شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد افغان نجونو له فوټبال ټیم سره د ملالې یوسفزۍ کتنه

د افغان نجونو له فوټبال ټیم سره د ملالې یوسفزۍ کتنه

تاند- د افغانستان د ښځو د فوټبال د لوبډلې لوبغاړې، چې د استرالیا په ملبرن کې جلاوطنه دي، د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ په لیدو خوشاله شوې دي.

ملاله یوسفزۍ د یوه کمپاین په وسیله هڅه کوي چې د افغان نجونو د فوټبال لوبډله د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون له لوري د افغانستان د جلاوطنه ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

د دې هدف لپاره ۱۶ لکه لاسلیکونه ټول شوي دي.

د افغانستان د نجونو د فوټبال مدیره خالده پوپل وايي چې باید د خپل هیواد د استازو په توګه د لوبډلې د لوبغاړو غوښتنې ته درناوی وشي.

دا زیاتوي:«د نړۍ د ټولو برخو خلک زموږ ترڅنګ دي. د ملالې او د ملبرن د کلب په شان حیرانوونکي کسان زموږ ملاتړ کوي. موږ هیله لرو. خوشاله یوو چې په دې هڅه کې یوازې نه یوو.»

فیفا وايي، دا واک نه لري چې یو ټیم تر هغو په رسمیت وپېژني چې د هماغه هیواد اړونده ادارې یې ونه مني.

خو ملاله یوسفزۍ وايي چې دا اصول باید بدل شي:

«په نهایت کې څه چې مهم دي، قوانین او مقررات نه دي. څه چې مهم دي دا دي چې لوبغاړې لوبې وکړای شي. موږ د قوانینو او مقرراتو ډېرې پلمې اورېدلې دي.»

یوسفزی د شنبې په ورځ د افغانستان د نجونو د فوټبال له لوبغاړو سره ولیدل، وروسته یې پر خپله ټویټرپاڼه وکښل چې د فوټبال له نړیوال فدراسیون (فیفا) څخه غوښتنې چې د افغان نجونو د  فوټبال ملي لوبډله په رسمیت وپیژني.
دې همداراز لیکلي:«د داسې (غښتلو)  لوبغاړو په منځ کې شتون او دهغوی تر څنګ دریدل راته ویاړ دی.»
د نوبل د سولې د جایزې کټونکې، او د ښځو او د نجونو د زده کړې د فعالې ملالې یوسفزی دا ملاتړ، د افغانو فوټبالیسټو نجونو له تود هرکلي سره مخامخ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب