یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو لوی درستیز: بهرني استخبارات په افغانستان کې د داعش په...

د طالبانو لوی درستیز: بهرني استخبارات په افغانستان کې د داعش په نوم بریدونه کوي

تاند: (دوشنبه، د زمري ۳۰ مه ) د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ادعا لري، چې بهرني استخباراتي سازمانونه په افغانستان کې د داعش ترچترلاندې بمي چاودنې او ستونزې جوړوي.

هغه په مشخص ډول د کوم سازمان نوم یاد نکړ.

طالب مقام په ورته وخت کې ویلي، چې د داعش د ځپلو لپاره دوی جدي دي او په دې برخه کې لاسته راوړنې لري.

تر دې مخکې د افغانستان پرځیدلي جمهوري نظام هم په افغانستان کې د بریدونو تر شا د بهرنیو استخباراتو د لاس لرلو ادعا کوله.

د پخوانیو چارواکو اشاره به ډېر ځله په ښکاره، پاکستان او ځینې وخت ایران ته وه.

دغه دوه هېوادونه تر نورو ډېر تورن وو، چې د اوسنیو حاکمو طالبانو په ګډون د جمهوري نظام له مخالفو ډلو ملاتړ کوي.

طالبانو او سیمه ییزو هېوادونو هغه مهال ورته ادعاوې ردولې.

څه موده مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو، چې کابل کې یې له څه مودې راهیسې تر پنځلسو پورې پاکستاني ځانمرګي بریدګر نیولي دي.

پاکستان بیا- بیا ادعا کوي، چې د افغانستان له خاورې یې پر ضد بریدونه پلانیږي او د تحریک طالبان پاکستان وسله  وال په دغه هېواد کې پټنځایونه او ملاتړ لري.

د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو بیا پاکستان ته له ښکاره اشارې پرته ویلي، چې ځينې هېوادونه د دوی د رژیم له کمزوري ښودلو سره غواړي چې دوی نړۍ ته ژمنه ماتونکي او د کړو هوکړو ناقضان وښيي.

1 COMMENT

  1. ټول هیواد وال خبر دي چې داعش ډله لومړی د امریکا او برتانیی په سیاسی او مالی همکاری په عراق کې جوړه شوه چې بیا وروسته یو څانګه په پآکستان کې د خرسان په نوم پیدا شوه ځکه خو پدرام د برتانیی او امریکا په مشوره د خرسان چیغی وهی چې کله تیر نظام ړنګ شو همغه پدرام او نور هغه کسان چې طالبان یی د پاکستان ډلی بللی او پاکستان دښمن ګاڼه، په پاکستانی الوتکه کې پآکستان ته لاړل،
    او زیاتره وخت هغه کسان چې داعشانو سره نږدی اړیکی لری پاکستانیان ختلی لکه څه موده مخکی چې طالبانو د داعشیانو یو کس وواژه هغه کس نوم اپریدی وو چې د فضل الرحمن قومی وو چې لدې معلومیږی چې پاکستان د ښکته پښتنو څخه غلته ګټه پورته کوی او تل د انګریز او امریکا په اشاره د جنګی ډلو څخه ملاتړ کوی دا د نن خبره نده پاکستان پدې ۴۵ کالو کې د ټولو هغو ډلو او ګوندونو ملاتړ کړی چې برتانیی او امریکا او عربستان فرانسی او نورو غربی او اروپایی هیوادونو سره نیږدی اړیکی پالی، نظامی ګټه پورته کړی او هغوی ته یی په پاکستان نظامی ټریننګ او نظامی ځای ورته برابر کړی پدې ټول هیوادوال خبردي. توضیحاتو اړتیا نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب