جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کراچۍ پولیسو سلګونه افغانان نیولي دي

د کراچۍ پولیسو سلګونه افغانان نیولي دي

خبریال: جبارخېل (سې شنبې، د سنبلې ۲۱مه) د پاکستان په سند ایالت کې د افغانانو خلاف د پولیسو د پراخو نیونو په دوام کې ۳۴۷ تنه نور نیول شوي دي.

که څه هم دا عملیات د بې اسنادو یا هغو افغانانو خلاف اعلان شوي چې قانوني پاسپورت او ویزه نه لري، راپورونه وايي چې د اسنادو لرونکي هم نیول شوي خو هغوی د مخدرو موادو په کارو بار او نورو جرمونو تورن شوي دي.

تر دې عملیاتو مخکې د سند والي (ګورنر) کامران ټیسوري رسنیو ته ویلي چې په سند کې یو شمېر افغانان په قاچاق او نورو په جرمونو او ترهګرۍکې لاس لري.

پولیسو د سند والي (ګورنر) کامران ټیسوري له خبرو ورورسته د افغانانو پر ضد عمليات نور ګړندي کړل.

د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، ملېشه او پولیسو د غير قانوني کډوالو په ضد په عملیاتو بوخت دي.

 ۴۱ افغانان د دوشنبې په سهار د حب ښارګي د تلاشۍ په پوسته کې ونیول شول. د پاکستاني رسنیو پر اساس، په دغو کسانو کې ماشومانو او ښځې هم شاملې دي. دوی له بلوچستان ایالت څخه کراچۍ ته تللي وو.

ملېشه او پولیس وايي چې ۲۵ نور افغانان یې، چې په پاکستان کې د هستوګنې د کارتونو موده یې پوره شوې وه، له ۱۶ بې اسنادو سره د کراچۍ په نورو برخو کې نیولي دي.

پولیس وايي چې پرون یې د ښار په مرکزي برخه کې هم ۳۹ تنه افغانان نیولي دي.

د کراچۍ د کورنګي سیمې پولیس وايي چې دوی هم د دې مېنې په ختیځ کې ۲۳ تنه او په لوېدیځ کې ۳۴ تنه نیولي. د دې سیمې په نورو برخو کې ۴۵ تنه نیول شوي.

د ملیر پولیس وايي ۱۴ تنه یې نیولي دي. په مجموع کې له پرون په کراچۍ کې ۳۲۴ تنه افغانان نیول شوي دي.

د رېنجرز وياند له خلکو وغوښتل چې د غيرقانوني افغان اوسېدونکو په اړه سمدلاسه نژدې رينجر چيک پوسټ يا د رينجرز هيلپ لاين ته خبر ورکړي. د خبر ورکوونکي نوم به پټ ساتل کیږي.

د رسمي معلوماتو له مخې، تر دې مخکې له پاکستاني زندانونو څخه نژدې ۲۵۰۰ افغان زندانیان خوشې شوي دي.

خو له بلې خوا د هغو نیونو لا زور اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب