یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپر پښتون ژغورنې غورځنګ تازه فشارونه؛ پاکستاني پولیسو بیا علي وزیر نیولی

پر پښتون ژغورنې غورځنګ تازه فشارونه؛ پاکستاني پولیسو بیا علي وزیر نیولی

تاند: (دوشنبه، د زمري ۳۰ مه )  تر هغې وروسته، چې پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دغه هېواد د پوځ او سیاستونو خلاف ستره غونډه وکړه، پاکستاني پولیسو یو ځل بیا د دغه غورځنګ یو مطرح مشر علي وزیر نیولی.

علي وزیر، د پاکستان په پارلمان کې د وزیرستان د خلکو منتخب استازی هم دی.

هغه، تر دې مخکې هم څو کاله د پاکستان د سیاستونو د غندلو له امله په زندان کې تېر کړي وو.

معلومه نه ده، چې ښاغلی وزیر بیا په کوم تور نیول شوی.

پاکستان، تر دې مخکې هغه د توندو پاکستان ضدو څرګندونو له امله په خیانت تورن کړی و.

د نوموړي ترڅنګ، د پاکستان د بشري حقونو د فعالې زینب مزارۍ د نیول کیدو خبر هم ورکړل شوی.

د هغې د نیول کیدو دلیل هم نه دی معلوم.

یو شمېر پښتانه ملتپال پر نړیوالو بشري ادارو نیوکه لري، چې د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې پښتنو سره د کیدونکي ناوړه چلند او د بشري حقونو د نقض پر وړاندې یې چوپه خوله دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین څو ورځې مخکې په اسلام اباد کې وویل، چې یا پښتنو ته د ژوند حق ترلاسه کوي او یا یې د پاکستان له اسارته ازادوي.

پاکستان د دغه غورځنګ پر غړو فشارونه زیات کړي او له پيله یې د فعالیتونو پر رسنیز کیدو بندیز لګولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب