Homeخبرونهد طالبانو لوی درستیز: سرحدي ځواکونه مو نږدې دوه برابره کړي

د طالبانو لوی درستیز: سرحدي ځواکونه مو نږدې دوه برابره کړي

تاند: (یکشنبه، د زمري ۲۹ مه )  د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ویلي، چې د افغانستان د سرحدي ځواکونو شمېر یې ۴۶ سلنه زیات کړی.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې دا هم وویل، چې له ۶ ګاونډیو هېوادونو سره پر پوله یې د پلټنې ۶۰۰ نوي چیک پاینټونه جوړ کړي.

هغه د خپلو ځواکونو د روزنې خبر هم ورکړی او ویلي، چې سرحدي مسایلو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده.

په وروستیو کې د طالبانو او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ناندرۍ لیدل کیږي.

له دې ډلې، د دوی تر ټولو نږدې متحد پاکستان طالبان تورنوي، چې د پاکستاني طالبانو لخوا یې د افغان خاورې د استعمال مخنیوی نه دی کړی.

طالب چارواکو بیا دا تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...