شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو لپاره د بریتانیا استازې: د افغان ښځو غږ باید...

د بشري حقونو لپاره د بریتانیا استازې: د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۱ مه) په ملګروملتو کې د بریتانیا د دایمي استازي مرستیاله او د بشري حقونو په چارو کې د بریتانیا سفیره ریتا فرینچ وايی، د کار، ډوډۍ او عدالت لپاره د افغانانو غږ باید واورېدل شی.

هغې چې په جینیوا کې د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې خبرې کولې، وویل: «طالبان باید د افغانانو اړتیاوو او غوښتنو ته ځواب ووايي.»

اغلې فرینچ په خپله وینا کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت د رڼا اچولو په خاطر د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړي راپورتر ستاینه وکړه، ویې ویل:«موږ ټول په خواشینۍ او حیرانتیا د افغان ښځو او نجونو د ځپلو او تاوتریخوالي لپاره د طالبانو د فرمانونو نندارچیان یوو.»

دې د زده کړو، طبي خدماتو، کار او د ګرځېدو د ازادۍ په شمول د ژوند په ټولو برخو کې د افغان نجونو او ښځو د حقونو محدودیت د افسوس وړ وباله او ویې ویل چې د ښځو پر سوکالۍ او معیشت د دغو بندیزونو اغېز تصور کېدای نه شي.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي له زده کړو منع کړې، د تېر کال په دسمبر کې یې د نجونو پر مخ پوهنتوني زده کړې هم ودرولې. او همداراز یې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د طالبانو دې اقداماتو د افغانستان راتلونکې له تیارې سره مخامخ کړې ده. څرګنده نه ده چې په راتلونکو کلونو کې به ښځینه ښوونکې، ډاکترانې، نرسانې، قابلې او نورې څنګه روزل کېږي.

د بشري حقونو په چارو کې د بریتانیا ځانګړې استازې په خپله وینا کې، چې د بریتانیا د حکومت په رسمي ویبپاڼه کې یې متن خپور شوی، دا هم ویلي، طالبانو په داسې حال کې پر ښځو بندیزونه لګولي چې لسګونه میلیونه افغانان، چې اکثره یې ماشومان او ښځې دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

دې وویل چې له همدې کبله بریتانیا د افغانستان خلکو ته د مرستو ورکولو په چاره کې د نړیوالې ټولنې ترڅنګ دریږي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان ته د مرستو راتلونکی کنفران سد ترکیې په کوربه توب په استانبول کې جوړ شي.

2 COMMENTS

  1. خوږه ټوکه:
    ملا نصرالدین په یو ځای کی د دوو ړاندو حافظانو سره مخامخ سو کوم چی یوه د ها بل لمنه نیولی وه.
    ملا نصرالدبن هسی په درواغو ور ته وویل چی حافظ جانه دا شل ګون واخله، لسګون ئی ستا او لسګون دی وروسته ملګری ته ورکه. هر حافظ بیچاره ګومان کاوه چی شلګون ئی لدی دواړو څخه یوه ته ورکړ او دواړو په غبرګو ږغونو د ملا څخه مننه وکړه ( احتمالاً یا حتماً به وروسته دواړو دعوه سره کړی وی او په دواړو کی به یو د بل په وړاندی یو شان سوء ظن تولید سوی وی ).
    اما ترخه ټوکه:
    یو ګوډ او ړوند کس ته د پلار په میراث کی طلائی میراث ور پاتی ۇ، د کَلی بدماش په خبر سو او ور ته راغی هم ئی طلا تری واخیسته او هم ئی جامی ور څیری کړی او هم ئی بی عزت کړ.
    ګوډ او ړوند بیچاره فریاد او چیغی پیل کړی بالآخره د بدماش زړه پر وسو او څو روپی ئی په څیری او سوری جیب کی ور واچولی او په غوږ کی ئی ور ته وویل چی آرام اوسه زه بدماش نه یم بلکه ستا دوست او ملاتړی یم او هڅه به وکړم چی د لوږی مړ نه سی.
    نو
    دا بدماشان ( امریکائیان او انګریزان ) داسی د رنډی او د شیطان زامن دی.

  2. امریکایان او انګریزان بدماشان او شیطانان دي په دې کښې شک نه ګڼم لیکن په دې خبره کې چې د انګریز سفیري کړي څه اضافي خبره نه شته او حقیقت یي ویلی.
    موږ افغانانو لره پکار ده چې ښو ته ښه او بدو ته بد ووایو. څوک غواړي چې په وطن کښې یي یوه چلۍ مکتب او پوهنتون ته ولاړه نه شي؟
    لازمه ده د ښو تایید وکړ او د بدو بد ووایو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب