جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهترکیه وايي، هڅه کوي افغانستان ته نړیوالې بشري مرستې پر انکشافي مرستو...

ترکیه وايي، هڅه کوي افغانستان ته نړیوالې بشري مرستې پر انکشافي مرستو بدلې شي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۲۱ مه) ترکیه وايی، هڅه کوي چې افغانستان ته د بشري مرستو پر ځای له دغه هیواد سره د پرمختیايي چارو لپاره مرستې وشي څو خلکو ته د کار او روزګار فرصتونه برابر شي.

په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د خپل ماموریت په پای کې د طالبانو د حکومت له کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره د خدای پامانۍ په کتنه کې وویل، هیواد یې غواړي چې له افغانستان سره اوسنۍ بشري مرستې پر پراختیايي مرستو بدلې شي او انقره په پام کې لري چې دا موضوع د افغانستان د مرستو په راتلونکې غونډه وړاندیز کړي.

ټاکل شوې ده چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو راتلونکې غونډه په استانبول کې جوړه شي.

سفیر ارګینای زیاته کړه:«ترکیه هڅه کوي چې مرستندویو هیوادونو ته قناعت ورکړي چې بشري مرستې په انکشافي مرستو بدلې کړي.»

ارګینای، حقاني ته وویل چې هیواد یې لېواله دی له کابل سره همکارۍ ته دوام ورکوي او له دې سره په یو وخت د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د زیاتېدو هڅه کوي.

په تېرو دوو کلونو کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرسته کړې. که څه هم دغو مرستو د بشري ناورین مخه تر ډېره نیولې خو ډیر کتونکي یې په افغانستان کې د بیوزلۍ او لوږې د مخنیوي لپاره اساسي حللار نه بولي او وايي چې د دې پر ځای ښه ده چې له افغانستان سره د داسي پروژو په تطبیق کې مرسته وشی چې په نتیجه کې یې خلکو ته د دایمي کار فرصتونه برابریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب