې او مرکزونه هم د شهرت او ريا په ناروغۍ اخته شوي دي. په هېواد کې د سياسي نظام له تغير سره د ديني مدارسو دستاربنديانې «فراغت غونډې» په بې مخينې ډول زياتې شوې چې متاسفانه اکثريت يې رواجي، رقابتي او رياکارانه بڼې لري. ډېرې داسې بېلګې موجودې دي چې د طلباو «مدرسې شاګردانو» درسونه لا نيمګړي وي او ختمونه يې نۀ وي پوره شوي، خو ددې لپاره چې ګلان ورته غاړه کې واچول شي او فراغت غونډه قوي راشي، شاګردان د فارغانو په کتار کې درول کېږي او په عامه اصطلاح مصرف يې پاس کېږي. د مدرسو مهتممين د غونډو د جوړولو په خاطر هم له طلباوو «زده کوونکو» پيسې راټولوي، هم له عامو خلکو چنده کوي او هم له شتمنو او پانګه والو غواړي چې ددوی د برنامو مالي ملاتړ وکړي؛ پداسې حال کې چې دغه ډول ګزاف او بې‌ضرورته مصارف او بې‌وخته فراغت غونډې هيڅ ډول شرعي جواز او امتياز هم نه لري.

لويه بدمرغي بيا دا ده چې زمونږ د دغو مصارفو نيت لږ د خپلو ځوانانو د هڅونې او ډېر له نورو سره د سيالي کولو، تربګنيو او ځان ښودلو لپاره وي، که دغه معادله برعکس هم وی، مونږ به دومره ډېر اندیښمن او ګيله‌من نۀ وو.

البته زه يو مخ ددغو رواجونو او پروګرامونو رد نه کوم، خو پکار دا ده چې مونږ بايد له هرې پديدې سره سنجيده او عاقلانه برخورد وکړو.

يو بل اغزن واقعيت دا دی چې د ټولنې د نورو اقشارو په څېر له تعليمي مراکزو فارغېدونکي ځوانان هم سختې ناهيلۍ پسې اخيستي، د افغانستان په نوم جغرافيه کې خپل راتلونکی برخليک ډېر تياره ويني او اکثريت يې د هیواد د پرېښودلو په فکر کې دي. له هېواد نه د وتلو اجنډا که څه هم نن سبا د هر وطنوال په فکر کې شته ده، خو نوي ځوانان او لوستی قشر چې د هېواد اصلي سرمايه ده، تر بل هرچا ډېر هڅېږي ترڅو له هرې ممکنې لارې چې وي، وطن پرېږدي او ځانونه د هوسا ژوند په هيله د نړۍ پرمختلليو هېوادونو ته ورسوي. لدې کار سره هغه بشري انرژي چې بايد افغانستان کې مصرف شي، بېرون وځي او هغه فصلونه چې پدې خاوره کرل شوي، ثمره يې نور هېوادونه ترلاسه کوي.

تر هرچا وړاندې د اړوندو دولتي ادارو مکلفيت دی چې پدې اړه د ښوونځيو او نورو تعليمي ادارو مسئولينو ته سپارښتنې وکړي ترڅو په راتلونکي کې د زده کوونکو ددغه ډول گزافو مصارفو د مخنيوي په خاطر لاس په کار شي. د ښوونځيو مديران او مسئولين پخپله هم بايد د خلکو اقتصادي حالت ته په کتو هغسې پروګرامونه تنظيم نکړي چې لمانځل يې د زده کوونکو په توان کې نه وي. ددې پر مصرفه مېلو او چړچو په ځای بايد د زده کړو کيفيت او معيار ته توجه وکړي. وړ او مجرب کادرونه په استادي وګمارل شي، درسي توکي پوره کړي او مناسب چاپيريال رامنځته کړي ترڅو په طبيعي شکل د زده کړو موثريت پورته لاړ شي.

د زده کوونکو کورنيو او مشرانو ته بايد پوهاوی ورکړل شي ترڅو ددغسې ناسمو کلتورونو له قيد نه ځانونه خلاص کړي؛ له نورو سره د ناسالمو رقابتونو په ځای د خپلو اولادونو راتلونکي ته پام وکړي. د رسنيو کارکوونکي، ټولنيز فعالان او روڼ اندي د عامه پوهاوي کولو مسووليت لري، ترڅو دغسې ټولنيز رنځونه له منځه يوړل شي او يوه سالمه ټولنه رامنځته شي. زده کړې او پوهه زمونږ د بحرانونو ځپلې ټولنې، وروسته پاتې او ويجاړ هېواد د بيا پورته کېدو او بقا يوازينۍ لاره ده. معياري زده کړی بايد زمونږ لومړيتوب وي، په هر قيمت چې وي، د کيفيت ښه کېدو او پرمختګ لپاره يې مبارزه پکار ده.

3 COMMENTS

  1. ګران ورور طارق صاحب لویې تعلیمی او تربیتی نقیصی ته امراء ،علما او والدین ور بللی چي د سالمی اداری او اهل کار دِ کار نتیجه نده ، بلکی هر چا ته په روابطو ،بی له اهلیت ،هغه هم تر ټولو اهم کار ؛دِ سالم او مفید انسان تقدیمول ټولنی او ملت ته ، سپارل لوی خیانت دی نه یواځی له ملت سره ،بلکی د بشریت سره لویه جفا او ظلم دی، چي دا نا روا نه یواځی ڼن تحمیل کیږی له تیری
    اوږدی ماضی نه ، سابقه لری ځکه وزیر یی وایی من افغان نیستم،خیالی مکتبونه ،ارذل الناس ته
    معارف کی ځای ورکول چي په مالی او اخلاقی فساد کی بدیل نه درلود ۰
    اوس هم دا ګلدار بی محتوی فراغتونه ؛ پنجابی عُرس ته ورته دی چي بی له اسراف ، انحراف او ترویج دِ جهالتونو بل څه نلری ۰
    یواځینی حل یی کار اهل ته یی سپارل او خادم حکومت دی ۰
    بیاهم له ګران ورور طارق صاحب نه په مڼنی سره ، ډاډ ورکوم چي دی جهاد او مبارزی ته دوام ورکړه
    الله جل جلاله او مومنان درسره مل دی ، تشخیص او قلم دِ جوړونکی رول لری او همدا دملت جوړونی بنسټیز لار ده ۰
    الله متعال مو مل شه ۰

  2. که تعلیمی او ښوونیز حالات ګډ وډ سوی نه وای نو ممکن د طارق جان غوندی ځوانانو د استعداد غوټۍ نوری هم غوړیدلای وای.
    فقط د یوی سلیقی د بیان پتوګه غواړم ووایم:
    که د ” کلداره فراغتونو ” پر ځای ” رنګین فرصتونه ” لیکل سوی وای نو عنوان به نور هم ښکلی وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب