پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د صادراتو په تشویق او د وارداتو بدیل موندلو کې د کوچنیو...

د صادراتو په تشویق او د وارداتو بدیل موندلو کې د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو ونډه

په پراخه کچه د سیمې او نړۍ سره د اقتصادي اړيکو لرل او په دې برخه کې د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو ونډه تل د بحثونو د سر ټکې دی.

هېوادونه د بهرنۍ سوداګرۍ پالیسۍ په عملي کولو سره یا صادراتو تشویق او د وارداتو بدیل موندلو سره اقتصادي څرخ ته چټکتیا وربښي. افغانستان هم کولای شي د کورني کوچنیو او متوسطو تشبثاتو له لارې د تادیاتو په بیلانس کې مطلوب حالت ته ورسیږي.

افغانستان له متنوع فرهنګونو سره کولای شي متنوع توکي نړیوالو ته وړاندې کړي . زموږ لاسي صنایع لکه قالیني، خامک او نور کولای شي د صادراتو په زیاتوالي کې مرسته وکړي.

په دې برخه کې د دوو لارو وړاندیز کیږي یو دا چې موجودو تشبثاتو سره په مالي، ترانسپورتي، پوهاوي، بازارونو ته لاسرسي برخه کې مرسته وکړي تر کوچنی او متوسط تشبثات وکولای شي لا ډېر تولید وکړي او د سوداګرۍ بیلانس ښه حالت خپل کړي یا دا چې دولت د مزیتونو او غورتوبونو پیژندلو له لارې دا وپلټي چې نړیوال بازار کې د کومو توکو تولید ته تقاضا زیاته دي آیا موږ دا تولیدات په هېواد دننه کولای شو که ځواب هو وي نو هېواد دننه د داسې تشبثاتو په رامنځ ته کولو لاس پورې کړي تر څو وکولای شې بهرني بازار تقاضا د داخلي تشبثاتو له تولید څخه اشباع شې .
دولت د داسې سیاستونو لکه کوچنیو او متوسطو تشبثاتو سره نقدې مرسته، مالیاتي معافیت، کورنیو او بهرنیو بازارونو ته لاسرسي له لارې وکولای شي ترڅو صادراتي سوداګري ګټورتیا ومومي دا به پخپله د صادراتو زیاتوالي لامل وګرځې.

د کوچنیو او متوستو تشبثاتو تولیداتو لپاره کور دننه او بهر سوداګریز نندارتونو دایرول تر څو دوی له بازارونو پوره معلومات ولرې چې دا به د متشبثینو سوداګریزه زړورتيا لوړه کړي او خپلو کاروباري فعالیتونو ته د لا پراختیا له لارې د صادراتو د زیاتوالي لامل کیږي.

که چیرته دولت د داسې نمایندګیو په رامنځ ته کولو وتوانیږي تر څو د SME خاوندان د کورني تولیداتو نمونه بهرني اخیستونکي ته وښایې دا به د سوداګریزو معاملاتو په لګښت کموالی راولي او د بهرنۍ سوداګرۍ حجم به ورسره زیات شې.

د هغو خامو مواد صادراتو بندول چې کور دننه یې د پروسیس فابريکي شتون ولرې تر څو هېواد په داخل کې د کوچنیو صنایعو خاوندان ورته په آسانۍ سره لاسرسی ومومي دا به کور دننه تولیداتو کې زیاتوالی او د وارداتو بدیل توکو تولید ته زمېنه برابره کړي.

دا چې کوچني او متوسط تشبثات لا خپل بلوغ ته نه دي رسیدلې او دوی ضعیف مالي حالت کې دي له بل اړخه بهرنی چاپیریال تل د بدلون په حالت کې دی او د نوې تیکنالوژۍ د استخدام غوښتنه کوي نو که دولت له کوچنیو صنایعو سره د ماشینرۍ په تهیه کې مرسته وکړي دا به د دوی تولیدي ظرفیت په اوچتولو کې رغنده رول ولوبوي او صادراتي سکټور غښتلتیا لامل به شې.

د وارداتو په بدیل موندلو کې تر څو د سوداګرۍ بیلانس مثبت ووسي او تقاضا د نړیوال بازار په ځای له کورني بازار څه اشباع شې د دې لپاره چې د هېواد اقتصادي تړلتیا کمه شې د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو ملاتړ ډېر اړین دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب