تاند- یوې نوې څېړنې څرګنده کړه چې مصنوعي ذهانت یا اې ټي د یوه روغ انسان عمر د هغه د ټټر د راډیوګرافي یا ایکسرې له لارې اټکلولی شي.
ساینسپوهانو د مصنوعي ذهانت یو ماډل جوړ کړی چې د وګړو د بیالوژیکي عمر د معلومولو لپاره د تټر ایکس وړانګه څرګنده کړي.
په دې نوې څېړنه کې، چې په (The Lancet Healthy Longevity) مجله کې خپره شوې ده، د جاپان د اوزاکا میتروپولیټن پوهنتون څېړونکو څرګنده کړې چې که هر څومره د مصنوعي ذهانت له لوري د چا عمر د هغه د حقیقي عمر پرتله زیات اټکل شو، په مزمنو ناروغیو یې د اخته کېدو چانس زیات دی.د دې څېړنې لیکوال یاسو هیتو میتسویاما وايي:«زموږ د څېړنو پایلې ښيي چې د ایکسرې په وسیله د اخیستل شوې عکس له لارې د هغه کس عمر معلومېدای شي او دا هم ښيي چې دا کس ممکن څومره کاله نور ژوندی پاتې شي.»