Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد طالبانو حکومت د سکرو ګمرکي محصول له ۴۵ څخه ۳۰ ته...

د طالبانو حکومت د سکرو ګمرکي محصول له ۴۵ څخه ۳۰ ته راټیټ کړ

تاند (دوشنبه، د اسد ۳۰ مه) د طالبانو د حکومت د سکرو د صادراتو ګمرکي محصول په هر ټن کې ۱۵ ډالره کم کړی دی.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پیترولیم وزارت پرون (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی د حکومت د مشرتابه د حکم پر اساس د هر ټن سکرو ګمرکي محصول له ۴۵ ډالرو ۳۰ ډالرو ته کښته کېږي.

دغه وزارت همداراز وايي چې د هر ټن سکرو د پلور بیه یې هم له دوه نیم زره افغانیو ۲۲۰۰ ته راټیټه کړې ده.

د کانونو او پیترولیم وزارت نه دي ویلي چې ولې یې د صادراتي سکرو ګمرکي محصول کم کړی دی.

د افغانستان سکاره پاکستان ته صادریږي او له دې وړاندې هم د طالبانو حکومت د سکرو ګمرکي محصول کم کړی و.

د سږ (۱۴۰۲) کال په لومړیو څلور میاشتو کې د ۵ میلیون ډالرو په ارزښت ۴۹۷۰۰۰ ټنه سکاره پاکستان ته صادر شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...