جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان: پاکستان دې د خپلو ستونزو علتونه او ریښې په خپل هیواد...

طالبان: پاکستان دې د خپلو ستونزو علتونه او ریښې په خپل هیواد کې ولټوي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۱ مه) د طالبانو حکومت نن (سې شنبې) د پاکستان د حکومت دا تور رد کړ چې ګنې دوی د تورخم لارې د بندېدړو سبب شوي دي.

پاکستان د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وروسته له دې د تورخم دروازه وتړله چې د دوو خواوو پوله ساتو پر یو بل ډزې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلام اباد کې ادعا وکړه چې د افغانستان د حکومت سرحدي ځواکونو په غیرقانوني ډول د پاکستان په خاوره کې پوسته جوړوله او دا کار یې د دوو خواوو د ځواکونو ترمنځ د نښتې سبب شو.

دې همداراز د پاکستان مخکینۍ ادعا بیا تکرار کړه چې ګنې د افغانستان حکومت ترهګرو ته اجازه ورکوي چې له خاورې څخه یې پر پاکستان د حملې لپاره کار واخلي.

د پاکستان ادعا تراوسه هیڅ هیواد تایید کړې نه ده او نه یې په دې اړه کومه تبصره کړې ده.

خو د پاکستان ادعاوو د طالبانو د حکومت غبرګون پارولی دی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت یوه چارواکي د پاکستان دولت کمزوری او بې وسه بللی ځکه چې خپل امنیت نه شي ساتلی.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي په پولو کې دا ډول پېښې په کېږي، «دا وار موږ حمله نه ده کړې.»

ده همداراز ویلي:«کله چې پر موږ برید وشو، موږ د ځان دفاع وکړه او دا مو حق دی. خو دا د تاسف وړ ده چې پاکستان خپل امنیت نه شي ساتلی او د ستونزو پړه پر افغانانو اچوي چې ګواکي موږ هلته مداخله کوو. دا د دوی د بې وسۍ علت دی چې خپل امنیت په خپله نه شي تضمینولی.»

د طالبانو د حکومت یوه بل ویندوی بلال کریمي هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې وغندلې. ده وویل، د پاکستان کورنۍ مسلې په دوی پورې تړلي دي، باید علتونه او ریښې یې په پاکستان کې دننه ولټوي.

کریمي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل:«زموږ مسوولیت دا دی چې د خپل هیواد امنیت وساتو او پرې نه ږدو چې امنیت مو له خطر سره مخامخ شي. زموږ هیله دا ده چې په ښه ګاونډیتوب او اقتصاد تمرکز وکړو.»

پاکستان د چهارشنبې په ورځ د تورخم دروازه تړلې او تراوسه یې نه ده پرانیستې. پاکستاني چارواکو ویلي چې لومړی باید دا تضمین ورکړل شي چې له افغانستانه به پاکستان ته ګواښ نه پېښېږي.

د چارو کتونکي وايي، پاکستان چې د ټي ټي پي له بریدونو سره مخامخ دی، غواړي په دې توګه افغان طالبان اړ باسي چې له خپل نفوذه، چې د ټي ټي پي په منځ کې یې لري، دا ډله له جګړې راوګرځوي او یا د دې ډلې پر ضد د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې لاس یو کړي.

په اوسنیو شرایطو کې، چې د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو پر ضد په جګړه کې امریکا له پاکستان سره ولاړه نه ده، او له بلې خوا پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د ټي ټي پي جګړه پاکستان ته جدي ننګونه ګڼل کېږي.

د ضرب عضب د عملیاتو په مهال امریکا د پاکستان پوځ ته میلیادونه ډالر ورکول او په افغانستان کې د خپلو هوايي ځواکونو په تېره بیا ډرون په وسیله یې د پاکستان د عملیاتو هوايي ملاتړ کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب