جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان بانک: دوه نیمې میاشتې وخت لرئ چې بهرني اسعار په...

د افغانستان بانک: دوه نیمې میاشتې وخت لرئ چې بهرني اسعار په افغانیو واړوئ

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۲۱ مه) د افغانستان بانک په هیواد کې د افغانۍ د ترویجولو لپاره خلکو ته دوه نیمې میاشتې وخت ورکړی چې په خپل هیواد کې د راکړې ورکړې لپاره خپل بهرني اسعار په افغانیو بدل کړي.

 د افغانستان بانک پرون (دوشنبې) په دې اړه په خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانۍ د دودولو پروسه د روانې سنبلې په اوومه د هېواد له جنوب لویدیځ زون څخه پیل شوې ده.

د راپورونو له مخې، په وروستیو کې په راکړه ورکړه کې د پخوا پرتله د افغانۍ چلښت زیات شوي او دې کار د افغانۍ د ارزښت له لوړېدو سره تر یوه حده مرسته کړې ده. خو د افغانۍ د ارزښت په لوړېدو کې تر ټولو مهم رول هره اوونۍ په ازاد بازار کې د ډالرو لیلام ګڼل کېږي. په همدې لړ کې د افغانستان بانک په یوه جلا خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د افغانۍ د ارزښت د پیاوړتیا لپاره د چارشنبې په ورځ ۱۵ میلیون ډالر په آزاد بازار کې لیلاموي. 

په همدې حال کې د افغانستان بانک ویندوی حسیب الله نوري له ملي ټلویزیون څخه په وینا کې خلکو ته خبرداری ورکړ چې باید په راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو له کارولو ډډه وکړي او د دې خبرداري د نه رعایتولو په صورت کې به له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

ده دا واضح نه کړه چې څه ډول چلند به کېږي.

له ډیرو کلونو راهیسې د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې پاکستانۍ روپۍ او په لویدیځو ولایتونو کې د ایران ریال تر افغانۍ زیات کارول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب