دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاوچا: په افغانستان کې ۳۸ مرسته رسوونکي وژل شوي

اوچا: په افغانستان کې ۳۸ مرسته رسوونکي وژل شوي

تاند: (یکشنبه، د زمري ۲۹ مه )  د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې، په دغه هېواد کې د ۳۸ مرستندویه کارکوونکو د وژل کیدو خبر ورکړی.

د دغې ادارې مشر اندرس پرون د بشرپالنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې د دغو مرستندویانو ډیری د ګوزڼ ضد واکسینران او ماین پاکان وو.

د اوچا مشر په عین حال کې ویلي، چې یو شمېر مرستندویان دا مهال بندیان دي.

ده په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا کسان چا او چیري بندیان کړي دي.

د طالبانو چارواکو د اوچا یاد شوي راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې طالبانو په بشري او مرستندویه چارو کې د ښځینه وو کار کول منع کړي.

په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې په افغانستان کې بشري وضعیت ورځ تربلې خرابیږي او د زیاتو بشري مرستو د رسولو اړتیا ده.

ملګرو ملتونو بیا، نړیوالو سره د طالبانو د نه تعامل له امله، افغانستان سره د بشري مرستو د کمیدو خبر ورکړی او ویلي، دغه کمښت به افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب