پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د آزادۍ پرواز | غني حسن

د آزادۍ پرواز | غني حسن

زه د یو چا په تمه یم، چي راسي پخپلو مټو کي مي ونیسي، د پرواز په نیت مي پورته کړي او پرواز را زده کړي، چي زه پرواز وکړم او له پرواز سره د ازادۍ احساس وکړم. له دې بند، تور، نفستنګي، خُلق‌تنګي او زړه تنګي قفس څخه د اېستلو هڅه کوم. ایا څوک سته؟ چي موټي ئې قوي او فولادي وي؟ د پرواز په طریقه وپوهیږي، هوښیار معلم وي په هر څه عالِم وي ټولو ته منلی او ښاغلی وي.

هو! رښتیا زه د پرواز لپاره خپل وزري لرم، جوړ وزري، ښکلي وزري لکه د خپل ابا او ادې هغسي پَر وهونکي وزري لرم. خو هئ هئ چي دې قفس او اوسپنیزي ميلې مي مخي ته ولاړي دي، له هر څه څخه ئې محرومه کړې یم، د خدای راکړي ښکلي طبیعت او سیاحت څخه، د اوبو او رودو څخه، د ونو او ګلونو څخه، د سندرو او وزمونو څخه، د کیسو او افسانو څخه، د میني، احساس، عاطفې، خیال او ښکلا څخه، له هنرونو او خوندونو څخه، د مستۍ او ځوانۍ څخه، د میخانې او عبادت خانې څخه، د سماء او نڅا څخه، د شپیلۍ له ږغه د رباب له ترنګه، د مجنون له آه نه د لیلا له درده، د خوشال له غزلونو د خیام له رباعییه، اوف خدایه! ولي له هر څه څخه محرومه یم؟

 ایا انسانانو ته ددې هر څه حق سته او موږ ته نه! ولي دي زموږ په برخلیک دا تورقفس او دا نفستنګې دایره ټاکلې ده؟

ته په رښتیا که ددې هر څه مالک ئې نو بیا ما بیچاره مرغۍ له دې تور قفس څخه ازاده کړه. د نورو انسانانو غوندي، د نورو مخلوقاتو غوندي، د نورو…

نه، نه، نه، انسانانو غوندي نه، ځکه زه هم دا ستا مخلوقاتو بندي کړې یم، دغه چي تا خلق کړي دي، دغه انسانان، چي ته ئې اشرف‌المخلوقات ګڼې دوی غوندي نه. اصلن که ته کولای سې موږ ټول مرغان یوې بلي د سولي، میني، ښکلي او ارماني سیارې ته واستوه، چي هلته پرواز وي، ازادي وي، ستا ټول نعمتونه وي ژوند وي؛ خو تور قفس نه وي. ایا څوک سته، چي ماته د پرواز چل راوښيي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب