شاه محمود میاخېل
سریزه:
د سپتمبر یولسمې نیټې په پېښه کې چې د امریکا اقتصادي او پوځي مرکزونه په نیویارک او واشنګتن کې وویشتل شول، هغه وخت ټوله نړۍ حیرانه کړله. پدغه ورځ، زه د امریکا واشنګتن دي سي سره نږدې، د ویرجینا ایالت د ارلنګټن په بالستان سیمه کې وم چې د پنټاګون نه تقریبا پنځه کلومتره لرې موقعیت درلود. د واشنګتن ښار او هغې ته نږدې سیمې هیبت ووهلې او ترافیکي سیستم انجړپنجړ شو. تقریبا اته ساعته یې په موټر کې ونیول چې د شلو دقیقو لاره مو ووهله اوخپل کور ته ورسیدم. کورته د رسیدیو سره سم مو د سی این این خبرې شبکه چالان کړله چې وګورو څه خبره ده.
دوه ملکي الوتکو چې د نیوارک د هوايي ډګر نه پاڅیدلې وې، د نیویارک د نړیوال تجارت د مرکز دوه بلډنیګونه په نښه او ویشتلي و. الوتکې د بلډینګونو په منځنې برخو کې لږیدلې وې. د دوه لوی بلډینګونو نه چې د سلونه زیات پوړونه یې درلودل، لوخړې ختلې. د الوتکو د لږیدو د ساحه نه بر پوړونو کې ډیرو کسانو د مرګ په انتظار شیبې شمارلې. باالاخره د دواړو بلډنګونو فولادي پایې د سخت اور له امله زوب او بلډینګونه راپریوتل. په دغه دوه بلډینګونو کې ۲۶۲۷ کسه ووژل شول. یوه بله ملکي الوتکه چې د واشنګتن د ډالس هوایي میدان نه پاڅیدلې وه، د پنټاګون په بلډینګ لږیدلې او زیاته برخه یې تخریب کړې وه. د هغه ځآی نه هم لوخړې ختلې او په دغه پیښه کې ۱۸۴ کسه ووژل شول. یوه بله الوتکه چې په اغلب ګمان یې غوښتل چې په سپينې ماڼې او یا د امریکا په کانګرس حمله وکړي، د پنسوانیا په ایالت کې رانسکوره شوله. د رانسکوریدلو علت یې معلوم نه دی. د امریکا رسمي نظر دا دی چې سورلیو مقابله کړې وه او الوتکه یې رانسکوره کړې وه خو ځینې اوازې وې چې د امریکا هوایي قواو جیت الوتکې د سورلیو هغه الوتکه ویشتلې وه.
دا عجیبه پېښه په دې وه چې د لومړي ځل لپاره د ملکي الوتکو نه د جنګی الوتکو کار واخستل شو او د جنګي الوتکو نه زیات د هدف په ویشتلو کې مؤثره تمامې شولې. د افغانانو په اصطلاح، د شیطان هم دا چل نه و زده. د امریکا ټوله فضا وتړل شوله او امریکا ته د زرګونو الوتکو د تګ او راتګ مخه ونیول شوله.
د دغه پېښې په سر کې د افغانستان نوم یادیده ځکه دا حمله د مبصرینو په قول د القایدې د ګروپ لخوا تر سره شوې وه. د القایدې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې و. طالبانو په دې پلمه چې دوی نه غواړي چې خپل میلمه چاته ورکړي نو امریکې ته د بن لادن د تسلیمولو نه ډه ډه وکړه. زما په اند، کندهار ته دپاکستان د روستې هیت د تګ نه داسې معلومیږي چې پاکستان هغه وخت د طالبانو سره د غل او مل چل وکړ. غله ته یې ویلې چې څوک نشته او کروبه ته یې ویلې چې تکړه شه چې غل راځي. پاکستان امریکا ته ویلې چې طالبان بن لادن په لاس نه درکوي او نه یې بل چا ته ورکوي او طالبانو ته یې ویلې چې تکړه شي چې بن لادن په لاس ورنه کړې.
امریکا د ملګرو ملتونو د دایمي غړو لکه چین او روسې په شمول د نړیوالو حمایت تر لاسه او ملګرو ملتونو د یوې قطعنامې په منظورولو سره امریکا ته اجازه ورکړه چې په افغانستان حمله وکړي. په اصطلاح امریکا ته شین څراغ ورکړل شو او یا یې واخیست چې د طالبانو اداره رانسکوره کړي. هغه وخت احساسات او د نړۍ ویره همداسې وه چې امریکا په هر صورت کې په افغانستان حمله کوي او پاکستان ته یې هم ویلې و که حمایت ونه کړئ نو د حجر د دورې غوندې مو نابوده کوو. د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال، ارمتیاج دا پيغام د پاکستان مشر، جنرال پرویر مشرف ته ورکړې و.
د کورنیو جګړو نه روسته که څه هم د طالبانو د راتګ سره په لومړې کلونو کې ولس خوشاله و خو دا چې د حکومتولې لپاره لکه اوس کوم پلان او تګلاره نه درلوده، افغانستان د انزوا په حالت کې و. فقر حاکم او ولس د طالبانو نه په تنګ و. د طالبانو ادارې مقاومت ونه کړې شو او ډیره ژر سقوط شوله. د بن د توافقنامې په اساس په افغانستان کې نوې اداره د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرې رامنځته شوله.
د سپتمبر یولسم نه روسته فرصتونه د افغانستان لپاره:
دا چې د سپتمبر یولسمې نیټې د افغانستان او دنیا لپاره څه ښه والې او بدوالې درلوده، لوی بحث دی. د فرصتونو په لړ کې، په لومړي سر کې په میلونونو افغانان د ایران، پاکستان او نورو غربي هیوادونو نه افغانستان ته ستانه شول. د لوی جرګو له لارې موقته اداره جوړه او اساسي قانون په ۲۰۰۴ز کال کې تصویب شو. د اساسي قانون د چوکاټ په درلودلو سره ډیر نور قوانین لکه بانکي، جزایي، هوار نوردی، تجارتي، بشري حقونو او نورو برخو کې جوړ، د پارلمان لخوا تصویب او د جمهور رئیس لخوا توشیح شول. د خودسره قوانینو په عوض، افغانستان مدون قوانین درلودل چې دا پخپله د یو نظام د تشکیل لپاره لویه خبره وه.
د قانون حاکمیت لپاره زمینه مساعده شوله او د افغانستان درې ګونې قواوې د نوې اساسي قانون په چوکاټ کې د خلکو په رایه تشکیل شولې. د افغانستان منتخب جمهور رئیس وټاکل شو او مقننه او قضاییه قوه ایجاده شوله. د افغانستان اداري، اقتصادي او امنیتي سیستمونه د صفر نه بیا پيل او ورغول شو. که چا هغه وخت کابل لیدلې وي نو حتی په ارګ او کانټننټل هوټل کې هم په ودانیو کې روانې اوبه نه وې او په سطلونو کې به اوبه د میلمونو خونو ته وړل کیدلې. داخلي جنګونو له امله، د کابل د پل تخنیک نه نیولې تر ریشخورو پورې یو کوړ جوړ نه و او د میوند جاده خو باالکل هواره شوې وه. په دفاترو کې میز او چوکې نه وې ځکه طالبانو یوازې شطرنجې په دفترونو کې خورولې. د تیلو ټانکونه نه و او د تورخم نه به چې افغانستان ته داخل شولې، نو سمدستې به دې سترګې په زیړو بوشکو لږیدلې او ویل کیدل به چې د بشکو وطن ته په خیر راغلئ. د زیړو بوشکو نه روسته طالبانو بیا د بمونو په ایښودلو کې استفاده کوله. د افغانستان ټول پخواني سرکونه ویجاړ شوي و. اکثرو کلو او بانډو ته خو د پخوانه هم سرکونه نه و. د کابل نه جلال اباد ته د موټر مزل تقریبا په اته ساعتونو کې تر سره کیده او د کابل نه کندهار ته په لاره داسې هم کیده چې مساپرو به شپه په لاره تیروله.
د طالبانو د سقوط نه روسته او د جمهوریت د راتګ سره، په زرهاو کیلومتره پخواني سرکونه ورغول شول او اکثرو کلو او بانډو ته نوې سرکونه وغځول شول. ښارونه د ولسوالیو او کلو او بانډو سره ونښلول شول. د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس بیا جوړ شول. تعلیمي ادارې د ښځو او هلکانو لپاره فعاله شولې او په میلونونو ماشومان ښوونځیوته لاړول. د لوړو زده کړو په برخه کې په لکونو مسلکي کدرونه وروزل شول. وران ویجاړ افغانستان یو ځل بیا د جوړیدو په لورې مزل پيل کړ. په زرګونو دولتي ودانې، ښوونځي، کلینکونه او جوماتونه جوړ او د دې زمینه مساعده شوله چې په سل ګونو زره نوي کورونه د هیواد په ښارونو او اطرافونو کې جوړ شي. تلویزونونه او رادیو ګانې فعاله او افغانستان کې د بیان ازادي د منطقې د ټولو هیوادونو په پرتله سارې نه درلود. البته همدا ازادي روسته د جمهوریت په ضد د روانې جګړې مهمه وسیله شوله چې جمهوریت یې راوپرځوه. د تلیفونونو، انټرنیت او هوایي شبکې فعاله او افغانستان د نړۍ سره وصل شو. د افغانستان بیرغونه یو ځل بیا په ډیرو هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو باندې ورپيدل. افغانستان د انزوا د حالت نه ووته او د نړۍ د سیالو هیوادونو په قطار کې حساب شو.
اقتصادي فرصتونه دومره زیات شول چې د افغانانو نه برسیره په زرګونو ایرانیانو، پاکستانیانو او د سیمې د نورو هیوادونو وګړي، کمپنې او شرکتونه هم د کار لپاره افغانستان ته تلل. دا فرصتونه د افغانانو لپاره یو طلایي چانس و چې فکر کوم چې بیا به د داسې چانس راتګ امکان ونه لري.
هغه فرصتونه چې افغانانو د لاسه ورکړل:
افغانستان کولې شول چې د دغه فرصت نه نوره هم اعظمې ګټه پورته کړې وې. له بده مرغه، د افغانستان حکومتونو د سل افغانیو نه د لس افغانیو معادل کار واخیست. افغانانو د لسو افغانیو نه باید د سلو افغانیو کار اخستې وې. علت واضحه دی. تیرو دوه دورو کې حکومتونو د قانون حاکمیت، دحکومتولې د ښه والې او موسساتو د تقوې لپاره ډیر کار ونه کړ خو په عوض د افغانستان دولتي او غیر دولتي لوبغاړي اکثره په دې فکر و چې څنګه ځانونه ماړه او میلونران شي. که څه هم د افغانستان امنیتي او دفاعي قوتونو شل کاله د تروریزم او طالبانو په مقابل کې جنګ وکړ خو په اخره کې د افغانستان د شل کلونو لاسته راوړنې د جمهوریت د سقوط سره له منځه لاړې. کیدې شي چې ډیرې کسان پړه په یو څو کسو واچوي خو په کل کې دافغانستان ټول ملت په دغه ناکامې کې شریک دی. په هر ګروپ او طبقه باندې جلا بحث کیدلې شي.
طالبان هم د دې جنګونو او وضعیت مسووله دي چې د نورو د ګټو لپاره یې شل کاله جنګ وکړ. که جنګ نه وې شاید، افغانستان د تیرو فرصتونو نه ښه ګټه پورته کړې وې. افغانستان بیرته هغه ځآی ته لاړو چې شل کاله پخوا یې د پرمختګ په وړاندې قدم اخستې و. یعنې که شل کاله مو لس قدمه د پرمختګ په لورې واخستل خو اوس بیرته شل قدمه شاته تللي یو. که افغانستان بیا هم د پرمختګ قدمونه د همدغه اوس حالت نه پيل کړي، زما په اند، د شلو کلونو په عوض به دوه چنده او لا هم زیات وخت ونیسي چې د دوه کاله مخکې ځای ته ورسیږي. افغانانو ډیره ګټه ونه کړه او ډیر څه یې د لاسه ورکړل.
افغانستان اوس بیا د انزوا په حالت کې دی. قانون اساسي او نور قوانین وجود نه لري. د نجونو په مخ د ثانوي او لوړو زده کړو دروازې تړل شويدي. د افغانستان نیمایي نفوس چې ښځې دي د ټولو اسلامي، انساني او بشري حقوقونو نه محروم دي. د هلکانو او نارینو د زده کړو بهیر د کیفیت او هم د کمیت په لحاظ خراب شويدی. طالبان غواړي چې د مدرسو په جوړیدو سره، د افراط ګرایي یو بل نسل وروزي. په لکونو کدرونه چې د افغانستان بشري سرمایه وه، د هیواد نه ووتل او د دې سرمایه بیرته ګرځیدل اسانه کار نه دی. البته د هیواد نه بهر افغانان تر یوه حده د خپلو کورنیو او دوستانو او د افغانستان په اقتصادي رشد کې مرسته کولې شي خو د دوی تشه ډکول اسانه کار نه دی.
د طالبانو حاکمه ډله ولسي او نړیوال مشروعیت نه لري. افغانستان بیا د راوني، فزیکي او بشري امنیت د ستونزو سره مخامخ دی. د افغانستان اقتصادي انجن ولاړ دی او د افغانستان راتلونکې تته ښکاري. ډیر فرصتونه د جمهوریت په وخت کې او هم طالبانو د لاسه ورکړل چې د قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره کار کړې وې او یا وکړي. تر اوسه طالبان فکر کوي چې دوی دنیا ماته کړیده خو دا فکر نه کوي چې دوی څومره افغانستان او افغانان مات کړیدي. طالبانو چې په تیرو دوه کلونو کې اسلام او افغانستان ته څومره ضرر ورسوه، د افغانستان په تاریخ کې هیڅ یوې دورې کې دومره ضربه افغانستان او اسلام ته نه وه رسیدلې. جوړ شوې نظام یې د نورو د ګټو لپاره ړنګ او د متبادل لپاره هیڅ نه لري.
ایا امریکا په افغانستان کې فرصتونه دلاسه ورکړیدي که نه؟
دا لا معلومه نه ده چې امریکا به په راتلونکې کې اقتصادي او نظامي زبرځواکي وساتلې شي او که نه خو تر اوسه پورې امریکا د نړۍ په کچه یوازنې زبرځواک دی. دا لافي چې طالبانو امریکا او دنیا ماته کړیده، هسې هوايي خبرې دي. امریکا د ابتدا نه په افغانستان کې د دایمي اوسیدلو پلان نه درلود خو د امریکا د ځینو غلطو پالیسیو په اساس چې په عراق یې حمله وکړله، او یا د تروریزم په ضد جګړې په دنیا کې بل شکل ونیوه، د امریکایانو شتون په افغانستان کې اوږد شو. د ابتدا نه افغانستان د امریکا لپاره هدف نه بلکې وسیله وه چې خپل ستراتیژیک اهداف تر لاسه کړي.
لوی قوتونه د عمده فروشانو په توګه همیشه کولې شي چې خپل اهداف د بیلابیلو لارو تر لاسه کړي او هغه لاره ټاکي چې د دوی لپاره ګټه لري. غریب سړی یا ملک لکه افغانستان ډیر اپشنونه نه لري او باید د فرصتونو نه یې پوره ګټه اخستلې وې چې دا ونشوله. په داخلي، سیمه ایز او نړیوالو ابعادو باندې دلته بحث نه کوم خو امریکا خپل اهداف پخوا هم تر سره کړي و او اوس هم د طالبانو او پاکستان په ذریعه تر سره کوي البته دا اوسنې لاره ورته ارزانه، ساده او په اوږدمهال کې ګټوره ده. پخوانې تګلاره چې قواوې یې په افغانستان کې ساتلې وې ورته اوږده او قیمته وه.
د طالبانو په شمول ټولو افغانانو د تیرو فرصتونو نه ګټه پورته نه کړه. که طالبانو په ریښتیا سوله کړې وې او هم تیر حکومتونو اشتباوې نه وې کړې نو اوس به افغانستان او افغانان په ښه وضعیت کې وې. شاید امریکا په دې شکل نه وې غوښتي چې د افغانستان نه ووځي خو بیا هم امریکا ډیر څه دلاسه نه دي ورکړي او خپلو اهدافو ته رسیدلې ده. تر اوسه امریکا او د امریکا منافع په نړۍ کې د لویو حملو نه بچ شويدي. دا چې په افغانستان او سیمه کې څه تیریږي، دا د امریکا مشکل نه بلکې د افغانستان او سیمې مشکل دی. د ملکونو په ګټو کې اخلاقي بحثونه مطرح نه وي لکه د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال عباس ستانکزي په نږدې وختونو کې وویلې چې دا د دنیا مکلفیت دی چې افغانستان سره مرسته وکړي. دنیا هیڅکله مکلفیت نه احساسوي چې بل ملک دې جوړ کړي. یوازې محدودې بشري مرستې هغه هم د خپلو مؤخو لپاره کوي. د دنیا د هیوادونو تعامل د یو بل سره په دوه اړخیزو ګټو ولاړې دي نه په اخلاقي مسوولیت او مکلفیت. پدیتوګه ویلو شو چې امریکا ډیر څه د لاسه نه دي ورکړي او خپل اهدافو لپاره یې پخوا هم په افغانستان کې کارکړیدی او اوس هم کار کوي. د امریکا ډرونونه اوس هم د افغانستان په فضا ګرځي او استخباراتي فزیکي شتون هم په افغانستان کې لري.
ایا سیمه ایز هیوادونه په خاصه توګه پاکستان او ایران خپلو مؤخو ته رسیدلي دي که نه؟
د افغانستان نوی ولسواکۍ او پرمختګ د ګاونډیو هیوادونو او په خاصه توګه ایران او پاکستان ته د خطر زنګ و. په ایران کې اخوندې نظام حاکم و. په افغانستان کې د ولسواکې رشد او د بیان ازادي د ایران اخوندانو لپاره لوی خطر و. که په افغانستان کې ولسواکي حاکمه کیدلې نو د ایران اخوندي نظام خامخا د چلنج سره مخامخ کیده. که له یوې خوا یې د بن د توافقنامې ملاتړ کاوه خو له بله پلوه یې په افغانستان کې د ولسواکۍ په تړاو د ژور بدلون او همداشان د امریکا د شتون نه ویره درلوده. ایران د نرم افزارو او روسته د سخت افزارو وسیلو له لارې کوښښ وکړ چې د افغانستان د پرمختګ مخه په ټولو برخو کې ونیسي. البته په تیرو شلو کلونو کې په ایران باندې دامریکې د تحریم تر څنګ، د افغانستان د جنګ نه زیاته ګټه پورته کړه او د خپلو اسعارو ثبات یې د افغانستان نه د ډالرو په انتقال سره وساته. د طالبانو د راتګ سره، ایران تشویش د بل هر هیواد نه زیات دی چې نه د طالبانو سره مستقیمه دښمني کوي او نه هم ورسره د زړه له کومې دوستې. طالبانو ته د شلخي ټوپک په سترګه ګوري. په شلخي ټوپک هم خپل خاوند اعتبار نه لري او هم مقابل لورې د ټوپک نه ویره لري چې ګوندې خراب مې نه کړي. ایران ویره دا ده چې امریکا طالبان د ایران په ضد استعمال نه کړي او یا نورې شبکې لکه داعش د ایران په مقابل کې تقویه نشي.
د ایران او پاکستان نه په غیر، د تیر شل کلن جنګ نه اماراتو نه نیولې تر ترکیې پورې او همداشان د افغانستان شمالي ګاونډیانو نه تر چینه او هنده پورې د امریکا د شتون نه زیاته ګټه پورته کړیده. د تجارت د رشد نه برسیره، د افغانستان ډیره سرمایه په دغه ملکونو کې خوندي او یا پانګونه شویده. اماراتو او ترکیې د دایمي اقامې او سټیزن شپ د سیکیم له لارې د افغانانو ډیرې پیسې هلته جذب کړلې خو تشویش ورسره هم شته چې ګوندې د سیمې ترورستې ډلې د دوی په هیوادونو کې فعاله نشي. په همدې خاطر د طالبانو سره غیر رسمي تعامل لاره نیولې ده.
راځو اصلي ګاونډې پاکستان ته. د پاکستان پوځیانو هم نه غوښتل چې د پاکستان ولس د افغانستان غوندې د سیاسي او ټولنیزو ازادیو نه برخمند شي ځکه د پاکستان پوځیان هیمشه غواړي چې د پاکستان ټولې برخې په خپل کنترول کې ولري. پاکستان د ستراتیژیک عمق د پالیسې له امله نه غوښتل چې په افغانستان کې یو مقتدر حکومت چې په خپلو پښو ولاړ وي، حاکم شي. د افغانستان د حکومت په ضد یې خپلې هلې ځلې د طالبانو د بیا منسجم کولو په وسیله پیل او نوې نیابتې جګړې ته زمینه مساعده کړله. د پاکستان ای اس ای او پوځیانو د طالبانو په پلان ګذارې، سیاسي استازولې او روانې جګړه کې خاص او فعاله رول درلود.
په ښکاره پاکستان د امریکا سره ولاړه وه او په میلیاردونو ډالره یې د امریکا نه تر لاسه کړل. د افغانستان سره د سوداګرې او د کراچې له لارې یې د ناتو او امریکایي قواو د لوژستیکي کاروانونو نه ګټه پورته کړله خو په باطنه کې یې د امریکا په ضد جګړه په مخ بیوله. د طالبانو د مشرانو نه نیولې تر القایدې د مشرانو او نورو ترورستې ډلوپورې ټول په خپله غیږه کې ساتلې و. پاکستان د امریکا سره د پټ پټونې لوبه کوله. د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر، جنرال حمیدګل د دنیا تلویزیون سره په یو بحث کې ویلې و چې د امریکا او نورې دنیا په مرسته دوی افغانستان کې روس ته شکست ورکړ خو دا ځل به د امریکا په مرسته، امریکې ته په افغانستان کې شکست ورکوي. پاکستان د خپل اوږدمهال پلان په درلودلو سره دې هدف ته ورسید چې په ۲۰۲۱زکال کې امریکا د افغانستان نه ووتله او د پاکستان د ای اس ای مشر، جنرال فیض حمید د جمهوریت سقوط د کابل په سرینا هوټل کې د چایو د پيالې په پورته کولو سره ولمانځله.
لوبه لا ختمه نه ده. امریکایي سیاستوال وایي چې د امریکا لاسونه ډیر اوږده او حافظه یې تازه ده یعنې ډیر څه یې نه هیریږي. پاکستان به هم ښه ورځ ونه ګوري. د پاکستان اوسنې حالت داسې ښکاري چې پاکستان به د امریکې او نورو سیمه ایزو زبرځواکونو د ګټو په تقابل کې سخته ضربه وګوري.
د افغانستان او د سیمې راتلونکی به څنګه وي؟
د شواهدو او قراینو نه داسې معلومیږي چې طالبان قابل د اصلاح نه و او نه دي. سیمه هم سره متحده نه ده او هر هیواد په افغانستان کې جلا مؤځې لري. سمیه ایز هیوادونه دې ته حاضر نه دي چې په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي او پوځي سرمایه ګذاري وکړي او نه د دې امکانات لري. که افغانستان کې همداسې حالات دوام وکړي چې یوه غیرقانومنده او نا مشروع ډله حاکمه وي، د راتلونکو جنګونو په اور کې به ګاونډي هیوادونه هم سوځي. د امریکې له ویرې او یا د امریکې غوندې د نه ښکیل کیدو له امله چیرته چې طالبانو هګې اچولې، هغه هیوادونه هم طالبان په رسمیت نه پیژني. طالبان هم پوهیږي که امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني، نه نور هیوادونه هم طالبان په رسمیت نه پیژني دوه کاله لا د طالبانو پوره نه دي خو د طالبانو زیات پلویان په ښکاره په تلویزنونو کې وایي چې د امریکې په غیر امکان نه لري چې دوی خپل قدرت ته دوام ورکړي او باید د امریکا سره جوړ جاړې وشي. امریکا ورته وایي چې صبره کوه. کله مې چې ټول اهداف درباندې پوره کړل بیا به ګورو ځکه دا اوسنې شکل د حکومتولې د دنیا په هیڅ کتاب کې نشته دی او نه دا ورسره څوک مني. عاقبت به بخیر.
لیکوال: شاه محمود میاخېل د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د نهضت مشر او د ننګرهار پخوانی والي.
دا نو هماغه د ملانصرالدین د ښځې شلېدلی خښتګ او د ملا خبرې چې دا چت خرابه دی او پسرلي ته بې ورانه او له سره جوړ کړم چې په دې وخت کې له ښځې باد هم ووت. مېلمه ورته وویل چې ګوره ملا صاحب ورانه به یې کړې او جوړه به یې نه کړې . ټالبانو ورانه کړه او جوړه به یې نه کړي .
ډېر مفصل او له واقعیتونو ډک تحلیل دی . میاخېل صاحب ته روغتیا او بریا غواړو.
ښاغلی میاخیل ساړه ” خبرونه ” په توده حنجره بیان کړیدی.
خبرونه او تحلیل ډیر توپیر سره لری.
انصافاً
د میاخیل صاحب د پورته خبریزی لیکنی د پای دوی دری کرښی د ژور تأمل وړ دی؛
《 ښاغلی میاخیل پدی وروستیو دوو درو کرښو کی په غیر مستقیمه توګه اعتراف کړیدی چی د لوبی اصلی ډایرکټر همدا امریکا وه او ده 》.
بله دا چی د طالب ددی ادعا په تکمیل او تثبیت کی ( چی ګواکی امریکه ئی ماته کړه ) ځپله د امریکی لاس هم له ورایه ښکاری.
یوه خبره چې زما په ذهن کې ګرځي چې خلیلزاد هم وویل او بهرنیو چارو وزیر یی هم وویل چې امریکا خپل اولادونه په افغانستان کې نه وژنی مطلب دا خبره د هغو ډلو ټپلو لپاره وکړله چې څو موده مخکې دوستم او نورو منفرو څیرو په ترکیه کې وویل چې که امریکا زموږ سیاسی ملاتړ وکړي نو طالبان په لږ وخت کې له مینځه وړي مګر خلیلزاد ورته وویل چې تاسې راشي له طالبانو سره نږدی وګوری
مګر یوه خبره وکړم چې امریکا له اول څخه د افغانستان لپاره د آبادي نیت نه درلود ځکه خو د بن په کنفرانس کې یی طالبانو او حکمتیار ته ونډه نه ورکړی مطلب یی داوو چې په افغانستان کې د هرنظام لپاره یو سیاسی او نظامی اپوزیسیون وي چې همدا اوس همغه کسان چې دلته د دولت په ګدی ناست وو نن د طالب پر ضد جبهی مقاومت او جبهی آزادی په نوم سیاسی او نظامی فعالیت کوي
کله چې ترکیه پوه شو چې امریکا د دوستم خبری ته منفی ځواب ورکړ نو پر د دوي پر غونډو بندیز ولګوه مګر لدې مخکې ترکیی داسې فکر کولو چې کیدای شي بیایی هم ملاتړ وکړی چې کله ناهیله شوه نو بیا یی خپل ژونالیستان پاکستان ته راولیږل ترڅو پاکستان نظامیانو او سیاسیونو د افغانستان په اړه نظر اخلی مګر زموږ اوسني نظام دې تکۍ ته د ترکی فکر نشته باید متوجی ووسی.
اوس سوال دا پیدا کیږی چې پخوا روسانو له پاکستان سره تیرو ۷ یا ۸ جنګي ډلو په نمایند ګې چې اوس ترکیه او ځینې کابل کې دي د پوځی حضور ختم او وتلو تړون وکړ مګر کله چې د بن کنفرانس کیده همدا اشتباه امریکا وکړ کله چې دوحه کې تړون کیده د تیر شل کلن دولت با صلاحیت مشران دخیل نه وو تنها به خلیلزاد ځینی غیر ضروری خبری ورته رسولی خو پردی تر شا اصلی خبره نکوله.
کله چې تړون وشو دلته ناست چارواکو بیا امریکا سره هم تړون وکړ دا چې امریکا د وتلو نیت کړی وو د کابل تړون ته یی اهمیت ورنکړ یعنی کابل تړون د ناټو له مشر سره وشو مګر هغه تړون پخپله له امریکا سره وشو ځکه لومړی جګړه امریکا شروع کړی وو او هغه نړیواله او مشروع تړون وو زما په نظر باید ګلبدین او تیر نظام کسانو لاسلیک باید ورپه کې اخیستل شوی واي دا چې وانخیستل شو راتلونکی لپاره یو ډول ستونزی پیدا کولی شي. لکه څنګه چې د بن کنفرانس تړون پیدا کړل ځکه چې هغه تړون بدون طالبانو شوي وو
دا چې پورته میاخیل صیب ولیکل چې امریکا له پاکستان سره حساب وکړی زما ددې خبری موافق نه یم ځکه کله چې د کرزی او بایډن چې کله د اوباما معاون وو پاکستان او افغانستان په اړه بحث شوی وو نو هغه وخت کې بایډن ورته ویلی وو چې پاکستان موږ ته له افغانستانه ۱۰۰ سلنه غوره ده. مطلب یی داوو چې پاکستان څخه د ایران، چین ، افغانستان هند تاجکستان، ازبکستان ترکمنستان او آن د روسانو پرضد هم ګټه پورته کولی شی او دا په دې ۴۵ کلنه جګړیز تاریخ کې روښانه شوی
زه وایم چې امریکا د پاکستان سره نور هیڅ هم نکوی تنها دا دې ۴۵ کلنې جنګې جرایمو په اړه نړیوال محکمه را وغواړی بس زموږ لپاره کفایت کوی خو بیا هم وایم چې امریکا زموږ لپاره برتانیه (انګلستان) بیا پاکستان د افغانستان لپاره نه خپه کوی خو کچیری د ایران او چین په وړاندې حمله کې پاکستان د امریکا ملاتړ ونکړی نو کیدای شي دا معادله سرچپه شي
یو سوال چې ماسره بی ځواب پاتې ده چې امریکا پاکستان په خړلیست کې اچوولی وو دغه لیست ددې لپاره ځینې هیوادونه اچول کیږي چې ترهګریز فعالیت لری نو سوال داده کې پاکستان ترهګر هیواد بیا ولی تور لیست وانچول شو کچیری نه وی نو بیا خړ لست ته څه اړتیا وو؟