جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، افغان طالبانو په پاکستان کې د حملو عاملان نیولي

پاکستان وايي، افغان طالبانو په پاکستان کې د حملو عاملان نیولي

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۹ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني پرون (چهارشنبې) وویل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په پاکستان کې د تروریستي حملو ځینې عاملان نیولي او دوی ته یې په دې اړه معلومات ورکړي دي.

که دا خبره تایید شي، دا به لومړی وار وي چې د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعا تاییدوي چې په دغه هیواد کې حملې د افغانستان له خاورې کېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ښاغلي جیلاني دا خبره چې طالبانو خبر ورکړی چې د پاکستان د حملو ځینې عاملان یې نیولي، د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې پاکستان د هغو حملو د مخنیوي په اړه څه کړي چې د افغانستان له خاورې کیږي.

په پاکستان کې د بلوچ خپلواکي غوښتونکو، چې دوی یې بیلتون غوښتونکي بولي او همداراز د ټي ټي پي حملې په زیاتېدو دي.

د پاکستان پوځي مشرتابه او مخکیني صدراعظم شهباز شریف، چې واک یې موقت حکومت ته وسپاره، بیا بیا ادعاوې وکړې چې پاکستاني ضد عناصرو په افغانستان کې پناه اخیستې او د پاکستان په بریدونو کې د پاکستاني اتباعو ترڅنګ یو شمېر افغانان هم لاس لري.

خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان د ادعاوو په ځواب کې ویلي چې پاکستان دې د خپلو ستونزو چاره په خپله وکړي.

د طالبانو حکومت خپلو کسانو ته ویلي چې له افغانستانه دباندې په جګړو کې برخه وانخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب