جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد پولیو پېښو زیاتوالی؛ افغانستان کې یې نن پر ضد د واکسینو...

د پولیو پېښو زیاتوالی؛ افغانستان کې یې نن پر ضد د واکسینو کمپاین پيلیږي

تاند: (دوشنبه، د زمري ۳۰ مه ) په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ د پېښو له زیاتوالي سره هم مهاله، نن په یوه لویه برخه ولایتونو کې د پولیو ناروغۍ ضد د واکسینو کمپاین پيلیږي.

د پولیو فري افغانستان ویبپاڼې ویلي :« دغه کمپاین به د افغانستان له پنځوشمالي ولایتونو، بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب او جوزجان او همدارنګه په جنوب کې له ارزګان پرته په نورو ټولو ولایتونو کې نن پیل او ترپنجشنبې پورې به دوام وکړي.»

سرچینه زیاتوي، چې په پاتې ولایتونو کې به د پولیو د واکسینو کمپاین یوه اونۍ وروسته یعنې د اګست په ۲۸ پیل شي.

د روان م کال له پیل راهیسې، د پولییو پنځه مثبتې پیښې په افغانستان کې ثبت شوي چې ټولې یې په ننګرهار ولایت پورې تړلې دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي چې تراوسه پکې پولیو شته.

د طالبانو یو شمېر منتقدان ادعا لري، چې د پولیو پېښې په هغو سیمو کې ثبت شوي، چې مخکې دوی پکې تر ډېره واکمن وو او د واکسینو کمپاین د تطبیق مخنیوی یې کاوه.

طالب چارواکو داسې ادعاوې تل رد کړي او له خلکو یې غوښتي، چې خپل ماشومان د ناروغیو پر ضد واکسین او روغتیا پالانو سره همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب